تجزيه

آیا داعش د لویدیځ له خوا جوړ شوی دی؟

سلام ټایمز

ابوبکر البغدادي په ۱۳۹۳ کې د عراق په موصل کې په النوري جومات کې د داعش رامنځته کېدل اعلاموي. البغدادي عراقی دی او د داعش له رامنځته کولو څخه مخکې هم د القاعدې برخه وو.‌ [آرشیف]‌

ابوبکر البغدادي په ۱۳۹۳ کې د عراق په موصل کې په النوري جومات کې د داعش رامنځته کېدل اعلاموي. البغدادي عراقی دی او د داعش له رامنځته کولو څخه مخکې هم د القاعدې برخه وو.‌ [آرشیف]‌

په اسلامي نړۍ کې یوه تر ټولو ډېره مؤکده د توطیې تیوري دا ده چې داعشاو د هغه په څېر افراطي ډلې د لویدیځو هېوادونو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو له خوا رامنځته شوي دي.

دا تیوري،‌ چې وړاندیز کوي چې له دغو ډلو څخه په اسلامي هېوادونو کې د غرب د لاسوهنې د یوې بهانې په توګه کار اخیستل کیږي،‌ په اسلامي نړۍ کې د سیاستوالو په شمول په پراخه کچه خلکو کې د پام وړ ملاتړ لري.

ډېر پوهان، کارپوهان او دیني عالمان وایي چې دغه ډول تیوریانې دروغ دي او د دې لپاره خپرول کیږي چې په ځمکه موجود حقیقتونه پرې تحریف کړای شي.

په کراچۍ کې دیني عالم علامه احسن صدیقي چې د دینونو تر منځ د سولې او جوړجاړي د کمېسیون مشري کوي، وویل، «داسې تیوریو ته په ودې ورکولو سره، په حقیقت کې ځینې قوتونه غواړي چې خلک د اورپکو د نړیوالو شبکو د وحشتونو په هکله سربدال کړي،»

د ۱۳۹۵ په لوی اختر کې د داعش له خوا د خپرې شوې یوې ویډیو د سکرین عکس چې څو شېبې مخکې ترې د دغې ډلې یوه جنګیالي د سوریایي قربانیانو ستوني پرې کړل. یو کارپوه وایي، دې تیورۍ ته په ودې ورکولو سره، چې داعش د متحده ایالاتو له خوا جوړ شوی، 'په حقیقت کې ځینې ځواکونه غواړي چې د نړیوالو اورپکو د شبکو د وحشتونو په هکله د خلکو ذهنیتونه ګډوډ کړي، [آرشیف]

د ۱۳۹۵ په لوی اختر کې د داعش له خوا د خپرې شوې یوې ویډیو د سکرین عکس چې څو شېبې مخکې ترې د دغې ډلې یوه جنګیالي د سوریایي قربانیانو ستوني پرې کړل. یو کارپوه وایي، دې تیورۍ ته په ودې ورکولو سره، چې داعش د متحده ایالاتو له خوا جوړ شوی، 'په حقیقت کې ځینې ځواکونه غواړي چې د نړیوالو اورپکو د شبکو د وحشتونو په هکله د خلکو ذهنیتونه ګډوډ کړي، [آرشیف]

استخدام شوي کسان په یمن کې د داعش په یوه روزنیز کمپ کې لیدل کیږي.‌ یو کارپوه وایي،‌ 'داعش رامنځته شو او له خپلو وړتیاو څخه په استفادې سره یې خپل تهاجمي قوت او تکتیکونو ته انکشاف ورکړ. دا د باور وړ خبره نه ده چې هغه له سي آی ای یا بل چا څخه هدایات او لارښوونې ترلاسه کوي،» [آرشیف]

استخدام شوي کسان په یمن کې د داعش په یوه روزنیز کمپ کې لیدل کیږي.‌ یو کارپوه وایي،‌ 'داعش رامنځته شو او له خپلو وړتیاو څخه په استفادې سره یې خپل تهاجمي قوت او تکتیکونو ته انکشاف ورکړ. دا د باور وړ خبره نه ده چې هغه له سي آی ای یا بل چا څخه هدایات او لارښوونې ترلاسه کوي،» [آرشیف]

