تروريزم

په جلال اباد کې د داعش د برید په ترڅ کې ژړېدونکي ماشومان لمبو 'وخوړل'

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغانان د چنګاښ په ۱۹مه په جلال اباد کې د داعش له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته، چې لږ تر لږه ۱۲ کسان یې ووژل، په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

افغانان د چنګاښ په ۱۹مه په جلال اباد کې د داعش له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته، چې لږ تر لږه ۱۲ کسان یې ووژل، په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

جلال اباد -- چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي بمي برید د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۹مه/ لږ تر لږه ۱۲ تنه افغانان ووژل او یوه نژدې پټرول پمپ ته یې اور ورته کړ، او عیني شاهدانو وویلؤ چې قربانیان چې چیغې یې وهلې، د اور د لمبو «خوراک» شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې بمي بریدګر په پښو روان وو او په خپلې چاودنې سره یې افغان امنیتي ځواکونه په نښه کړل، خو اکثر وژل شوي کسان ملکیان دي.

هغه ای اېف پي ته وویل، په مړو کې ۱۰ تنه ملکیان دي او په چاودنه کې لږ تر لږه ۵ کسان ټپیان شوي دي.

اکثر قربانیان ماشومان دي

ازادۍ راډېو د ولایتي شورا د یوه غړي سهراب قادري له قوله خبر ورکړ چې، «اکثر قربانیان ماشومان ول چې د ځانمرګي برید په ساحه کې یې د موټرو د وینځلو په یوه ځای کې کار کاوه،»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ټوېټر له لارې وویل، «زمونږ د جنوبي اسیا ستراتیژي د افغانستان خلکو او د هغوی امنیتي ادارو ته یو روښانه پیغام ورکوي چې مونږ به د هغوی د هېواد او خلکو د دفاع لپاره جګړه کې د هغوی مرسته وکړو. هغه طالبانو ته یو روښانه پیغام ورکوي چې هغوی دې دا تمه نه کوي چې مونږ به وځو.» پومپیو (چپ) او افغان ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۸ مه یو ګډ خبري کانفرانس ورکړ. [د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر/ټوېټر]‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ټوېټر له لارې وویل، «زمونږ د جنوبي اسیا ستراتیژي د افغانستان خلکو او د هغوی امنیتي ادارو ته یو روښانه پیغام ورکوي چې مونږ به د هغوی د هېواد او خلکو د دفاع لپاره جګړه کې د هغوی مرسته وکړو. هغه طالبانو ته یو روښانه پیغام ورکوي چې هغوی دې دا تمه نه کوي چې مونږ به وځو.» پومپیو (چپ) او افغان ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۸ مه یو ګډ خبري کانفرانس ورکړ. [د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر/ټوېټر]‌

د روغتیا ریاست رییس نجیب الله کامه وال د تلفاتو شمېر تایید کړ او ویې ویل چې روغتون ته ورغلیو قربانیانو کې ځینې یې سخت سوزېدلي دي.

ابراهیم، چې د چاودنې پر وخت په خپل دوکان کې دننه ناست وو، ای اېف پي ته وویل، «ما درې کسان ولیدل چې اور یې اخیستی وو او چیغې یې وهلې،»

هغه وویل، «ما چې ورمنډه کړه چې مرسته ورسره وکړم، اور هغوی په ځان کې ونغاړل. ما ونشوای کولی چې له هغوی سره مرسته وکړم، او منډه مې کړه چې خپل ځان وژغورم،»

حاجي علي خان ای اېف پي ته وویل چې هغه لږ تر لږه ۸ موټرې چې اور یې واخیست او «۷ کسان چې په اور کې وسوزېدل» ولیدل.‌

طلوع نیوز یوه ویډیو آنلاین خپره کړې چې ښیي چې په سیمه کې یو شمېر موټرونه او دوکانونه سوزېدلي دي.‌

داعش د خپل تبلیغاتي اژانس اعماق له لارې د پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

داعش په وروستیو اونیو کې په دغه ولایت کې په داسې حال کې د یو شمېر ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو ادعا کوي، چې ایتلافي او افغان ځواکونه د دغې ډلې پر ضد تهاجمي عملیاتو ته دوام ورکوي.‌

په جلال اباد کې تر ټولو وروستي برید د چنګاښ په ۱۰مه هغه وخت ‍۱۹ کسان ووژل او ۲۱ تنه نور ټپیان کړلچې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د افغان سکانو او هندوانو د ګڼه ګوڼې په منځ کې ځان وچاوه.

یادې ډلې انتظار کاوه چې له افغان ولسمشر اشرف غني سره، چې له جلال اباد ښار څخه یې لیدنه کوله، وګوري چې بمي بریدګر برید وکړ.‌

له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره هیله

د نن ورځې بمي برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو کېدلو ته «هیله» څرګنده کړه.

پومپیو له افغان ولسمشر اشرف غني سره په کابل کې په یوه ګډ خبري کانفرانس کې وویل، «د پرمختګ یو عنصر هغه ظرفیت دی چې مونږ یې اوس لرو او هغه دا باور دی چې مونږ اوس هیله لرو،»

هغه وویل،‌«اوس ډېر طالبان په دې پوهېږي چې هغوی نشي کولی چې له پوځي لارې جنګ وګټي،»

پومپیو د وري په میاشت کې د جیګپوړي امریکایي ډپلوماټ په توګه له سوګند پورته کولو څخه وروسته په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې تر ده مخکې تېره میاشت طالبانو او کابل د کوچني اختر په ترڅ کې یو بې سابقې اوربند کړی وو.

افغان امنیتي ځواکونو او طالب اورپکو هغه رخصتۍ په ګډه سره په لارو او کوڅو کې ولمانځلې.

داعش د یاد اوربند برخه نه وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500