رمضان

په عکسونو کې:‌ افغانان راتلونکي ته په هیله او خوښۍ سره کوچنی اختر لمانځي

سلام ټایمز

د یوې تشریفاتي قطعې غړي د غبرګولي په ۲۵ مه په مزارشریف کې د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو څخه وروسته یو له بل سره ستړي مه شي کوي. [فرشاد/اوسیان/ای اېف پي]‌

مسلمانان د غبرګولي په ۲۵ مه د کابل ښار په مرکز شاه دو شمشېره جومات کې د کوچني اختر په پیل کې له لمانځه څخه وروسته یو بل ته غېږې ورکوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

ښځې د غبرګولي په ۲۵ مه په هرات ولایت کې د کوچني اختر په اوله ورځ لمونځ کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

سړي د غبرګولي په ۲۵ مه په هرات ولایت کې د کوچني اختر په اوله ورځ‌ لمونځ کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

هلکان او نجونې د غبرګولي په ۲۵ مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې په ټالونو کې زانګي او لوبې کوي. [خالد زېری]‌

یوه پېغلکې نجلۍ د غبرګولي‌ په ۲۵ مه د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې خپلو ملګرو ته دودیز موزیک غږوي. [خالد زېری]‌

طالب اورپکي د غبرګولي په ۲۶ مه د جلال اباد په لمنو کې په داسې حال کې قدم وهي چې هغوی د کوچني اختر په دویمه ورځ لارو او کوڅو ته راوتلي چې اوربند ولمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

طالب اورپکي د غبرګولي په ۲۶ مه د جلال اباد په لمنو کې د کوچني اختر د دویمې ورځې د لمانځلو پر وخت په موټرسایکل چکر وهي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

د کابل اوسېدونکي، طالب جنګیالیو ته، چې د غبرګولي په ۲۶ مه د وردک - غزني په لویه لاره ښار ته راداخلېږي، ښه راغلاست وایي. [انډریو کوېلټي/ټوېټر]

یوه ښځه د غبرګولي په ۲۷ مه په ننګرهار ولایت کې د درناوي او وقار د یوې دودیزې نښې په توګه د یوه طالب جنګیالي په سر لونګۍ ږدي.‌ یو شمېر ښځو وغوښتل چې اورپکي دې د اختر له ورځو ایسته اوربند اوږد کړي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر/فیسبوک]‌

کابل -- د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانانو وروسته له هغه یو نسبتاً سوله ییز کوچنی اختر ولمانځه چې طالبان له افغان حکومت سره د روژې د پای لپاره د یوه موقت درې ورځني اوربند په سر هوکړې ته ورسېدل‌.‌

د دې لپاره چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي، افغان حکومت د غبرګولي په ۱۷ مه د یوې اونۍ په مخه اوربند اعلان کړورسره یادې ډلې د غبرګولي په ۲۲ مه د اوربند اعلان وکړ. طالبانو موافقه وکړه چې د غبرګولي په ۲۵ - ۲۷ مه اوربند وساتي.‌

کابل د غبرګولي په ۲۷ مه له طالبانو سره اوربند د ۱۰ نورو ورځو لپاره اوږد کړخو ویې ویل چې امنیتي ځواکونه به،‌ که برید پرې وشي، له ځانونو څخه دفاع وکړي.‌

ولسمشر اشرف غني همدارنګه له طالبانو څخه وغوښتل چې خپل اوربند اوږد کړي، خو د اورپکو یادې ډلې وویل چې جنګ به بیا پیل شي.

طالب اورپکي او ځایي اوسېدونکي په داسې حال کې چې هغوی د غبرګولي په ۲۷ مه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د کوچني اختر په درېیمه ورځ د بې سابقې اوربند لمانځنه کوي، په یوه هاموي ولاړ دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]‌

خو د کوچني اختر په لومړیو درې ورځو کې، د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو له خوا د طبیعي لمانځنو د خوښۍ صحنو وښودله چې دواړو خواوو ته ډېر جنګیالي له جنګ څخه ستړي دي.‌

په داسې صحنو کې، چې یوازې څو ورځې مخکې یې ګومان هم نه کېده، د هېواد په بېلابېلو برخو کې طالب جنګیالي او امنیتي ځواکونه په داسې حال کې ښودل کېدل چې یو له بل سره یې غېږې کولې او سېلفي عکسونه یې اخیستل.‌

ملکي خلک، چې د خونړي جنګ لمبو سختې ضربې ور رسوليد کابل په شمول په ښاري سیمو کې، چې اورپکي به یوازې پرې د حملو کولو لپاره ورتلل، هم په ورغلیو یاغیانو ورټول شول او ښه راغلاست یې ورته وویل.‌

د طالبانو قوماندان بابا د غبرګولي په ۲۶ مه په ننګرهار کې د لمانځنو په ترڅ کې ای اېف پي ته وویل، «تر اوسه پورې مونږ اوربند ښه مراعت کړی دی،»

هغه،‌وویل،‌«ټول له جنګ نه ستړي دي،‌ او که زمونږ مشران مونږ ته حکم وکړي چې اوربند ته دوام ورکړو، مونږ به یې د تل لپاره وساتو،»

د جلال اباد یوه ۳۵ کلن اوسېدونکي هلال الدین سلام ټایمز ته وویل، «ما به ځان ته نوي کالي او بوټان نه اخیستل ځکه چې ما له پخوانيو اخترونو څخه خوند نه اخیست. سږ کال ما نوي کالي او یو نوی واسکټ واخیستل چې سوله ییز اختر ولمانځم.»

[له کونړ ولایت څخه خالد زېري د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.‌]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500