یو عکس، چې د داعش د پلوي ال وفا د رسنیو بنسټ له خوا خپور شوی دی، د داعش عناصر د جنګي روزنې د ترلاسه کولو پر وخت ښیي. یو څو هېوادونه، په ځانګړې توګه ایران، د خپلو ګټو د ساتنې او د خپلو کارونو له ملامتیا څخه د ځان خلاصولو لپاره د توطیې له تیورۍ څخه استفاده کوي. [آرشیف]‌

یو عکس، چې د داعش د پلوي ال وفا د رسنیو بنسټ له خوا خپور شوی دی، د داعش عناصر د جنګي روزنې د ترلاسه کولو پر وخت ښیي. یو څو هېوادونه، په ځانګړې توګه ایران، د خپلو ګټو د ساتنې او د خپلو کارونو له ملامتیا څخه د ځان خلاصولو لپاره د توطیې له تیورۍ څخه استفاده کوي. [آرشیف]‌

هغه وویل، په منځني ختیځ کې د داعش د رامنځته کېدا تاریخچه یې مثال دی، او یادونه یې وکړه چې «یو څوک کولی شي چې د هغه ریښې ابو مصعب الزرقاوي پورې ورسوي».‌

الزرقاوي چې یو اردنی اورپکی وو او په ۲۰۰۴ کال کې له القاعدې سره یوځای شو، له اسامه بن لادن سره د ملګرتیا ژمنه وکړه،‌ او وروسته په عراق کې د القاعدې لومړنی امیر وګرځېد.

په عراق کې ریښې

ابوبکر البغدادي -- چې اوس د داعش مشري کوي --یو کال وروسته، په ۲۰۰۵ کې وروسته له هغه له القاعدې سره یوځای شو چې په بغداد کې له کمپ بوکا محبس څخه راووت. هلته هغه وروسته له هغه بندي کړای شوی وو چې یوه تر تعقیب لاندې ترهګر سره په ملاقات نیول شوی وو.‌

هشام الهاشمي چې د داعش په هکله یې دوه کتابونه 'د داعش نړۍ' او 'داعش له دننه څخه' لیکلي، وویل، البغدادي په ۱۹۷۱ کې د جنوبي سمارا په ال جیلم کلي کې پیدا شوی، او وروسته د خپلو زده کړو د پوره کولو لپاره بغداد ته کډه شوی دی.‌

الهاشمي وویل، د عمر له لومړیو کلونو څخه، هغه له سلفي نظریې څخه متأثر شو،‌ او د بغداد د جومات د امامت پر وخت یې د خپلو افراطي نظریاتو لپاره تبلیغ ته مخه کړه.‌

البغدادي، چې د جيش الطائفة المنصورة په اورپکې ډله کې یو مشهور شخص وو، د هغه د تره د زوی ملا فوزي البدري له خوا القاعدې ته معرفي کړای شو، او د هغه وخت مشر الزرقاوي سره یې تعهد وکړ.

الزرقاوي د ۱۳۸۵ په غبرګولي کې د متحده ایالاتو په یوه برید کې ووژل شو.‌

الهاشمي وویل، «د الزرقاوي له وژل کېدلو څخه وروسته، البغدادي د ابوعمر البغدادي (حامد داود محمد خلیل ال زاوي) د رهبرۍ پر وخت د لیکې سر ته ووت،»

له هغې وروسته، هغه په عراق کې د القاعدې د مصري مشر ابو حمزه المهاجر تر لاس لاندې کار وکړ، «او دې ته یې لاره هواره کړه چې د داعش لارښود وګرځي».‌

الهاشمي یادونه کوي چې د المهاجر مړینې، چې په ۱۳۸۹ کې د عراقي ځواکونو له خوا ووژل شو، «البغدادي ته لاره جوړه کړه چې مشر شي».‌

هغه وویل، البغدادي ونومول شو «چې نوی غوړېدلی داعش رهبري کړي»، خو هغه خپلې هیلې پراخې وټاکلې، او د اسلامي خلافت د بیا احیا کولو خوب یې لیده.

