امنیت

سره له دې چې طالبانو د اوربند د مودې له اوږدولو څخه انکار وکړ، خو سولې ته لا هیله شته

سلام ټایمز او ای اېف پي

د سولې پلوي لسګونه لاریونوال د غبرګولي په ۲۹ مه وروسته له هغه کابل ته را ورسېدل چې د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه تر پلازمېنې پورې سلګونه کیلومتره مزل یې په پښو وکړ. [وکیل کوهسار/نورالله عطار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]‌

کابل -- طالبانو دا رد کړه چې د دوشنبې له شپې /د غرګولي له ۲۷ مې/ را وروسته اوربند اوږد کړي، او په افغانستان کې د کوچني اختر په ترڅ کې د لمانځنې له صحنو څخه وروسته د سولې هیلې یې کمزورې کړې.

کابل له طالبانو سره اوربند ۱۰ ورځې نور هم اوږد کړ، خو ولسمشرغني د غبرګولي په ۲۷ مه په یوه اعلامیه کې وویل چې که په امنيتي ځواکونو باندې برید وشي هغوی به له ځانونو څخه دفاع وکړي.‌

غني همدارنګه له طالبانو څخه وغوښتل چې دښمنۍ ودروي، خو د اورپکو ډلې وویل چې جګړه به بیا پیل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وټس آپ په یوه پیغام کې ای اېف پي ته وویل، «اوربند نن شپه پای ته رسېږي او ان شاءالله چې زمونږ عملیات به پیل شي،»

افغان طالب اورپکي د غبرګولي په ۲۶ مه د جلال اباد په لمنو کې د اختر د دویمې ورځې د لمانځلو په ترڅ کې یو موټرسایکل ځغلوي. طالب جنګیالیو او افغان امنیتي ځواکونو د اختر په ترڅ کې د یوه بې سابقې اوربند په جریان کې د افغانستان په ختیځ کې یو له بل سره غېږې ورکړې او سېلفي عکسونه یې واخیستل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

افغان طالب اورپکي د غبرګولي په ۲۶ مه د جلال اباد په لمنو کې د اختر د دویمې ورځې د لمانځلو په ترڅ کې یو موټرسایکل ځغلوي. طالب جنګیالیو او افغان امنیتي ځواکونو د اختر په ترڅ کې د یوه بې سابقې اوربند په جریان کې د افغانستان په ختیځ کې یو له بل سره غېږې ورکړې او سېلفي عکسونه یې واخیستل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

د فراه والي عبدالبصیر سالنګی د غبرګولي په ۲۶ مه یوه طالب جنګیالي ته غېږه ورکوي.‌ سالنګي د اوربند په ترڅ کې د اختر د لمانځلو لپاره یو شمېر طالب جنګیالي مېلمانه کړل. [عبدالبصیر سالنګي/فیسبوک]

د فراه والي عبدالبصیر سالنګی د غبرګولي په ۲۶ مه یوه طالب جنګیالي ته غېږه ورکوي.‌ سالنګي د اوربند په ترڅ کې د اختر د لمانځلو لپاره یو شمېر طالب جنګیالي مېلمانه کړل. [عبدالبصیر سالنګي/فیسبوک]

یو افغان د سولې فعال د غبرګولي په ۲۸ مه له هلمند څخه کابل ته په را رسېدلو سره د یوه لاریون په ترڅ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره شعارونه ورکوي. هغه د سولې د ولسي حرکت له لسګونو نورو غړو سره کابل ته را ورسېد. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو افغان د سولې فعال د غبرګولي په ۲۸ مه له هلمند څخه کابل ته په را رسېدلو سره د یوه لاریون په ترڅ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره شعارونه ورکوي. هغه د سولې د ولسي حرکت له لسګونو نورو غړو سره کابل ته را ورسېد. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

هغه د غني اعلان ته څه اشاره ونه کړه.‌

د غني له خوا د حکومت د اته ورځني اوربند، چې په پام کې وه د چارشنبې په شپه /د غبرګولي ۲۹ مه/ پای ته ورسېږي، اوږدولو، سمدلاسه نړیواله حمایه ترلاسه کړه او له طالبانو څخه غوښتنې وشوې چې دا لاره تعقیب کړي.‌

