امنیت

د نورستان اوسېدونکو طالبانو ته: سوله وکړئ که نه له ولسي پاڅون سره به مخامخ شئ

د خالد زېري راپور

د نورستان ولایت په سلګونو قومي مشران او ديني عالمان د چنګاښ په ۱۲مه په واما ولسوالۍ کې راټول شول، او په طالب اورپکو یې غږ وکړ چې د سولې لاره ونیسي که نه له ولسي پاڅون سره به مخامخ شي. [خالد زېری]‌

د نورستان ولایت په سلګونو قومي مشران او ديني عالمان د چنګاښ په ۱۲مه په واما ولسوالۍ کې راټول شول، او په طالب اورپکو یې غږ وکړ چې د سولې لاره ونیسي که نه له ولسي پاڅون سره به مخامخ شي. [خالد زېری]‌

جلال اباد -- د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې له ۲۰۰ څخه ډېرو قومي مشرانو او دیني عالمانو د سولې له روانو هڅو او د حکومت له خوا وړاندیز شوي اوربند څخه ملاتړ اعلام کړ.

په یوه غونډه کې، چې د چنګاښ په ۱۲مه ترسره شوه، هغوی په طالب اورپکو باندې غږ وکړ چې جنګ بس کړي که نه ولس به یې په وړاندې پاڅون وکړي.

قومي مشر محمد مدني د غونډې برخه والو ته وویل، «دا جنګ د افغانانو او اسلام په ګټه نه دی؛‌ دا باید ودرېږي او افغانان باید یو سوله ییز ژوند ولري،»

هغه وویل،‌ «مونږ بل هېڅ انتخاب نه لرو.‌ مونږ هغوی ته څو ځلې د سولې وړاندیز وکړ.‌ کله چې هغوی سوله کول ردوي، بالاخره د ملت د صبر کاسه به ډکه شي، او مونږ به د اورپکو پر ضد ودرېږو.»

یوه قومي مشر لطف الله غونډې ته وویل، «افغان ملت له ۴۰ کالو راهیسې کړېږي او یوه ورځ یې خوشحاله نه ده لیدلې. مونږ د کعبې شریفې د امام د خبرو ستاینه کوو چې ویلي یې دي چې په افغانستان کې روانه شخړه اسلامي صبغه نه لري؛‌ هغه یوه کورنۍ جګړه ده او 'جهاد' نشي بلل کېدای.»‌

په مکه کې د بیت الله شریف امام شیخ عبدالرحمان السدیس د چنګاښ په ۱ د جمعې د لمانځه په خطبه کې پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند اوږد کړيڅو د یوه بین الافغاني ډیالوګ لپاره لاره هواره شي.

لطف الله وویل، «مونږ طالبان دې ته رابلو چې جنګ بس کړي. مونږ باید سره ګډ کېنو او په سوله او ارام کې ژوند وکړو.»

د سولې لپاره تنده

دینی عالم احمد محمدي په غونډه کې وویل، «افغانان سولې ته داسې اړتیا لري لکه یو تږی شخص چې اوبو ته اړتیا لري.‌ سوله یو اسماني حکم دی، او افغانان سوله غواړي.»

هغه وویل، «مونږ له جګړې او ورور وژنې څخه ستړي یو او نور جنګ او درد نشو زغملی، نو دواړه لوري دې ته اړتیا لري چې یو له بل سره د جګړې پر ځای د خبرو له لارې ستونزې حل کړي،»

په مشرانو جرګه کې د نورستان ولایت یوه استازي عبداللطیف نهضتیار په غونډه کې وویل، «زمونږ خلکو پرېکړه کړې چې که طالبان د خلکو او حکومت د سولې هڅو ته مثبت ځواب نه لري او بیا هم په جګړه باندې تاکید کوي، خلک به د هغوی پر ضد راپورته شي،»

نهضتیار وویل، «د قران کریم د آیت په اساس چې وایي، 'که د مسلمانانو دوه ډلې یو د بل پر ضد جګړه کوي، د هغوی تر منځ سوله وکړئ.خو که یو لوری دا ردوي چې سوله وکړي، د هغه لوري پر ضد چې تجاوز کوي تر هغه وخته پورې وجنګېږئ چې هغوی سوله قبوله کړي'... دیني عالمانو همدارنګه فیصله وکړه چې که اورپکي سوله کول رد کړي، مونږ ټول به وسلې اخلو او د هغوی پر ضد به جنګ کوو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو

ځواب ورکړئ