امنیت

د اوربند پای له افغانانو سره د طالبانو غلطې ژمنې رسوا کړې

د سلیمان راپور

افغان طالب اورپکي د غبرګولي په ۲۶ مه د جلال اباد په لمنه کې د کوچني اختر په دویمه ورځ هغه وخت له خلکو سره ولاړ دي چې هغوی د اوربند د لمانځلو لپاره لارو او کوڅو ته را ووتل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

افغان طالب اورپکي د غبرګولي په ۲۶ مه د جلال اباد په لمنه کې د کوچني اختر په دویمه ورځ هغه وخت له خلکو سره ولاړ دي چې هغوی د اوربند د لمانځلو لپاره لارو او کوڅو ته را ووتل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

کابل -- سیاسي او نظامي فشار،‌ د دیني عالمانو غوښتنو او د عامو خلکو له خوا د سولې لپاره زیاتېدونکو غږونود طالبانو مشران دې ته اړ کړل چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې له افغان حکومت سره په یوه لنډمهالي اوربند موافقه وکړي.‌

خو کتونکي وایي، چې د کوچني اختر (د غبرګولي ۲۵ - ۲۷ مې) لپارهد جګړو له لنډې وقفې څخه وروسته، د طالبانو د رهبرۍ د بېلابېلو ډلو اصلي رنګ او اراده ښیي چې په خپلو وعدو ولاړ نه دي.

ماتې شوې وعدې

افغان حکومت هره هڅه کړې چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي -- چې په کې د خپل ابتدایي یوه اونۍ اوږده اوربند لس ورځې نور غزول، جنګیالیو ته طبي او بشري مرستې ورکول، او د یو شمېر طالب بندیانو ازادول شامل دي.‌

افغان ولسمشر اشرف غني د غبرګولي په ۲۶ مه په ټوېټر وویل، «طالب بندیانو ته به هم اجازه ورکړل شي چې له خپلو کورنیو سره تماس ونیسي او ورسره وګوري،»

افغان د سولې فعالان د غبرګولي په ۲۸ مه وروسته له هغه کابل ته را ورسېدل چې هغوی له هلمند څخه پلی مزل را وکړ چې د جګړې پای ته رسول وغواړي. په لسګونو کسانو په سلګونو کیلومتره مزل راوکړ او پلازمېنې ته په داسې حال کې را ورسېدل چې طالبانو خپل درې ورځنی اوربند پای ته ورساوه.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان د سولې فعالان د غبرګولي په ۲۸ مه وروسته له هغه کابل ته را ورسېدل چې هغوی له هلمند څخه پلی مزل را وکړ چې د جګړې پای ته رسول وغواړي. په لسګونو کسانو په سلګونو کیلومتره مزل راوکړ او پلازمېنې ته په داسې حال کې را ورسېدل چې طالبانو خپل درې ورځنی اوربند پای ته ورساوه.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د نویو راپورونو په اساس، ۴۶ تنه طالب بندیان د ښه نیت د ښودلو لپاره د غبرګولي په ۲۵ مه ازاد کړای شول،‌ او غني وویل، چې دا کار «به جاري وساتي».‌

هغه ټویټ کړل، «مونږ د هر اړخیزو مذاکراتو لپاره چمتو یو، مونږ دې ته تیار یو چې د سولې په خبرو کې د ټولو هغو مسئلو او غوښتنو په هکله بحث وکړو چې وړاندې کړای شوي دي،»‌

د حکومت د غټو امتیازاتو په ردولو سره، طالبانو د اوربند اوږدول رد کړل، چې د هغو طالب جنګیالیو په شمول ډېر افغانان یې خفه کړل چې د کوچني اختر په ترڅ کې یې د ښارونو د ژوند او د افغان عوامو د تاوده هرکلي خوند څکلی وو.‌

دې ډلې همدارنګه تېره اونۍ د خپلو وسله والو فعالیتونو په بیا پیلولو سره د عامو خلکو باور هم له لاسه ورکړ.‌

د شک بله برخه د طالبانو د غبرګولي د ۱۹مې اعلان دی چې ویل یې هغوی به هغه بندیان خوشې کړي چې هغه «بیا د دښمن له لیکو سره یوځای نشي او د مجاهدینو پر ضد جګړه ونه کړي».‌

تر دې وخته،‌ یادې ډلې دا ژمنه نه ده پوره کړې.‌

دا لا روښانه نه ده چې څومره بندیان -- افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه یا ملکي خلک چې له حکومت سره د کارکولو په تور بندیان دي -- د طالبانو په محبسونو کې دي.‌

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش وویل، «په دې اعلان سره، چې هغوی به د امنیتي منسوبینو بندیان خوشې کړي، طالبان پروپاګند او غولوونکي تکتیکونه ترسره کوي او غواړي چې د ځان یو ښه تصویر جوړ کړي،»

هغه وویل، «خو حقیقت دا دی، چې دا ګروپ همېشه له خپلو یرغملیانو او بندیانو سره دومره غیرانساني چلند کوي چې خپل اکثر یرغملیان یې په وحشیانه ډول له منځه وړي دي،»

هغه وویل، «د مثال په توګه، طالب اورپکو په وروستیو کې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د خپلو هغو بندیانو، چې امنیتي منسوبین ول، پر مخونو تېزاب ور وشیندل.‌ هغوی په هلمند ولایت کې د خپلو بندیانو سرونه پرې کړل. په فراه کې، هغوی یو عسکر له خپل موټر څخه راښکته کړ او د هغه د کورنۍ په وړاندې یې وویشت.»

