رمضان

اوربند په طالب جنګیالیو کې عادي ژوند کولو ته لېوالتیا راوپاروله

د خالد زېري راپور

په ۹ کالو کې په لومړي ځل د ښارونو له لیدلو څخه وروسته، یو شمېر طالبان نه غواړي چې بېرته د جنګ میدان ته ستانه شي. د طالبانو یوه قوماندان، چې د غبرګولي په ۲۵-۲۶ مه یې په جلال اباد کې کوچنی اختر ولمانځه، د هغې خوښۍ په هکله خبرې وکړې چې هغه ترې خوند واخیست. [خالد زېری]‌

ننګرهار -- د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د کوچني اختر په مناسبت اوربند اورپکو ته په ښارونو کې د ژوند کولو خوند او د افغان عوامو له خوا د ښه چلند خوند ور وڅکه -- او اوس ډېرطالب جنګیالي دې ته تیار نه دي چې بېرته د جنګ میدانونو ته ستانه شي.

د طالبانو ځایي قوماندان زرقاوي، چې له تېرو لسو کالو راهیسې یې له افغان حکومت سره جنګ کاوه، وویل، «د اختر په لومړۍ ورځ، زه جلال اباد ښار ته لاړم. ما په ۹ کالو کې په لومړي ځل ولید؛‌ ښار بېخي بدل شوی او ښایسته شوی وو.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ماښام، مونږ لاړو چې په کامه ولسوالۍ کې شیریخ وخورو. په لاره مو چې سفر کاوه، افغان امنیتي ځواکونو به مونږ ځای ځای درولو او د اختر مبارکي به یې راکوله،‌ او مونږ به هغوی ته مبارکي ورکوله.»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو مونږ ته ډېره مینه راکړه. زه له خوشحالۍ نه یوه شپه او یوه ورځ مسلسل ویده نشوم... هغه زما په ژوند کې یوه له ښو خاطرو څخه وګرځېدله.»

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو یو قوماندان، زرقاوي (چپ)، د غبرګولي په ۲۶ مه ځایي اوسېدونکو او افغان امنیتي ځواکونو ته خبرې کوي. هغه وویل، چې د کوچني اختر اوربند 'زما د ژوند یوه له ښو خاطرو څخه ده'. [خالد زېری]

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو یو قوماندان، زرقاوي (چپ)، د غبرګولي په ۲۶ مه ځایي اوسېدونکو او افغان امنیتي ځواکونو ته خبرې کوي. هغه وویل، چې د کوچني اختر اوربند 'زما د ژوند یوه له ښو خاطرو څخه ده'. [خالد زېری]

یو طالب اورپکی، چې د راکټ په وسیله وارېدونکی ګرنېټ ورسره دی، د کوچني اختر په دویمه ورځ /د غبرګولي ۲۶ مه/ د جلال اباد ښار په لمنه کې د اوربند د لمانځلو په ترڅ کې له خلکو سره ولاړ دی. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

یو طالب اورپکی، چې د راکټ په وسیله وارېدونکی ګرنېټ ورسره دی، د کوچني اختر په دویمه ورځ /د غبرګولي ۲۶ مه/ د جلال اباد ښار په لمنه کې د اوربند د لمانځلو په ترڅ کې له خلکو سره ولاړ دی. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

له تاوتریخوالي څخه ډکې راستنېدنې

که څه هم چې افغان حکومت له طالبانو سره د یوې اونۍ په مخه، د غبرګولي ۲۲-۲۹ مه اوربند اعلان کړی وو،‌ او بیا یې د لسو نورو ورځو په مخه اوږد کړ،لاکن د طالبانو مشرانو ژمنه وکړه چې جنګونه به بیا پیل کړي.

طالب جنګیالیو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳۰ مه/ د افغانستان په لوېدیځ کې په ګڼو حملو کې خواوشا ۳۰ افغان امنیتي منسوبین ووژل، او د اوږدمهالې سولې لپاره یې هیلې کمزورې کړې.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي وویل، «له نیمو نه ډېر تلفات له هغه کمین او د سړک د غاړې بمي چاودنو څخه رامنځته شول چې د تقویتي عسکرو کاروان یې وواهه،»

ملکزي زیاته کړه، نور عسکر او پولیس هغه وخت ووژل شول چې اورپکو د شپې له خوا د هغوی په مرکزونو باندې بریدونه وکړل.‌

طالبانو خبریالانو ته د وټس آپ له لارې لېږل شوي یوه پیغام کې د بریدونو مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د ولايتي شورا مشر عبدالعزیز بېګ د مړینو شمېر تایید کړ.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «د اوربند په ترڅ کې طالبانو مخبران را ولېږل چې د مرکزونو په هکله معلومات ټول کړي او د برید لپاره پلان جوړ کړي،»

د جنګ لپاره 'دلیل نشته'

د وینو له تویېدا سره سره، نورو طالب اورپکو د زرقاوي په څېر څرګنده کړه چې غواړي سوله د تاوتریخوالي، محرومیت او قهر ځای ونیسي.

