امنیت

له اوربند څخه وروسته په سلګونو طالبانو د جګړې ډګر ته له ستنیدو څخه انکار وکړ

د سلیمان راپور

د درې جنوبي ولایتونو په سلګونو قومي مشران د چنګاښ په ۶ مه په ګردېز کې سره راټول شول چې په طالب اورپکو باندې غږ وکړي څو د سولې لاره ونیسي او اوربند اوږد کړي. [د پکتیا ولایت د ویاند څخه په مننه]‌

د درې جنوبي ولایتونو په سلګونو قومي مشران د چنګاښ په ۶ مه په ګردېز کې سره راټول شول چې په طالب اورپکو باندې غږ وکړي څو د سولې لاره ونیسي او اوربند اوږد کړي. [د پکتیا ولایت د ویاند څخه په مننه]‌

کابل -- افغان چارواکي او اوسېدونکي وایي،‌په سلګونو طالب جنګیالي د کوچني اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند په ترڅ کې په ښارونو کې له کورنیوسره له لیدنو کتنو څخه وروسته بېرته د جګړې ډګرونو ته نه دي ستانه شوي.‌

د دفاع وزارت،‌ ولایتي چارواکو او د کابل د اوسېدونکیو په وینا،‌ دغو طالب جنګیالیو خپلو لیکو ته د ستنېدو پر ځای، خپلې وسلې ایښي، له خپلو کورنیو سره بېرته یوځای شوي او یو عادي ژوند یې پیل کړی دی.‌

طالبان کورونو ته ستانه شول

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت سلام ټایمز ته وویل، «د اوربند په ترڅ‌ کې، په پکتیا ولایت کې ډېر طالبان د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته راغلل.‌ په لسګونو دغه جنګ ځپلي طالبان،‌ چې په حقیقت پوه شول،‌ بېرته خپلو جنګي مرکزونو او د جګړې ډګرونو ته ستانه نشول.»

هغه وویل،‌«طالبان د غلط پروپاګند ښکار شوي ول،‌ چې د افغان حکومت او خلکو په وړاندې یې د هغوی ذهنیتونه خراب کړي ول،‌ خو کله چې هغوی د اوربند په ترڅ کې هغو سیمو ته، چې د حکومت له خوا کنټرولېدلې، ننوتل هغوی له حقیقت څخه خبر شول.»

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو قوماندان زرقاوي (چپ) د غبرګولي په ۲۶ مه له محلي اوسېدونکیو او افغان امنیتي ځواکونو سره خبرې کوي. هغه د کوچني اختر اوربند 'زما د ژوند یوه له ښو خاطرو څخه' وباله. [خالد زېری]‌

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو قوماندان زرقاوي (چپ) د غبرګولي په ۲۶ مه له محلي اوسېدونکیو او افغان امنیتي ځواکونو سره خبرې کوي. هغه د کوچني اختر اوربند 'زما د ژوند یوه له ښو خاطرو څخه' وباله. [خالد زېری]‌

حسرت وویل، «یو بل دلیل، چې ولې طالبان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه نشول، دا وو چې هغوی له اوږدې مودې څخه وروسته خپلو کورونو او کورنیو ته ستانه شول.‌ د هغوی کورنیو په هغوی باندې فشار واچاوه چې جنګ بس کړي ځکه چې د طالبانو له خوا روانه جګړه غیرمشروع او ورور وژنه ده.»

هغه وویل،‌«په پکتیا ولایت کې پراخ ولسي حرکتونه پیل شوي دي، او د داسې خوندي ځایونو د رامنځته کولو غوښتنه کوي چې له طالبانو سره په کې خبرې اترې وشي،»

حسرت د چنګاښ په ۱۲ مه سلام ټایمز ته وویل،‌«یوه د سولې غوښتنې غونډه د چنګاښ په ۶ مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې وشوه،‌ چې د پکتیا،‌ پکتیکا او خوست په سلګونو قومي مشرانو په کې برخه واخیسته.‌ هغوی په طالبانو غږ وکړ چې اوربند اوږد او بین الافغاني خبرې اترې پیل کړي.»

هغه زیاته کړه،‌ «که څوک د سولې او اوربند غوښتنه نه مني، دا په دې معنی چې هغه د خلکو پر ضد دی او هغوی به د هغه پر ضد ودرېږي،»

له جګړې څخه 'ستړي'

د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري سلام ټایمز ته وویل، «هغو طالب اورپکو، چې د اختر د درې ورځني اوربند په ترڅ‌ کې ښارونو او ولسوالیو ته راغلل، هغوی د افغانستان د سولې د عالي شورا له ولایتي کمېټو سره ولیدل،»

هغه وویل،‌«د هغوی له خبرو څخه څرګندېدله چې هغوی له جګړې څخه ډېر زیات ستړي شوي دي،»

«دغو طالب اورپکو زمونږ د سولې ولایتي کمېټو ته وویل چې هغوی به دا پیغام په خوښۍ سره د طالبانو مشرانو ته انتقال کړي،‌ چې هغوی اوربند اوږد کړي څو جګړه پای ومومي او د خلکو اواز واورېدل شي.»

