زده کړه

د چارمغز کتابتون بس افغان ماشومانو ته د لوست اسانتیاوې برابروي

ای اېف پي

یوې افغانې ښځې، فرشتې کریم، د دې لپاره د کتابتون بس برابر کړی چې په کابل کې د ماشومانو د لوست او کیسو ویلو مهارتونه پیاوړي کړي. هره ورځ د کتابتون له بس څخه خواوشا ۳۰۰ ماشومان استفاده کوي. [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- د اوبرنګه بس ور پرانستل کیږي،‌ او په لسګونو ماشومان په خوشحالۍ سره ورپورته کیږي، چې د کابل په لومړني ګرځنده کتابتون کې هغه کتابونه ترلاسه کړي چې په سختۍ سره پیدا کیږي.

دغه ترتیب شوی بس، چې «چارمغز» نومېږي، د کابل په ګردجنو کوڅو کې د تېرېدلو پر وخت له یاده نه اېستل کېږي.‌

دغه ګرځنده کتابتون شاګردانو او د لارې د سر ماشومانو لپاره د ماشومانو هغو کتابونو ته،‌ چې په حکومتي ښوونځيو او کتابتونونو کې لږ پیدا کیږي، وړیا لاسرسی برابروي.‌

هغه همدارنګه له کور څخه بهر د ماشومانو لپاره له څو ځایونو څخه په یوه کې د استفادې اسانتیا برابروي. په دغه ښار کې موجوده وېره اکثر وختونه اوسېدونکي د بندو دروازو شاته ساتي.

افغان ماشومان د اپریل په ۴ مه په کابل کې د یوه ګرځنده کتابتون بس ته ورخېزي. دغه روان کتابتون شاګردانو او د لارې د سر ماشومانو لپاره په وړیا توګه د ماشومانو کتابونه، چې په حکومتي ښوونځیو او کتابتونونو کې لږ پیدا کیږي، وړاندې کوي. [شاه مری/ای اېف پي]

افغان ماشومان د اپریل په ۴ مه په کابل کې د یوه ګرځنده کتابتون بس ته ورخېزي. دغه روان کتابتون شاګردانو او د لارې د سر ماشومانو لپاره په وړیا توګه د ماشومانو کتابونه، چې په حکومتي ښوونځیو او کتابتونونو کې لږ پیدا کیږي، وړاندې کوي. [شاه مری/ای اېف پي]

افغان ماشومان د اپریل په ۴ مه په کابل کې د یوه ګرځنده کتابتون په بس کې کتابونه لولي. [شاه مری/ای اېف پي]

افغان ماشومان د اپریل په ۴ مه په کابل کې د یوه ګرځنده کتابتون په بس کې کتابونه لولي. [شاه مری/ای اېف پي]

افغان ځوانان د اپریل په ۴ مه په کابل کې د یوه ګرځنده کتابتون په بس کې کتابونه لولي. [شاه مری/ای اېف پي]

افغان ځوانان د اپریل په ۴ مه په کابل کې د یوه ګرځنده کتابتون په بس کې کتابونه لولي. [شاه مری/ای اېف پي]

د چارمغز تاسیسوونکې فرشته کریم (ښۍ) د می په ۱۲مه د ګرځنده کتابتون مخې ته ولاړه ده. فرشته کریم وایي، هغه هیله لري چې مرستې راټولې کړي او دوه نور داسې بسونه هم کرایه کړي. [چارمغز/فیسبوک]

د چارمغز تاسیسوونکې فرشته کریم (ښۍ) د می په ۱۲مه د ګرځنده کتابتون مخې ته ولاړه ده. فرشته کریم وایي، هغه هیله لري چې مرستې راټولې کړي او دوه نور داسې بسونه هم کرایه کړي. [چارمغز/فیسبوک]

په داسې حال کې چې ملکي خلک په کابل کې د طالبانو او داعش دواړو د بریدونو بیه پرې کوي، ډېر میندې او پلرونه -- چې تاوتریخوالي سختې ضربې ور رسولې دي، او یو شمېر یې وار له مخه د زیان له امله ویجاړ شوي دي -- نه پرېږدي چې ماشومان یې بهر عامو ځایونو ته لاړ شي.

چارمغز، چې هره ورځ تر ۳۰۰ پورې ماشومان ترې استفاده کوي، یوه نادره استثنا ده.‌

دغه موټر چې، د بسونو له یوې دولتي کمپنۍ څخه کرایه کړای شوی دی او له حکومتي ودانیو، لویو سړکونو یا نورو د ګڼه ګوڼې سیمو څخه، چې اورپکي یې په نښه کوي، لیرې ګرځي، د هغوی لپاره د لوست کولو، د شطرنج د لوبې کولو او د ملګرو د لیدلو په خاطر یو خوندي ځای دی.‌

یو له درې منتظمینو څخه په داسې حال کې، چې له المارۍ څخه کتابونه راوباسي او په په ور اوږدو شویو لاسونو کې یې ږدي، ماشومانو ته وایي، «هلکانو، تاسو شاته کېنئ او نجونو تاسو مخکې کېنئ. دا مهمه ده چې ترتیب مراعت شي،»

د دودیزو کتابتونو پر خلاف، چې هلته خبرې کول ښه نه بلل کیږي، د غږونو دوامدار ځوږ چارمغز ډکوي.

