تکنالوژي

افغانستان غواړي چې د مخابراتو په سکتور کې له ۲ میلیارد ډالرو څخه ډېره پانګونه جلب کړي

د نجیب الله راپور

افغان پست رسوونکی سراج الدین د مرغومي په ۲۶ مه له یوه مشتري سره په داسې حال کې په ټیلیفون خبرې کوي چې هڅه کوي چې په کابل کې یو ادرس پیدا کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان پست رسوونکی سراج الدین د مرغومي په ۲۶ مه له یوه مشتري سره په داسې حال کې په ټیلیفون خبرې کوي چې هڅه کوي چې په کابل کې یو ادرس پیدا کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هیله لري چې د راتلونکیو څو کالو په ترڅ کې د افغانستان د مخابراتو د سکتور لپاره پانګونه کې له ۲ میلیارد ډالرو (۱۴۵ میلیارده افغانیو) څخه ډېره پانګونه جلب کړي.

د وزارت د تخنیکي چارو مرستیال سید احمد شاه سادات سلام ټایمز ته وویل، «د ازاد لاسرسي د پالیسۍ په تطبیق سره، دا وخت د نوري فایبر په برخه کې ۲۷ میلیارده افغانۍ (۳۸۰ میلیونه ډالر) پانګونه شوې او د سټیلایټ ټکنالوجۍ په برخه کې ۱۹ میلیارده افغانۍ (۲۷۰ میلیونه ډالر) پانګونه را روانه ده،»

د دغې پالیسۍ، چې په ۱۳۹۵ کال کې جوړه شوې، هدف دا دی چې «د خصوصي سکټور په مشرۍ د نوري فایبر او د براډ بینډ چټک مارکېټ له لارې یوه پایښت لرونکي انکشاف» ته لاره هواره کړي، او د مخابراتو په سکتور کې پانګوونکیو ته برابر فرصتونه په لاس ورکړي.

سادات د ۴ جي او ۵ جي انټرنټ، مخابراتي خدمت او په سوداګرۍ کې د ټکنالوجۍ استعمال د نورو داسې سکتورونو په نامه یاد کړل چې په راتلونکیو له درې څخه تر څلورو کالو پورې کې به ۲ میلیارده ډالر پانګونه په کې وشي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون، چې ولسمشر اشرف غني یې مشري کوي، د غوایي په ۲۴مه ۹ قراردادونه تصویب کړل، چې ۷ په کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ول، چې د نوري فایبر د شبکې د انکشاف پروژه، د موبایل مخابراتو د نړیوال سیستم (GSM) د ښه کولو سیستم او د افغان ټیلیکام اړوند د سلام مخابراتي شبکې لپاره د نورو اجزاو او تجهیزاتو برابرول احتوا کوي. [د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت]

د ملي تدارکاتو کمېسیون، چې ولسمشر اشرف غني یې مشري کوي، د غوایي په ۲۴مه ۹ قراردادونه تصویب کړل، چې ۷ په کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ول، چې د نوري فایبر د شبکې د انکشاف پروژه، د موبایل مخابراتو د نړیوال سیستم (GSM) د ښه کولو سیستم او د افغان ټیلیکام اړوند د سلام مخابراتي شبکې لپاره د نورو اجزاو او تجهیزاتو برابرول احتوا کوي. [د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت]

هغه وویل، په علاقه مندي لرونکيو افغان سوداګرو سربېره، ډېر اروپایان، امریکایان، چینایان، قرغزان او قزاقان علاقه مندي لري چې په افغانستان کې په دغو سکتورونو کې پانګونه وکړي.‌

هغه وویل، «په تېرو ۱۵ کالو کې د مخابراتو په سکټور کې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ (۲.۶ میلیارده ډالر) پانګونه شوې ده، چې دا یو ښه شمېر دی، خو کېدای شي چې دا پانګونه نوره هم زیاته شي،»

د قېمتونو راټیټول او د کیفیت ښه کول

اقتصادپوهان د افغانستان د مخابراتو د سکټور په هکله مثبت فکر لري، او وایي چې هغه دا قوت لري چې نوره پانګونه هم جلب کړي.‌

په کابل پوهنتون کې یوه اقتصاد پوه تاج محمد اکبر سلام ټایمز ته وویل، «په وروستیو کې، د مخابراتو په سکټور کې پانګونه شوې ده،‌ او دا سکټور د پانګونې نور فرصتونه هم لري،»

هغه وویل، «د زراعت په سکټور کې پانګونه کمه شوې ده، چې اکثر د وچکالۍ او نا امنۍ له امله ده. البته د مخابراتو سکټور هم له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی.»