طالبانو په اوربند موافقه کړې وه خو یوازې د اختر د لومړیو درې ورځو لپاره -- د غبرګولي له ۲۵ مې څخه تر ۲۷مې پورې -- او ژمنه یې کړې وه چې په افغان عسکرو یا پولیسو باندې به بریدونه نه کوي، خو د امریکا په مشرۍ د ناټو په عسکرو باندې بریدونو ته به دوام ورکړي.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وویل، د حکومت له خوا له طالبانو سره د اوربند له اوږدولو راهیسې د جګړې «ډېر کم» راپورونه ورکړل شوي دي.‌

هغه ای اېف پي ته وویل،«مونږ هیله لرو چې طالبان د سولې لپاره د افغان ولس غږ ته لبیک ووایي،»

د هیلې او خوښۍ ۳ ورځې

له بریدونو سره سره،‌په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدلو راهیسې، په ټول هېواد کې لومړني اوربند ته، چې افغانانو -- طالبانو،‌ امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو -- کوچنی اختر لمانځه، ښه راغلاست وویل شو.‌

طالب جنګیالیو او امنیتي ځواکونو د رخصتۍ په لومړیو دوه ورځو کې یو بل ته غېږې ورکړې او سېلفي عکسونه یې سره واخیستل.‌

ملکي خلک هم ډله ډله راغلل او اورپکو ته،‌ چې خپلې پوستې یا تر کنټرول لاندې سیمې یې له جګړې څخه د وقفې د لمانځلو په نیت پرېښې وې،‌ ښه راغلاست وویل، او دغه حالت د جنګ ځپلیو افغانانو تر منځ داسې هیلې وغوړولې چې سوله ممکنه ده.

د طالبانو قوماندان بابا د غبرګولي په ۲۶ مه ای اېف پي ته وویل،‌ «زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې په پولیسو او اردو کې له خپلو ورونو سره ستړي مه شي وکړم،»

«تر اوسه پورې مونږ اوربند په ښه ډول ساتلی دی. هر څوک له جګړې څخه ستړی شوی دی، او که زمونږ مشران مونږ ته امر وکړي چې اوربند ته دوام ورکړئ، مونږ به یې د تل لپاره روان وساتو.»

سید حسیب الله په فیسبوک پست کړي یوه عکس سره چې ادعا کیږي یو طالب جنګیالی او یو افغان عسکر په شریکه د چای څښلو په حال کې ښیي، لیکلي، «وګورئ، هغوی سره ورونه دي،»

هغه وویل، «که د هغوی مشران راشي، کېني او د خپلو عسکرو په څېر سره خبرې وکړي، مونږ به سبا ته سوله ولرو،»

له نورو سره د طالبانو له خوا د اوربند ردولو د هغو اورپکو د شمېر په هکله اندېښنې راپورته کړي چې له اوربند څخه په استفادې سره د کابل په شمول د هېواد بېلابېلو ښارونو ته ننوتلي،‌ او ښایي چې د اوربند له پای ته رسېدلو څخه وروسته لا هم هلته پاتې وي.

محمد صابر په فیسبوک لیکلي، «زه د کابل په کوڅو کې د نا اشنا څېرو په لیدلو سره اندېښمن شوم. زه هیله لرم چې څه چل به په کې نه وي،»

د کارګر په نامه یوه کاروونکي پست کړي: «داسې خبر دی چې په سلګونو طالب جنګیالي کابل ته راغلي دي، خو یوازې لږ شمېر بېرته تللي دي.‌ آیا د کابل پولیس کولی شي چې زمونږ امنیت تضمین کړي؟»

د کابل یوه اوسېدونکي محمد رحیمي، چې ۲۹ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «سره له دې چې طالب اورپکو جنایتونه او ډېرې وژنې کړی دي، افغانانو سولې ته د تندې لرلو له امله هماغو مجرمانو ته درې ورځې ښه راغلاست وویل،»

هغه وویل، «خو دغه ډله غواړي چې یو ځل بیا د جنګ په اعلانولو سره افغانستان وران کړي. دا ښیي چې هغوی په سوله او د اسلام په اساساتو هېڅ باور نه لري،»

رحیمي وویل، «له دې نه وروسته، هغه افغان چې وژل کیږي، او هر هغه سړک، ښوونځی، روغتون یا عامه تاسیسات چې ورانول کیږي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده به یې مسؤل وي،»

د سولې غوښتنه کول

په عین حال کې، د سولې هغه لسګونه لاریون کوونکي چې له هلمند ولایت څخه په پښو را روان شوي ولله سلګونو کیلومتره پلي مزل څخه وروسته د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۹ مه/ پلازمېنې کابل ته را ورسېدل.