الهاشمي وویل، «په ۱۳۹۰ کې، البغدادي په سوریه کې له ګډوډۍ څخه استفاده وکړه او خپل ځینې نژدې پلویان یې هلته ولېږل چې د القاعدې غړي چې د سوریې په ختیځ‌ کې ول،‌ دې ته وهڅوي چې د خلافت نظریه ومني او خپل اصلي ګروپ پرېږدي او له داعش سره، چې د قوت په لور یې ګامونه اخیستل، یوځای شي،»

د۱۳۹۲ د وري په میاشت کې، هغه وتوانېد چې بالاخره د سوریې هغه رهبري او ګروپونه چې په ایډیالوژیک ډول له القاعدې سره تړلي ول،‌ جلب کړي، او د داعش تاسیس یې اعلان کړ.

بې شمېره دروغ

د سیاسي چارو مصري محقق او د الازهر پوهنتون د شریعت او قانون د پوهنځي استاد عبدالنبي بکر وویل، په سیمه کې د ترهګرو ډلو پراختیا له بې شمېره دروغو سره مله وه.

هغه وویل، «د تاریخي او سیاسي حقیقتونو په ارزونې سره، مونږ په دغو ادعاو کې، چې نامعلومو خواوو ترویج کړې وې، ښکاره غلطۍ مومو،»

هغه وویل،‌ په دې ادعاو باندې په پراخ ډول باور کیږي،‌ او زیاته یې کړه «ځکه چې هغه په سیمه کې د ډېرو سیاستوالو له خوا تکرار شوي او تاکید پرې شوی دی».‌

بکر وپوښتل، «د مثال په توګه، کله چې داعش په عراق کې له القاعدې‌ څخه، چې د ابو مصعب الزرقاوي او له هغه څخه مخکې د بن لادن له خوا تاسیس شوې وه، په داعش واوښت، بیا څنګه کېدای شي چې هغه دې د متحده ایالاتو له خوا جوړ شوی وي؟»

په اسلام اباد کې د سولې د څېړنو د انستیتیوت مشر محمد امیر رانا وویل، دا بیخي روښانه ده چې داعش د القاعدې د پخوانیو مشرانو له خوا، چې په عراق او سوریه کې فعال ول، جوړ شوی دی.

عراقي کارپوه الهاشمي وویل، «داسې هېڅ نښه نشته چې وښیي چې داعش د امریکا پیداوار دی،»

هغه وویل، «دا تنظیم رامنځته شو او له خپلو مهارتونو څخه په استفادې سره یې خپل تهاجمي قوت او تکتیکونو ته انکشاف ورکړ. دا د باور وړ نه ده چې هغه، له نورو بنسټپالو تنظیمونو سره یوځای، له سي آی ای یا نورو څخه هدایات او لارښوونې ترلاسه کوي.»

د افغانستان د پکتیا ولایت پخواني والي جمعه خان همدرد وویل، «داعش د متحده ایالاتو له خوا نه دی جوړ شوی،»

هغه پوښتنه وکړه، «داعش د متحده ایالاتو تر ټولو لوی دښمن او ضد دی، څنګه کیدای شي چې یو څوک ووایي چې هغه د هغوی له خوا جوړ شوی دی؟»

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو وکیل امیرخان یار وویل چې متحده ایالات په افغانستان کې له داعش سره په جګړه کې دی.

هغه وویل، «په ننګرهار کې، مونږ ګورو چې هره ورځ هغوی د داعش د یاغیانو پر ضد جنګ کوي، هغوی د خپلو عسکرو قرباني ورکوي چې افغانستان ته ثبات راوړي،» او زیاته یې کړه چې متحده ایالات به «هېڅکله» د داعش ملاتړ ونه کړي.‌

د انحراف تکتیکونه

د قاهرې پوهنتون د ټولنپوهنې د پوهنځي پروفیسرې بسیمې حسني وویل، «د توطیې تیوري نوې نه ده،» او یاده یې کړه چې هغه «له یو لړ منظمو جوړو شویو دروغو څخه پرته نور هېڅ نه دي».‌