یو بل طالب یاغي، همکار، د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد کلي کې د یوه پولیس افسر تر څنګ ولاړ وو او په دې هکله یې خبرې کولې چې اوربند د هغه لید څنګه بدل کړ.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا زما ورور دی، او زه به له ده سره نور جنګ ونه کړم.‌ اوربند د درې ورځو لپاره دی، خو زه به په ټول ژوند کې بیا د دې سړي په لوري ډز ونه کړم. ما ده ته غېږه ورکړه، ما له ده سره د اختر مبارکي وکړه؛‌ هېڅ دلیل نشته چې ولې باید زه په ده باندې ډزې وکړم.»

همکار وویل، «زمونږ مشران باید په دې پوه شي چې دا حالات ښیي چې مونږ یو له بل سره څومره مینه لرو او بیا دې فیصله وکړي. زه غواړم چې جنګ پای ته ورسېږي او مونږ د ورونو په څېر شو.»

د غبرګولي په ۲۶ مه، ځایي حکومتي چارواکي او د طالبانو قوماندانان د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په مېمله سیمه کې د ځایي قومي مشرانو په منځګړتوب سره راغونډ شول.هغوی دا ومنله چې جنګ د حل لاره نه ده او په کار دی چې سوله وشي.

طالب جنګیالي هیله من ول چې په جنګونو کې وقفه به له کوچني اختر څخه وروسته پسې اوږده شي، خو کله چې د طالبانو مشرانو د اوربند اوږدول رد کړل هغوی بېرته خپلو لیکو ته ستانه شول.‌

دښمنان سره دوستان شول

د خوګیاڼو ولسوالۍ په مېمله سیمه کې یوه ۵۰ کلن جیلیبۍ پخوونکي شمس الدین وویل، «د اختر په لومړۍ ورځ، کله چې ما ولیدل چې عسکر او طالبان زما د دوکان په مخه کې یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکوي، ما ټکان وخوړ،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه د هغوی په لیدلو شوم، او زه قسم خورم چې د جیلیبیو کړۍ رانه وسوزېدلې. زه بېخي حیران شوم. ما فکر کاوه چې زه خوب وینم. زه بې نهایت ډېر خوشحال شوم.»

هغه وویل،‌«ما خپل ټول عمر په جنګ کې تېر کړی دی.‌ دا لومړی ځل وو چې ما دومره زیاته خوشحالي ولیدله.‌ د حکومت او طالبانو کسانو یو بل ښکلول... هغه خلک، چې له کلونو کالونو راهیسې دښمنان ول، هغوی دوستان شول.»

د جلال اباد یوه ۳۲ کلن اوسېدونکي سید جلال وویل، هغه هیله لري چې طالب جنګیالي به له خپلو مشرانو څخه را بېل شي او سوله به وکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ټوله ستونزه د طالبانو په مشرانو کې ده.‌ مونږ ولیدل چې واړه طالبان، هغه چې جنګ کوي هغوی ټول ستړي دي؛هغوی سوله غواړي،‌ خو د هغوی مشران چې د خارجیانو ګوډاګیان ديهغوی ته اجازه نه ورکوي.»

هغه وویل، «زه طالبانو او حکومت ته سوال کوم چې بیا دې یو پر بل ډزې نه کوي.‌ هغوی دې یو له بل سره هغسې دوستي وکړي لکه د درې ورځني اوربند پر وخت یې چې وکړه.»

د ننګرهار د سولې د ولایتي شورا رییس ملک نذیر سلام ټایمز ته وویل،‌«له بېلابېلو ولسوالیو څخه ډېرو طالبانو له ما سره تماس نیولی او ویلي یې دي چې،‌'مونږ نور نه غواړو چې جنګ وکړو، او مونږ راځو چې د سولې پروسې سره یوځای شو،»

هغه وویل، «مونږ هیله لرو چې د سولې پروسه ژر تر ژره چټکه شي او طالبان وکولی شي چې راشي... او خپلې وسلې کېږدي،»

هغه وویل، «د اوربند د درې ورځو په ترڅ کې، طالبانو ولیدل چې خلک سولې ته څومره تږي دي. هغوی هم انسانان دي،‌ هغوی به د خلکو د دوستۍ او مینې احترام وکړي.‌ هغوی به راشي، او د سولې او د ورورګلویز ژوند لاره به انتخاب کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500