اکبر وویل،‌حکومت باید د مخابراتو د لا نورې غوړېدا د هڅونې لپاره، د قېمتونو په راکمولو او د مخابراتو او ټکنالوجۍد خدمتونو د کیفیت په لوړولو تمرکز وکړي.‌

هغه وویل، «د مخابراتو په سکټور کې له ښې ودې سره سره، د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د هغه کیفیت ډېر ټیټ او قېمتونه جیګ دي. دا مسئله د حکومت ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.»

هغه وویل، «حکومت باید د داسې پانګونو کولو پر وخت د کاروونکیو مالي وضعه په پام کې ونیسي،» په داسې حال کې چې هغه یاده کړه چې د مخابراتي خدمتونو قېمت په تېرو ۱۰ کالو کې راټیټ شوی دی.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل اکبر مومند وویل، «د مخابراتي شرکتونو تر منځ د سیالۍ له برکته، د مخابراتي خدمتونو نرخونه یو څه راکم شوي دي، خو قېمتونه باید نور هم راټیټ شي.»

هغه، په داسې حال کې چې د مخابراتو په برخه کې د لا نورې پانګونې په هکله هیله مندي لرله، سلام ټایمز ته وویل، «څومره چې مونږ ډېره پانګونه ترلاسه کوو، هومره به رقابت زیاتیږي، چې هم د پانګوونکیو په ګټه دی او هم د خلکو، په دې شرط چې رقابت سالم وي،»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د کمپیوټر ساینس محصلې فرېبا نوري وویل، بې کاري او سخت مالي ټیلیفوني خدمت ته وس رسېدنه سختوي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د موبایل فون او انټرنټ اکثر کاروونکي ځوانان دي، چې ډېر یې زده کوونکي دي او له دې امله هغوی نشي کولی چې د قېمته خدمتونو نرخونه تادیه کړي. دا د حکومت وظیفه ده چې په مارکېټ کې د لا نور رقابت په رامنځته کولو،‌ او لا نورو پانګونو په راجلبولو سره نرخونه راټیټ کړي.‌

ولایتونه سره نښلول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت مرستیال، سادات، اطمینان ورکړ چې په نورې پانګونې او رقابت سره به قېمتونه راکم شي.

دا مهال، ۶ د مخابراتو کمپنۍ او له ۶۰ څخه ډېرې د انټرنټ کمپنۍ په افغانستان کې خدمتونه وړاندې کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې د ازاد لاسرسي پالیسي تطبیق شي او د نوري فایبر ټکنالوجي ټولو ولایتونو ته ورسېږي، نرخونه به راکم او کیفیت به ښه شي،»

هغه وویل، «زمونږ ټکنالوجي انکشاف مومي او هر هغه هېواد، چې په سوداګرۍ کې یې له ټکنالوجۍ څخه کار اخیستی دی، هغوی بریا ترلاسه کړې او پرمختګ کړی دی. مونږ هڅه کوو چې په سوداګرۍ او ټولنه کې د ټکنالوجۍ استعمال زیات کړو.»

هغه وویل، «د نوري فایبر ټکنالوجي ۲۵ ولایتونو ته رسېدلې او سره نښلولي یې دي، په داسې حال کې چې پاتې ولایتونه به په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کې سره وصل شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که د افغانستا دولت پر داسی یوه مخابراتی شرکت باندی سرمایه کزاری وکړی چی هغه د ولس لپاره خدمت وکړی او بی ځایه مشتریان په عذاب نکړی او پیسی بی موجبه ونه ګرځی نو به د افغانستان ملت پرتکنالوژی او دهغه نه وروسته پرمخابراتی شبکو باندی اعتماد پیدا کړی خو اوس محال دولت باید سلام مخابراتی شرکت ډیره توجو وکړی تر څو خدمتونه تر ولسوالیو پوری و غزیږی.

ځواب ورکړئ