اقتصاد

له متحده ایالاتو څخه د میرزایویېف له لیدنې څخه وروسته د افغانستان د رېللارې پروژه حقیقت ته نژدې شوه

د ماکسیم ینیسي یېف راپور

په عکس کې د مزارشریف د رېللارې سټېشن په ۱۳۹۲ کې ښکاري. [د اسیا پرمختیایي بانک]

په عکس کې د مزارشریف د رېللارې سټېشن په ۱۳۹۲ کې ښکاري. [د اسیا پرمختیایي بانک]

تاشکند -- متحده ایالاتو ته د ازبک ولسمشر شوکت میرزي یویېف وروستي رسمي سفر په ګاونډي افغانستان کې د رېل او د بېخبنا د پروژو په هکله احتمالي همکارۍ ته هیلې زیاتې کړي دي.‌

میرزي یویېف او د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غوایي په ۲۵-۲۷ مه سره وکتل،‌ او په پراخه سطحه د قراردادونو او د ملي امنیت او کلتوري تبادلو په برخو کې د ستراتیژیکو شراکتونو د یوې نوې دورې پیل یې په نښه کړ.‌

د کتنې په هکله د سپینې ماڼۍ د یوې رسمي اعلامیې په اساس، ټرمپ په افغانستان کې د ازبکستان د رېللارې او د بېخبنا د پروژو په هکله د سیاسي ملاتړ او د پلان جوړونې د مشورو وړاندیز وکړ.

ازبکستان په دې فکر کې دی چې د حیرتان - مزارشریف رېللاره،‌چې ازبکستان، تر ډېره د اسیا د پرمختیایي بانک په پیسو جوړه کړې وه او له ۱۳۹۰ راهیسې پرانستې ده، همداسې پسې اوږده کړي.‌

د رېللارې یو کارکوونکی په ۱۳۹۲ کې په مزارشریف کې یو بار وړونکی موټر په نښه کوي. [د اسیا پرمختیایي بانک]

د رېللارې یو کارکوونکی په ۱۳۹۲ کې په مزارشریف کې یو بار وړونکی موټر په نښه کوي. [د اسیا پرمختیایي بانک]

افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه ازبک سیال شوکت میرزي یویېف د وري په ۶ مه په تاشکند کې د یوه کانفرانس په څنډه کې سره ګوري. [د ازبک ولسمشرۍ د رسنیو دفتر]

افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه ازبک سیال شوکت میرزي یویېف د وري په ۶ مه په تاشکند کې د یوه کانفرانس په څنډه کې سره ګوري. [د ازبک ولسمشرۍ د رسنیو دفتر]

دغه پروژه به ټول شمالي ولایتونه د رېللارې له نړیوالې شبکې سره ونښلويچې ازبکستان ورته د افغانستان د اقتصاد د انکشاف د کیلي په سترګه ګوري.‌

ازبکستان مرستې ته چمتو دی

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د وري په ۶ مه ټویټ کړل، چې ازبکستان به د افغان رېللارې د جوړولو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي.‌

دا مالي مرسته وروسته له هغه وړاندې شوه چې میرزي یویېف د وري په ۶-۷ مه په تاشکند کې «د سولې د پروسې، امنیتي همکارۍ او سیمه ییز اتصاف» د کانفرانسپه څنډو کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.‌

طلوع نیوز د وري په ۹ مه، د افغانستان د رېللارې د ادارې (AFRA) له قوله راپور ورکړ، چې تر هرات پورې د رېللارې د جوړولو لپاره ۱.۸ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.‌

د افغانستان د رېللارې د ادارې (افرا) په وینا، دغه رېللاره به افغانستان ته په کال کې ۴۰ میلیونه ډالر ګټه ور ورسوي او ۳۰ زره کاري فرصتونه به رامنځته کړي.

د ازبکستان د رېللارو د ادارې یوه ویاند اویبیک محمد علي یېف کاروانسرای ته وویل، «که په سیمه کې مناسب امنیت موجود وي،‌ د ازبکستان د رېللارو اداره به وکولی شي چې دا رېللاره په مؤثر او چټک ډول جوړه کړي،»

هغه وویل، «ازبکستان په سیمه کې د بل هر هېواد په نسبت ډېرې رېللارې جوړوي،»

محمد علي‌ یېف وویل، «د تېرو څو کالو په ترڅ کې، یادې ادارې د کمچیک غاښي له لارې -- چې په منځنۍ اسیا کې تر ټولو اوږد دی -- د رېللارې د یوه تونل جوړولو چې سخت مهارت ته یې اړتیا لرله او د چټک سرعت د تالګو اورګاډو په وسیله د لویو سیاحتي مرکزونو د نښلولو پروژې په بریا سره ترسره کړې،»

یوه ستراتيژیکه پروژه چې متحده ایالات په کې شامل دی

د ازبکستان د مشرانو جرګې لومړي مرستیال صادق صافویېف د غبرګولي په ۱ د ازبکستان د پارلمان له نارودنو سلوفو (د خلکو خبره) ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل، چې دغه پروژه، که تطبیق شي، به له متحده ایالاتو څخه د میرزي یویېف د لیدنې یوه له لویو او مهمو نتایجو څخه وي.‌

هغه وویل، مرزي یویېف «له هغو نړیوالو وجهي موسسو څخه -- چې متحده ایالات په کې پرېکنده رول لوبوي -- د فنډ د ترلاسه کولو مسئله راپورته کړه، چې په افغانستان کې پرې رېللاره جوړه کړي،»

صافویېف وویل، «دا پروژه ستراتیژیک اهمیت لري، چې یوازې د افغانستان لپاره نه دی. د هغه تطبیق کولی شي چې د ټولې منځنۍ اسیا لپاره جیو ستراتیژي او جیو اقتصادونه بدل کړي،»

هغه زیاته کړه، «د دې تر څنګه، هغه کولی شي چې د پایښت وړ پروسو په معرفي کولو کې یو له تصمیم نیوونکیو فکټورونو څخه وګرځي او په افغانستان کې سولې او ثبات ته لاره هواره کړي،»

په تاشکند کې د سیاسي چارو پوه امید اسدالله یېف کاروانسرای ته وویل، «دا په ځانګړې توګه د یادونې وړ ده چې متحده ایالات یوازنی داسې هېواد دی چې میرزي یویېف ورته [هرات ته د رېللارې د اوږدولو] د پروژې د تطبیق په برخه کې د مرستې کولو لپاره مراجعه کوي،»

اسدالله یېف وویل، «د میرزي یویېف او صافویېف بیانونه دا روښانوي چې ازبکستان متحده ایالاتو ته په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو په برخه کې د خپل اصلي شریک په سترګه ګوري،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښکلې موضوع ده او په ډېره ښکلې پښتو مو لیکلې ده. ډېره مننه.

ځواب ورکړئ