تروريزم

په افغان سیکانو او هندوانو باندې د داعش له برید څخه وروسته غم او قهر

ای اېف پي

د افغانستان اقلیت سکه او هندو ټولنې په داسې حال کې، چې د خپلو عزیزانو د تدفین لپاره تیاری کوي، غم او غوسه څرګندوي.‌ یوه ځانمرګي بمي برید، د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۰ مه/ په جلال اباد، هغه ښار کې چې ولسمشر اشرف غني ورغلی وو، د ولسي جرګې په را روانو انتخاباتو کې د یوازني سک کاندید په شمول لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

جلال اباد -- د افغانستان اقلیت سکه او هندو ټولنې په داسې حال کې چې د خپلو هغو عزیزانو د تدفین لپاره تیاری کوي، چې د یوې ورځې مخکې په ځانمرګي برید کې ووژل شول، په ورته وخت کې غم او غوسه څرګندوي.‌

لږ تر لږه ۱۹ تنه افغانان هغه وخت ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر، د خلکو په یوه ګڼه ګوڼه کې، چې د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۰ مه/ یې په جلال اباد کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې لپاره انتظار کاوه، خپل ځان وچاوه.‌

غني له ننګرهار څخه د یوې دوه ورځنۍ کتنې په ترڅ کې په دغه ولایت کې وو. هغه ژوبل نشو.

چارواکو وویل، چې په وژل شویو کې د تلې د ۲۸مې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د یوازني سک کاندید اوتارسینګ خالصه او وتلي ټولنیز فعال راویل سینګ په ګډون ۱۷ سکان او هندوان شامل دي.‌

یوه سکه د چنګاښ په ۱۱ مه په جلال اباد کې له یوه ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته د تدفین د مراسمو په ترڅ‌ کې ژاړي. داعش د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یوه سکه د چنګاښ په ۱۱ مه په جلال اباد کې له یوه ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته د تدفین د مراسمو په ترڅ‌ کې ژاړي. داعش د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو سکه په جلال اباد کې د چنګاښ د ۱۰ مې له ځانمرګي برید څخه وروسته طبي درملنه ترلاسه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو سکه په جلال اباد کې د چنګاښ د ۱۰ مې له ځانمرګي برید څخه وروسته طبي درملنه ترلاسه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۹ مه په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته خبرې کوي. [د ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]‌

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۹ مه په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته خبرې کوي. [د ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]‌

پخوانی ولسمشر حامد کرزی (منځ) په یوه بې نېټې عکس کې د افغان سکانو له یوه مشر او د ولسي جرګې کاندید اوتارسینګ خالصه (ښی) سره، چې د چنګاښ په ۱۰ مه د داعش په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، ښکاري. [حامد کرزی/ټوېټر]

پخوانی ولسمشر حامد کرزی (منځ) په یوه بې نېټې عکس کې د افغان سکانو له یوه مشر او د ولسي جرګې کاندید اوتارسینګ خالصه (ښی) سره، چې د چنګاښ په ۱۰ مه د داعش په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، ښکاري. [حامد کرزی/ټوېټر]

اټکل ۱۰۰۰ تنه سکان او هندوان په افغانستان کې اوسېږي،‌ چې اکثر یې په جلال اباد،‌ غزني او کابل کې ژوند کوي.

نریندر سینګ په داسې حال کې، چې د خپل پلار، اوتارسینګ، جسد یې له روغتون څخه پورته کاوه، ای اېف پي ته وویل، «دغه برید زمونږ ډېر مشران، هغه چې له خپل وطن سره یې د بل هر څه په نسبت ډېره مینه لرله، ووژل.‌

هغه وویل، «مونږ مستقیم هدف وګرځېدلو. مونږ یوه غټه ټولنه وو، خو زمونږ له ډلې څخه ډېر لاړل.»

د ۲۰ سکانو او هندوانو یوې ډلې پلان درلود چې سهار د ولایت په ودانۍ کې له غني سره وګوري، خو هغه کتنه تر ماسپښین پورې وځنډول شوه.‌

سم چې د هغوی کاروان ودانۍ ته ورنژدې شو، هغوی د امنیتي ځواکونو له خوا ودرول شول او امر ورته وشو چې د تلاشۍ لپاره له خپلو موټرو څخه ښکته شي.‌

سینګ وویل، «په همدغه وخت کې یوه ځانمرګي بمي بریدګر، چې په پښو روان وو، زمونږ په منځ کې ځان وچاوه،»

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي خالصه د «زمونږ معزز هېوادوال او فعال مشر» په نامه یاد کړ.‌

کرزي د چنګاښ په ۱۰ مه په یوه ټویټ کې ولیکل،‌ «هغه یو په وطن مین افغان وو چې هیله یې لرله په راتلونکي پارلمان کې زمونږ د سکانو د ټولنې استازیتوب وکړي.‌ زه د هغه په مرګ ویر کوم او د هغه کورنۍ،‌ دوستانو او زمونږ د سکانو ټولنې ته خپل ژور تسلیت وړاندې کوم.»