د کندهار والي زلمي ویسا د چنګاښ په ۵ مه د دیني عالمانو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې وویل، «له اوربند څخه وروسته او د کعبې شریفې د امام په ویناو پسې په سلګونو طالبانو جنګ بس کړ،‌ وسلې یې کېښودې او خپل عادي ژوند یې پیل کړ،»

د بیت الله شریف امام شیخ عبدالرحمان السدیس د چنګاښ په ۱ د جمعې د لمانځه د خطبې په ترڅ کې په طالبانو غږ وکړ چې اوربند اوږد کړيڅو د بین الافغاني خبرو اترو لپاره شرایط برابر شي.‌

د سولې بهیر سره یوځای کېدونکیو ته ښه راغلاست ویل

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل،‌‌ «د اوربند په ورځو کې یو زیات شمېر طالبان زمونږ ښارونو ته راغلل،‌ چې خواوشا ۲۴۰۰ طالبان یوازې کابل ښار ته راننوتل. ښارونو او ولسوالیو ته د راغلیو طالبانو نیمایي شمېر بېرته د جګړې ډګرونو ته نه دي ستانه شوي،‌ او یو شمېر یې وار له مخه له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.»

هغه وویل، «د اوربند د ورځو په ترڅ کې،‌ چې طالب اورپکي زمونږ ښارونو ته راننوتل، عسکرو او ملکي خلکو هغوی ته تود هرکلی وویل او دغه کار طالبان احساساتي کړل. هغوی ویل چې د دواړو خواو په بیرغونو باندې د 'لا اله الاالله محمد رسول الله' کلیمه لیکل شوې ده، او له دې امله، په افغانستان کې جګړه د منلو وړ نه ده.»

رادمنش وویل، «پخوا مونږ په ۲۰ ولایتونو کې په جګړه بوخت وو، چې هلته مونږ پوځي عملیات ترسره کول، خو اوسد سولې د غږونو په زیاتېدلو او اوربند سره،جګړه کمزورې شوې او نا امني اوس یوازې له ۹ څخه ۱۰ ولایتونو ته محدوده شوې ده.»

د کابل ولایت یوه اوسېدونکي مشتاق علي زاده، چې ۲۶ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «طالب اورپکو، چې د اختر د درې ورځو په ترڅ‌ کې خپلو ولسوالیو او کلیو ته راغلي ول، له ملکي خلکو او حتی له امنیتي ځواکونو سره ولیدل،»

هغه وویل، «د هغه څه چې هغوی فکر کاوه پرعکس، هغوی په خپلو سترګو ولیدل چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې ټول اسلامي او افغاني اساسات په مناسب ډول تطبیقیږي او ترسره کیږي.‌ هغوی ډېرې اسانتیاوې او خوښۍ ولیدلې، او ویې لیدل چې هر څوک د ورونو په څېر ژوند او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار کوي.»

هغه وویل، «په نتیجه کې،‌ هغه طالبان، چې اصلاً د درې ورځنۍ اوربند د تېرولو لپاره راغلي ول، جنګ ته بېرته ستانه نشول،»

علي زاده وویل، «هغه د خلوص او ورورولۍ لاسونه، چې ملکي خلکو طالبانو ته ور اوږده کړل، او د افغان عوامو او امنیتي ځواکونو ښه چلند، طالبان دې ته جوړ کړل چې په خپلو تېرو غلطیو پوه شي او په جګړه او جنګ باندې خپلو کورنیو او عادي ژوند ته ترجیح ورکړي،»

د طالبانو مشران 'غلط تصویر' ورکوي

د کابل اوسېدونکي او د دنیا پوهنتون محصل یونس رحمتي، چې ۲۸ کاله عمر لري، وویل، «د طالبانو مشرانو خپلو جنګیالیو ته د حکومت او امنیتي ځواکونو یو غلط تصویر ورکړی دی، لکه دا چې وایي چې افغان حکومت او امنیتي ځواکونه کافران او د خارجیانو مزدوران دي چې اسلامي قوانین نه تطبیقوي، او په لسګونو نور غلط فکرونه، څو تر خپل لاس لاندې کسان دې ته وهڅوي چې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خو کله چې د طالبانو جنګیالي د اوربند د ورځو په ترڅ کې ښارونو ته راغلل، هغوی پوه شول چې هغه څه، چې د هغوی مشرانو ورته ویلي وو، غلط وو،»

«او د هغه څه پر عکس چې هغوی ویلي وو، د افغانستان خلک او افغان امنیتي ځواکونه په اسلام قوي باور لرونکي او د طالبانو په نسبت اسلامي ارزښتونو ته ډېر ژمن دي.»

رحمتي وویل، «طالب اورپکي له جګړې څخه ستړي دي. تر ټولو مهمه دا چې، کله چې هغوی زمونږ ښارونو ته راغلل او ویېلیدل چې ټول امنیتي ځواکونه افغانان دي او په خپل هېواد کې د سولې او ثبات لپاره جګړه کوي-- او نه د خارجیانو او نورو هېوادونو لپاره -- همدغه وخت طالب اورپکو جنګ او تاوتریخوالي ته 'نه' وویل.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500