د سولې د ولسي حرکت غړي، له ۷۰۰ کیلومتره اوږده مزله څخه وروسته، چې ډېر یې د روژې په ترڅ کې وکړ، په دوه لیکو کې د افغانستان په پلازمېنه کې وګرځېدل او د «مونږ سوله غواړو!» او «جنګ بس کړئ!» شعارونه یې ورکړل.‌

د لاریونوالو له ډلې څخه یوه، محمد نېکزاد، طلوع نیوز ته وویل، «مونږ غواړو چې زمونږ خلک سره متحد واوسي او راتلونکی نسل له دې بدمرغۍ څخه خلاص شي،»

«زه له دواړو خواوو -- حکومت او طالبانو -- څخه غواړم چې د خدای لپاره د سولې او پخلاینې لپاره یوه لاره ومومئ.»

د هغه ملګري لاریونوال، کاروان، په طالبانو او حکومت باندې تاکید وکړ چې «په هېواد کې د دوامدار امنیت د راوستلو» لپاره په ګډه سره کار وکړي.

هغه طلوع نیوز ته وویل، «کافي اندازه وینه تویه شوه.‌ په دې روان جنګ کې ډېر زیات افغانان شهیدان شول،»

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر حبیب الله جانبدار سلام ټایمز ته وویل، «د سیاسي او مدني موسساتو په شمول ټول افغانان د خبرو اترو او سولې غوښتنه کوي، خو طالبان په وسلو او تاوتریخوالي ځواب ورکوي،»

جانبدار وویل، «طالبان باید پوه شي چې هغوی د اوربند په نه اوږدولو او د جنګ په دوام سره تر ټولو لویه تاریخي غلطي وکړه،»

هغه وویل، «د حکومت له خوا د اوربند اوږدول یو انساني او اخلاقي کار دی. مونږ په حکومت او عامو خلکو باندې تاکید کوو چې خپل سوله ییز غږ او پوځي فشار ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړي چې دغه ډله خبرې اترې او سوله ومني،»

جانبدار وویل، «طالبانو وښودله چې هغوی د اوربند په نه اوږدولو او د جګړې په بیا پیلولو سره هغوی هېڅ قانوني اصل، بشري ارزښتونو او اسلامي اساساتو ته ژمن نه دي،»

د داعش بریدونو په ننګرهار کې په لسګونو خلک ووژل

طالبانو وروسته له هغه اعلان وکړ چې د داعش یوه ځانمرګي برید د یکشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د یوې غونډې لږ تر لږه ۱۸ تنه برخه وال، چې د اختر د لمانځنې لپاره راټول شوي ول، ووژل. دا د دغه بې سابقې اوربند د لمانځلو په ورځو کې دویم برید وو.‌

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کامه وال د والي له دفتر څخه بهر چاودنې په نتیجه کې د وژل شویو کسان شمېر ۱۸ او د ټپیانو شمېر ۴۹ تنه یاد کړ.‌

هغه وویل، «ځینې ټپیان په جدي حالت کې دي،» او ویې ویل چې کیدای شي د مړو شمېر زیات شي.‌

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د مړو شمېر لږ زیات، ۱۹ یاد کړ.‌

هغه وویل، یوه بمي بریدګر، چې په پښو روان وو، خپل ځان د طالب جنګیالیو، ځایي مشرانو او ملکي خلکو په منځ کې، چې د اختر په مناسبت له یوه ځانګړي پروګرام څخه وروسته د والي له ځای څخه په وتلو کې ول، وچاوه.‌

کامه وال ای اېف پي ته وویل،‌د شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د طالبانو، امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو په یوه غونډه یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل او ۶۵ نور یې ټپیان کړل.‌

داعش، چې په اوربند کې یې برخه نه لرله، د دواړو بریدونو مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌

په ننګرهار کې د شنبې د ورځې له برید څخه وروسته، طالبانو خپلو جنګیالیو ته حکم وکړ چې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو غونډو ته له ورتګ څخه دې ځانونه وساتي.‌

د دې ډلې ویاند مجاهد په یوه مخکیني پیغام کې وویل، «چانس شته چې داسې نورې بدې پېښې هم وشي،»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د غني او ټولو افغانانو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وه.

ځواب ورکړئ

طالبان هېڅکله هم سوله نه کوي،‌ ځکه چې هغوی د غلامانو یوه ډله ده.

ځواب ورکړئ