داعش ادعا وکړهچې بریدهغوی ترسره کړی دی.‌

اوربند پای ته ورسېد

دغه بمي برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې غني افغان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د حکومت د ۱۸ ورځني اوربند له پای ته رسېدلو څخه وروسته دې خپل تهاجمي عملیات بیا له سره پیل کړي.‌

د حکومت یو طرفه اوربند د کوچني اختر لپاره د طالبانو د درې ورځني اوربند سره په یو وخت وو،‌خواورپکو دا ونه منله چې اوربند اوږد کړي.

غني وویل،‌اوربند «۹۸٪ بریالی» وو.‌

هغه خبریالانو ته وویل، «اوربند پای ته رسېدلی دی. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اجازه لري چې خپل پوځي عملیات بیا پيل کړي.»

هغه وویل،‌اوربند وښودله چې اکثر یاغیان سوله غواړي،او اوس «د طالبانو وار دی چې یو مثبت غبرګون وښیي».

هغه په یوه خبري کانفرانس کې وویل،‌ «زه تیار یم، چې اوربند هر وخت چې طالبان تیار وي، اوږد کړم،»

دغه بې سابقې اوربند په خپلسري ډول د طالب جنګیالیو،‌ امنیتي ځواکونو او جنګ ځپلیو ملکي خلکو له خوا ولمانځل شو.‌

خو په ننګرهار کې د داعش دوه ځانمرګو بریدونو، چې په لسګونو خلک یې ووژل، صدمه ور ورسوله. دغه ترهګر ګروپ د اوربند برخه نه وه‌.

په طالبانو باندې فشار راوستل

د شنبې په ورځ، د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس وېلز له کابل څخه لیدنه وکړه چې په طالبانو باندې د فشار اچولو هڅې ګړندۍ کړي څو د سولې په خبرو کې برخه واخلي.‌

تر اوسه پورې، طالبانو د سولې د مذاکراتو لپاره د غني وړاندیز له پامه غورځولی دی. پرځای یې، هغوی له متحده ایالاتو سره د مستقیمو خبرو په ترسره کولو تاکید کړی دی، چې واشنګټن په مکرر ډول رد کړی دی.‌

وېلز وویل، دا چې افغان حکومت او متحده ایالات دې ته تیار شول چې له شرطونو څخه پرته خبرې پیل کړي، اوس دا د طالبانو وظیفه ده چې غبرګون وښیي.‌

وېلز خبریالانو ته په خبرو کې، چې د یکشنبې تر ورځې پورې پټې وې، وویل، «زه فکر کوم چې د اوربند غبرګون د هر چا لپاره دا انګېزه رامنځته کوي چې د مذاکراتو له لارې د سیاسي حل د موندلو لپاره هڅې وکړي،»‌

«په ډېرېدونکي ډول زه فکر کوم چې په ساده عبارت دا د طالبانو لپاره د نه منلو وړ ګرځي چې خبرې دې ونه کړي.»

وېلز وویل، «اوس دا د طالبانو مشران دي...،‌ چې په افغانستان کې دننه نه اوسېږي، چې د مذاکراتو له لارې د سیاسي حل په لاره کې خنډ دي،»

وېلز، چې د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې خبرې ترسره کوي، وویل چې اسلام اباد باید ډېر نور څه وکړي چې په طالبانو فشار راوړي او هغوی د خبرو اترو مېز ته راولي.

هغې وویل، «پاکستان باید یو مهم رول ترسره کړي... خو مونږ تر اوسه پورې د اسلام اباد له خوا هغه مداوم او قاطع عمل نه دی لیدلی،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان سکان او هندوان د افغان ټولنې په منځ کې رنګین ګلونه دي. دا ګلونه دې تل تاند وي. مونږ له دوی سره د دوی د عزیزانو په مړینه سخت خفه یو. مرګ د افغانستان په دښمنانو.

ځواب ورکړئ