هغې وویل، کله چې دروغ د خلکو یا موسسو له خوا، چې د کتونکو یا مینه والو په وړاندې یې اعتبار لري، خپرېږي،‌ هغه «ته د حقیقت یا د یوې توطیې په سترګه کتل کیږي چې د په نښه شویو خلکو په وړاندې پلان کیږي،»

حسني وویل،‌ عام خلک معمولاً د دغو مسئلو تحقیق نه کوي، او ښایي چې د مشهورو څېرو د خبرو تر تاثیر لاندې راشي.‌

هغې زیاته کړه، دا ښایي د دې سبب شي چې خلک له اصلي ستونزې څخه مخ واړوي، چې دا د توطیې د تیورۍ اصلي غوښتنه ده،‌ او دا «تر ممکن حده د ستونزې د اوږدولو لپاره د انحراف یو فکټور» رامنځته کوي.

په عراق کې د مسلمانانو عالمانو مشر خالد ال ملا وویل چې «داعش د یوه امریکایي تولید په توګه په پام کې نیول» داسې یوه هڅه ده چې په اسلامي نړۍ کې د ترهګرۍ او افراطیت له ستونزې څخه د انحراف سبب کیږي.‌

هغه وپوښتل، «آیا د متحده ایالاتو لپاره دا منطقي ده چې د ۱.۵ میلیاردو مسلمانانو ذهنیت کنټرول کړي او ووایي چې هغه د مسلمانانو لپاره فیصلې جوړوي او ترسره کوي؟»

هغه وویل، «ولې مونږ په دې اعتراف نه کوو چې داعش د افراطي فکر، چې مذهبي کسان یې تبلیغوي، محصول دی چې غواړي د ځوانو مسلمانانو احساسات انحصار او د هغوی ذهنونه د خپلو ګټو او سیاسي نتایجو لپاره کنټرول کړي؟»

د ایران د رژیم رول

کارپوهان وایي، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ اکثر وختونه داسې د دروغو پروپاګند کوي چې په منځني ختیځ کې د روانو شخړو په اور لویدیځ هېوادونه او په ځانګړې توګه متحده ایالات تېل شیندي.‌

د الشرق د سیمه ییزو او ستراتیژیکو څېړنو د مرکز محقق فتحي السید چې د ایران په چارو کې تخصص لري، وویل، ایرانۍ رسنۍ په دوامداره توګه دې تیورۍ او ادعا ته وده ورکوي چې په سیمه کې ترهګریز بریدونه او پلانونه د هغې توطیې برخه دي چې متحده ایالاتو د سیمې د خلکو پر ضد جوړه کړې چې خپلې ګټې په کې ترلاسه کړي.

السید وویل،‌د توطیې د دې تیورۍ په پراختیا کې د ایران پلوي ډلې لکه د لبنان حزب الله مرسته کوي.

هغه زیاته کړه، د دې دروغو د خپراوي تر شا د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ لاس دی، او یاده یې کړه چې هغه د القاعدې په شمول افراطي ګروپونو ته په منظم ډول ملاتړ برابر کړی دی.‌

د الازهر د قانون پروفیسر بکر وویل، «د دې دروغو د خپراوي تر شا دلیل، لومړی دا دی چې د ایران انقلابي ګارډ څخه ملامتیا لیرې شي او دویم دا چې په سیمه کې د هغوی لاسوهنې ته دلیل برابر شي،»

هغه زیاته کړه، ایران د توطیې له دې تیورۍ څخه استفاده کوي، «چې په عربي سیمه کې شیعه فرقه په دې پلمه کنټرول کړيچې د امریکایي پروژې پر ضد درېږي او شیعه ګان د هغوی د وجود پر ضد د کېدونکو هڅو په وړاندې خوندي کوي»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هر ترهګر په ایران کې یوه ریښه لري. خدای دې ټول خراب کړي. خدای دې یې حال له دې نه بدتره او بې چاره کړي.

ځواب ورکړئ

السلام علیکم. زه مسلمان یم. زه واقعاً غواړم چې د دغې ډلې او خلکو په هکله وپوهېږم.

ځواب ورکړئ