ماشومان په فرش باندې چې قالینه په کې غوړېدلې ده یا مېزونو ته کېني او د افغان خپرونکو له خوا د مرسته شویو خواوشا ۶۰۰ کتابونو څخه ځینې یې لولي.

۱۳ کلنې زهرا ای اېف پي ته وویل، «زه په اونۍ کې یو ځل بس ته راځم چې کتابونه ولولم. نن، زه په دې هکله لوست کوم چې څنګه خپله روغتیا ښه کړو.‌ زه په دې هکله لوست کوم چې زه باید څه وکړم او زه باید څه وخورم.»

هغې وویل، «کله چې زه کور ته لاړه شم،‌ زه هغه کیسې، چې زه یې لولم، له خپلو ورونو او خویندو سره شریکوم،»

د افغانستان د سواد د کچې پیاوړي کول

د کتابتون بس د فبرورۍ په میاشت کې د اکسفورډ پوهنتون د فارغې فرشتۍ کریم له خوا پیل شو.هغې خپل ځان په افغانستان کې د ماشومانو د لوست او د کیسو ویلو مهارتونو ته وقف کړی دی--او دا داسې یو فرصت دی چې هغې په خپل وړوکوالی کې نه درلود.

فرشته کریم په پاکستان کې په کډوالۍ کې لویه شوه او په ۲۰۰۲ کې د طالبانو له نسکورېدلو څخه وروسته افغانستان ته ستنه شوه. هغې خپله د لېسانس ډګري په کابل کې بشپړه کړه او بیا د چیوننګ سکالرشېپ له ګټلو څخه وروسته لاړه او په اکسفورډ پوهنتون کې یې په عامه پالیسۍ کې ماسټري وکړه.

فرشتې، چې ۲۶ کاله عمر لري، ای اېف پي ته وویل، «مونږ چې ماشومان وو، مونږ د ماشومانو لپاره کتابتونونو ته لاسرسی نه درلود،»

«زما یاد شي، مونږ چې ماشومان وو او په ښوونځي کې وو مونږ حتی چوکۍ هم نه لرلې -- مونږ به د درس ویلو لپاره په فرش باندې کېناستو.»

فرشتې وویل،‌ د کتابتون بس د اونۍ په ورځو کې د ښوونځیو، پارکونو یا دارالایتامونو څنګ ته ودرېږي او یوه مؤثره لاره ده چې ډېرو ماشومانو ته اسانتیا برابروي چې کولی شي د افغانستان د سواد د ټیټې درجې، چې یوازې ۳۶٪ ده، په پیاوړتیا کې مرسته کوي.‌

شفیع الله، چې پخوا یې د کابل په لوی عامه کتابتون کې کار کاوه او اوس له په ګټه نه ولاړو موسسو سره د ماشومانو د کتابونو په خپرولو کې مرسته کوي، وویل، ان اوس هم په افغانستان کې ډېر حکومتي ښوونځي کتابتونونه نه لري.

هغه ای اېف پي ته وویل، «ځوانان د ښوونځیو له درسي کتابونو څخه پرته بېلابېل ډول کتابونو ته لاسرسی نه لري، او هلته یوازې یو څو غیرحکومتي موسسې دي چې ځینې وختونه د ماشومانو لپاره د کتابونو په خپرولو کې مرسته کوي.»

ماشومان په ښوونځیو کې ډېر محدود وخت لګوي. د ایشیا فاونډېشن له خوا په ۲۰۱۷ کې د یوې ترسره شوې سروې په اساس، افغانان په اوسط ډول ۴.۶ کاله رسمي ښوونه او روزنه ترلاسه کوي.

فرصتونه پراخول

په چارمغز کې، ۱۵ کلن عباس خپلو ملګرو ته د روستم او د هغه د زوی سهراب، چې د پاړسي اسطورو اتلان دي، غمجنه کیسه لولي.‌

هغه وویل، د کتابتون بس هغه ته داسې کتابونو ته لاسرسی برابر کړ چې هغه په خپل ښوونځي کې نشوای موندلی.

هغه ای اېف پي ته وویل، «په ښوونځي کې تاسو یو محدود انتخاب لرئ. تاسو ډېر زیات کتابونه نه لرئ. خو دلته تاسو بېلابېل ډول کتابونه موندلی شئ،»

رسمي ارقام ښیي، چې سږ کال په افغانستان کې له ۸ میلیونو څخه ډېر ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړای شوي دي، خو ۳.۵ میلیونه نور د ښوونځي د عمر ماشومان به د جنګونو او فقر په نتیجه کې د ښوونځیو د بندښت له امله دا فرصت ترلاسه نه کړي.‌

فرشته کریم تمه لري چې دغسې ګرځنده کتابتون کولی شي چې د افغانستان په څېر یوه هېواد کې د سواد په برخه کې ښه والی راولي‌.‌

خو فرشتې وویل، چې دا شروع ده،‌ او هغه هیله لري چې مرستې ترلاسه کړي چې دوه نور بسونه هم کرایه کړي.

هغې وویل، «زه فکر نه کوم چې یو ګرځنده کتابتون به زرګونه ستونزې، چې مونږ یې د ښوونې په برخه کې لرو، حل کړي،خو یو ګرځنده کتابتون د ډېرو هڅو په منځ کې، چې مونږ یې باید وکړو، یوه وړه هڅه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو د مرستې له امله ډېره مننه

ځواب ورکړئ