امنیت

چارواکي: په ننګرهار کې داعش سخته ماتې وخوړه

د خالد زېري راپور

افغان او ایتلافي ځواکونو د غوایي په میاشت کې د هسکې مېنې او اچین ولسوالیو -- چې په ننګرهار کې د یادې ډلې دوه اصلي مرکزونه ول، له نیولو څخه وروسته د داعش د ملا تیر مات کړی دی.‌ وروسته،‌ د غبرګولي په ۳۰ مه، د ملي امنیت د ریاست منسوبینو د داعش ۵ تنه منسوبین، چې په جلال اباد کې یې عامه نظم له خطر سره مخامخ کړی وو،‌ ونیول.‌ [خالد زېری]‌

ننګرهار -- افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه او د ملي امنیت د ریاست منسوبین په ننګرهار ولایت کې د داعش جنګیالي له منځه وړي.‌

ځایي چارواکي وایي، چې داعش د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې مات شوی او په ډېرو محدودو غرنیو سیمو کې یوازې لږ شمېر جنګیالي پاتې دي چې هلته افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د هغوی پر ضد جنګ ته دوام ورکوي.

افغان او ایتلافي ځواکونو د غوایي په میاشت کې د ننګرهار د هسکې مېنې او اچین ولسوالیو،‌ چې د یادې ډلې لوی مرکزونه په کې ول، د ډېرو برخو په نیولو سره د داعش د ملا تیر مات کړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې د اچین ولسوالۍ په مامند او عبدلخېل درو کې ۹۰٪ داعش له منځه وړل شوی، او زیاته یې کړه چې د داعش غړو دا وړتیا له لاسه ورکړې چې په دغو سیمو کې جنګ وکړي.

په ننګرهار کې ځایي مقامات د غبرګولي په ۳۰ مه د داعش نیول شوي غړي رسنیو ته ښیي. [خالد زېری]

په ننګرهار کې ځایي مقامات د غبرګولي په ۳۰ مه د داعش نیول شوي غړي رسنیو ته ښیي. [خالد زېری]

په هسکه مېنه ولسوالۍ کې، چې یو وخت د داعش د خراسان څانګې مرکز بلل کېده، عملیات روان دي.

خوګیاڼي د غبرګولي په ۱۵ مه سلام ټایمز ته وویل، چې د غبرګولي په میاشت کې، افغان او ایتلافي ځواکونو د دغې ولسوالۍ په پاپین سیمه کې د داعش دوه مرکزونه ونیول، او «له ۱۰۰ څخه ډېر اورپکي» یې ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.

هغه وویل، د غبرګولي په ۱۴مه، په ننګرهار کې د داعش د قوماندان مولوي امین الله په کور «درنه بمباري» وشوه، او زیاته یې کړه چې امین الله «روغ پاتې شو، خو د هغه د کورنۍ ځینې غړي ټپیان شول».‌

د داعش ناکامۍ

یوې ځایي حکومتي سرچینې د نوم پټ ساتلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «وروسته له هغه چې، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش په مرکزونو باندې بمباري وشوه،»یادې ترهګرې ډلې د نجونو په ښوونځیو د بریدونو ګواښونه وکړل.‌

سرچینې وویل، «داعش د جنګ په میدان کې جنګ نشي کولی؛ له دې امله،‌هغهله ملکي خلکو او زمونږ له راتلونکي نسل څخه انتقام اخلي،او دا د داعش د ماتې یو ښکاره مثال دی،»

د ننګرهار والي حیات الله حیات د غبرګولي په ۱۷مه خبریالانو ته وویل، چې د داعش اورپکي مات کړای شوي،‌ او هغوی دا وړتیا له لاسه ورکړې چې مخامخ جګړه وکړي،»

هغه وویل، «هغوی په اچین ولسوالۍ او په پچیر اګام ولسوالۍ کې مات کړای شول.‌ هغوی په کوټ ولسوالۍ کې مات کړای شول؛‌ هغوی ونشوای کولی چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د پښې اېښودلو ځای پیدا کړي،‌ نو مونږ ویلی شو چې داعش نشي کولی چې بیا خپل سر پورته کړي، او په دې کې شک نشته چې هغه مات کړای شوی دی،»

د خوګیاڼي په وینا، په عین حال کې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د غبرګولي په ۲۹ مه په هسکه مېنه کې د داعش دوه مرکزونه، چې د کوچني اختر په ترڅ کې -- په جلال اباد او روداتو کې شوي-- ځانمرګي بریدونه په کې پلان شوي ول، ویجاړ کړل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د یادو دوه غټو مرکزونو له ویجاړېدا څخه وروسته، د داعش ۷ مهم غړي ... چې د داعش ګڼ شمېر بریدونه او چاودنې یې طرحه کړي ول ...‌ووژل شول،»

د چارواکو په وینا، عسکرو سهار وختي په عملیاتو کې د داعش ډېرې وسلې او مهمات ویجاړ کړل.‌

له دې جلا، د غبرګولي په ۳۰ مه،‌ د ملي امنیت د ریاست منسوبینو د داعش ۵ غړي رسنیو ته ور وښودل چې په جلال اباد کې یې عامه امنیت له خطر سره مخامخ کړی وو.

خوګیاڼي وویل، «دا ګروپ په دې ښار کې د داعش د شبکې یوه برخه وه چې د ملکي مامورینو او سوداګرو په تښتولو کې ښکېل وو،»

هغه وویل، «هغوی ماینونه جوړول او وسلې یې انتقالولې او په نورو تخریبي فعالیتو کې ښکېل ول. د دغو سړیو په نیول کېدلو سره به په ښار کې وضعه په پام وړ ډول ښه شي.»

بې ځایه شوې کورنۍ کورونو ته ستنېږي

د داعش په مؤثرې ماتې پسې، اوس ځایي چارواکي په پرمختیایي پروژو او د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په بیا ځای پرځای کېدلو باندې تمرکز کوي.‌

د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو د ریاست په وینا،‌په ننګرهار کې د ۱۳۹۵ د وري له میاشتې راهیسې له ۱۴۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي.‌

نیمې کورنۍ خپلو سیمو ته بېرته ستنې شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس نجیب الله قیومي سلام ټایمز ته وویل، «اکثر کورني بې ځایه شوي خلک د داعش له وېرې بې ځایه شوي ول، چې اکثر یې د اچین، هسکې مېنې، پچیر اګام او خوګیاڼو ولسوالیو څخه راغلي ول،»

هغه وویل، «له ۸۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بېرته خپلو کورونو او اصلي استوګنځایونو ته ستنې شوې، او د پاتې کورنیو له ډلې څخه اکثرو خواړه او نغدي مرستې ترلاسه کړي دي،»

والي حیات وویل، چې هغه له مرکزي حکومت څخه غوښتي چې د خلکو د کورونو، چې د داعش پر ضد د پوځي او استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ویجاړ شوي دي، په بیارغونه کې مرسته وکړي.‌

د ننګرهار د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ریاست رییس، محمد ادریس ساپي،‌ سلام ټایمز ته وویل،‌«نړیوالو مرستندویانو ژمنه کړې چې په اچین ولسوالۍ کې د هغو بزګرانو لپاره، چې ځمکې او کورونه یې ویجاړ شوي دي، د ۷۲ میلیونو افغانیو (۱ میلیون ډالرو) پروژې تطبیق کړي، نو مونږ به د هغوی کورونه بیا جوړ او په دې سیمه کې پروژې تطبیق کړو،»

هغه وویل، چارواکي به ژر هغه پیسې، چې وعده یې شوې ده، ترلاسه کړي او پروژه به پیل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500