امنیت

د داعش او طالبانو تر منځ نښتو د چپې درې اوسېدونکي د سیمې پرېښودلو ته مجبور کړل

د خالد زېري راپور

طالب اورپکي په ۱۳۹۵ کې د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې روان دي. [آرشیف]

طالب اورپکي په ۱۳۹۵ کې د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې روان دي. [آرشیف]

کونړ -- ځایي چارواکي وایي، د داعش او طالبانو د ډلې غړي یو ځل بیا د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې یو د بل پر ضد جګړه کوي.

دواړو خواوو ته یو شمېر اورپکي وژل شوي دي، او جګړې خلک دې ته اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي او ګاونډیو سیمو ته وکوچېږي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د چنګاښ په ۱۴مه سلام ټایمز ته وویل، «نښتې د چنګاښ په ۷ مه د چپې درې ولسوالۍ په لوړو برخو کې پیل شوې. ان اوس هم،‌ هغوی وخت په وخت یو پر بل ډزې کوي،»

هغه وویل، «تر ۵۰ یا ۶۰ پورې کورنۍ له سیمې څخه وتلي دي ځکه چې داعش او طالبانو درنه جګړه پیل کړې ده،»

هغه وویل، «زمونږ د معلوماتو په اساس، طالبانو د داعش ۱۰ غړي او داعش د طالبانو ۵ غړي نیولي دي. د قوماندانانو په شمول ځینې وژل شوي دي.»

د کونړ د والي ویاند غني مصمم سلام ټایمز ته وویل، «داسې ښکاري چې جګړه د لنډ وخت لپاره ودرېدلې ده، خو هغوی یو د بل پر ضد سنګرونه نیولي دي،»

د ځایي خلکو ستونزې دوام مومي

د چپې درې ولسوالۍ د چلاس سیمې اوسېدونکي فقیرالله، چې ۳۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «داعش او طالبان له نورو ولسوالیو څخه راغونډ شوي، او له تېرو څو ورځو راهیسې، هغوی یو د بل پر ضد وقفه یي جنګ کوي. که د طالبانو جنګیالي په یوه غره کې مورچلونه ونیسي، د داعش غړي په بل غره کې مورچلې نیسي.»

هغه وویل، نښتو ځایي اوسېدونکي مجبور کړي چې له سیمې څخه وځي.

فقیرالله وویل، «هغوی مجبور دي چې یا له طالبانو سره ودرېږي یا له داعش سره، که نه باید له سیمې څخه وځي. له دې امله، ډېرو اوسېدونکیو سیمه پرېښوده او ماڼوګي، وټه پور ولسوالۍ او د ولایت مرکز اسد اباد ته لاړل.»

هغه وویل،‌«مونږ نه داعش غواړو نه طالبان. مونږ یو سوله ییز ژوند غواړو. دا دواړه ګروپونه یوازې جنګ پېژني، او بس.»

د کونړ ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو ریاست رییس شفیق الله مومند تایید کړه چې، «یو شمېر کورنۍ د طالبانو او داعش تر منځ د جګړې له امله له چپې درې ولسوالۍ څخه کوچېدلي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ یوه سروې پیل کړې چې معلومه کړو چې څومره کورنیو سیمه پرېښې ده،‌ او کله چې مونږ خپله سروې بشپړه کړو، مونږ به له هغوی سره مرسته وکړو،»

حکومتي عملیات

د کونړ ولایتي چارواکي وایي، هغوی اراده لري چې د داعش او طالبانو تر منځ له روان جنګ څخه ګټه واخلي.

دهقان وویل، «مونږ پلان لرو چې عملیات ترسره کړو او دواړه ګروپونه وځپو. اوس زمونږ عملیات روان دي، او مونږ پلان لرو چې په چپه دره ولسوالۍ کې هم عملیات ترسره کړو څو داعش او طالبان له منځه وېسو.»

هغه وویل،«له طالبانو سره د اوربند ورځې پای ته رسېدلي، او اوس امنیتي ځواکونو هم په طالبانو باندې بریدونه پیل کړي دي. مونږ غواړو چې دا دواړه ګروپونه له منځه وېسو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د معلوماتو لپاره

ځواب ورکړئ