د بشري حقونو روانې سرغړونې

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي وویل، «د طالبانو له محبسونو څخه زمونږ څارنه او څېړنه ښیي چې دغه ډله د خپلو یرغملیانو او د جګړې د بندیانو په وړاندې ظالمانه او بې رحمانه چلند کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په فراه ښار د هغوی د وروستي برید په ترڅ کې، طالبانو له یوه نیول شوي پولیس افسر سره، چې ویډیو یې په رسنیو کې خپره شوه، ظالمانه چلند وکړ او بالاخره یې هغه وواژه،»

هغه وویل، «طالبان خپلو د جګړې بندیانو او یرغملیانو ته شکنجې ورکوي او ناوړه چلند ورسره کوي،‌ چې دا زمونږ لپاره یوه جدي اندېښنه ده،» صدیقي زیاته کړه، « د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه کوي چې د جګړې بندیانو او یرغملیانو سره دې د نړیوالو بشري حقونو په اساس چلند وشي،»

د افغان مدني ټولنې رییس عزیز رفیعي وویل، طالبان په نړۍ کې د نورو ترهګرو ډلو په څېر،‌ د بندیانو په وړاندې د ناوړه چلند له امله مشهور دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغه ګروپ هڅه کوي چې د اوربند په اعلانولو، د بندیانو په ازادولو او نورو تکتیکونو سره وخت واخلي او د خلکو نظرونه دوکه کړي،»

هغه وویل، «هغوی همېشه له خپلو یرغملیانو او بندیانو سره غیرانساني چلند کړی او په بې رحمۍ سره یې وژلي دي.‌ دغه ګروپ به د بندیانو په ازادولو کې خپله ژمنه پوره نه کړي.»

رفیعي وویل، «طالبان مات کړای شوي او خپل مورال یې له لاسه ورکړی دی. هغوی هم تر نظامي فشار لاندې دي او هم د خلکو د نظریاتو،‌ او د هغوی نظرونه په ټولنه کې ځای نه لري.»

د روژې په ترڅ کې وحشتونه

په ولسي جرګه کې د بدخشان یوه استازي عبدالولي نیازي وویل،‌په داسې حال کې چې د اختر اوربند یوه ښه وقفه وه،‌لاکن هغه د طالبانو مخکیني او ترې را وروسته ګڼ شمېر وحشتونه له منځه نه وړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د روژې په ترڅ کې... دغې ډلې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره په لسګونو عسکر او ملکي خلک ووژل،» او زیاته یې کړه چې د غبرګولي په ۲۳ مه «هغوی د بدخشان ولایت په جورم ولسوالۍ کې د تلاشۍ په یوه پوسته یوه ناڅاپي حمله وکړه. هغوی ۲۰ تنه عسکر ونیول او بیا یې ووژل.»

هغه وویل، «هغوی به هېڅکله هم خپلې ژمنې پوره نه کړي.‌ د اوربند اعلان ... او د بندیانو د خوشې کولو وعده د طالبانو نور چلونه او غولوونکي کارونه دي.»

په کابل کې د ټولنیزو رسنیو یوه فعال احمد شکېب، چې ۲۶ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «د روژې میاشت د اختر د ورځو په نسبت ډېر دیني ارزښت لري. که د طالبانو اصلي هدف سوله وي، بیا ولې هغوی د روژې په مقدسه میاشت کې اوربند او د بندیانو ازادول پیل نه کړل؟‌»

هغه وویل، «یادې ډلې د خدای او سولې په میاشت کې له بل هر وخت نه ډېر خلک ووژل. طالبان د خپل موجودیت په ټول عمر کې هېڅکله هم صادق نه ول او په دې توګه به هغوی د پخوا په څېر نویو وعدو ته هم ژمن پاتې نشي.»

هغه وویل، «د امنیتي منسوبینو د بندیانو د خوشې کولو د وعدې خلاف، هغوی تېر کال له ډېرو یرغملیانو څخه سرونه پرې کړي دي،» او زیاته یې کړه چې «هغه په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې لیدلي چې په کې طالب جنګیالي له خپلو بندیانو څخه سرونه پرې کوي او په خېټو یې ورته ږدي».‌

هغه وویل، «تر دې چې ما په ځینې ویډیوګانو کې لیدلي چې هغوی په دغو سرونو باندې فوټبال کوي،»

شکیب وویل، «د بندیانو ازادول یوه بله د دروغو لوبه ده چې دې ډلې شروع کړې ده،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

راپور ښه دی خو ماته داسې ښکاري چې بې طرفانه نه دی.

ځواب ورکړئ

دا هسې لوبې دي. لوبه ټوله د انګرېز، امریکا او پنجابي په لاس کې ده.‌ استخباراتي لوبې دي خو بدبختانه چې د لوبې قربانیان ټول افغان عوام دي.

ځواب ورکړئ