تروريزم

د داعش بمي بریدګر په داسې حال کې په کابل کې برید وکړ چې د ملګرو ملتونو راپورونه د ملکي خلکو په مړینه کې د ډېرښت ادعا کوي

ای اېف پي

افغان رضاکاران یو ټپي کس وروسته له هغه روغتون ته انتقالوي چې یوه برید د جولای په ۱۱مه په جلال اباد کې د پوهنې ریاست یوه وداني په نښه کړه. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان رضاکاران یو ټپي کس وروسته له هغه روغتون ته انتقالوي چې یوه برید د جولای په ۱۱مه په جلال اباد کې د پوهنې ریاست یوه وداني په نښه کړه. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ /د جولای ۱۵ مه/ څو ساعته مخکې له هغه، چې په کابل یو بل ځانمرګی برید وشي، راپور ورکړ، چې د افغان ملکيانو شمېر، چې د هېواد په اوږده شخړه کې وژل شوي دي، د ۲۰۱۸ عیسوي کال په لومړیو کې د ریکارډ وړ لوړې درجې ته رسېدلی دی.

د ۱۶۹۲ مرګونو شمېر د تېر کال د عین مودې په نسبت ۱٪ زیات او له هغه وخت راهیسې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی هیئت د ریکارډونو ساتل پیل کړي، تر ټولو زیات وو.

په راپور کې راغلي، چې ۳۴۳۰ کسان نور ټپیان شوي دي،‌ چې د تېر کال د عین مودې په نسبت ۵٪ کم دي.

یوناما ۵۲٪ ملکي تلفات چې د ځانمرګو او پېچلیو بریدونو په وسیله رامنځته شوي -- چې ۱۴۱۳ ټول (۴۲۷ مړه او ۹۸۶ ټپیان) دي -- مسؤلیت داعش ته، چې معمولاً په کابل او ننګرهار ولایت کې، چې په ۲۰۱۴ کې په افغانستان کې له سر راپورته کولو څخه وروسته هلته مستقر شول، راجع کړي دي.‌

د ناټو او افغان کمانډو ځواکونو دا عکس د جولای په ۷ مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې اخیستل شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د ناټو او افغان کمانډو ځواکونو دا عکس د جولای په ۷ مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې اخیستل شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د افغان کمانډو یو سرتېری د جنورۍ په ۲۰ مه په کندوز ولایت کې د یاغیانو ضد عملیاتو کې متقابل ډز کوي. [د متحده ایالاتو هوايي ځواک]‌

د افغان کمانډو یو سرتېری د جنورۍ په ۲۰ مه په کندوز ولایت کې د یاغیانو ضد عملیاتو کې متقابل ډز کوي. [د متحده ایالاتو هوايي ځواک]‌

په دغې کټیګورۍ کې د ۴۰٪ مسؤل طالبان بلل شوي دي.

په کابل کې یوه بله مرګونې ورځ

چارواکو وویل، د راپور له خپرېدا څخه څو ساعته وروسته، یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزارت مخې ته خپل ځان ته په داسې حال کې چاودنه ورکړه چې کارکوونکي له دفترونو څخه روان ول، چې لږ تر لږه ۷ کسان یې ووژل او له ۱۵ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

د SITE د څارنې د ادارې له خوا د یوه ترجمه شوي راپور په اساس، له وزارت څخه بهر چاودنه -- چې په څو میاشتو کې دننه په دې ودانۍ دویم برید وو -- د داعش له خوا وشوه.

د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي وویل، په ۷ وژل شویو کسانو کې ملکي خلک او امنیتي ځواکونه شامل دي. یوې افغان امنیتي سرچینې د مړینې شمېر تایید کړ.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند وویل، بمي بریدګر په داسې وخت کې په امنیتي دروازه برید وکړ چې کارمندان د ګڼه ګونې پر وخت په وتلو ول.

ستانکزي وویل، دغه وخت امنیتي ځواکونه او د بهرنیو مشاورینو یو موټر په صحنه کې موجود ول، او زیاته یې کړه چې دقیق هدف معلوم نه دی.‌

هغه وویل، چاودنې موټر خراب کړ خو بهرنیانو ته څه تلفات ور ونه رسېدل.

د جون په ۱۱ مه، د داعش یوه بمي بریدګر هغه وخت ځان وچاوه چې د وزارت کارمندان په روژه کې وختي کورونو ته په بس کې د تګ لپارهپه کتار کې ولاړ ول، چې ۱۳ کسان یې ووژل او ۳۱ نور یې ټپیان کړل.‌

د داعش د بریدونو لړۍ

د یکشنبې د ورځې بمي برید د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د وروستیو بریدونو له یوې سلسلې څخه وروسته کیږي چې د ډېرو مسؤلیت یې داعش پر غاړه واخیست.‌

د جولای په ۱۱ مه،‌لږ تر لږه ۱۱ کسان وروسته له هغه ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول چې وسله والو سړیو په جلال اباد کې د پوهنې ریاست په یوه ودانۍ برید وکړ.‌

وژل شوي ټول د پوهنې ریاست د مدیریت کارمندان ول چې مدیر یې هم په کې شامل وو. ټپيان اکثر د ریاست ملکي کارمندان ول.

د جولای په ۱۰ مه، په جلال اباد کې د داعش یوه ځانمرګي بمي برید لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او یوه نژدې د تېلو پمپ ته یې اور ورته کړ، چې عیني شاهدانو وویل چې قربانیان، چې چیغې یې وهلې، د اور د لمبو «خوراک» شول.

بمي بریدګر افغان امنیتي ځواکونه په نښه کول. په مړو کې ۱۰ تنه ملکیان ول.‌

د جولای په ۱، د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د افغان سکانو او هندوانو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه، چې ۱۹ کسان یې ووژل او ۲۱ تنه نور یې ټپیان کړل.

سوله ممکنه ده

یوناما وویل،‌د مړینې شمېر له دې سره سره د ریکارډ‌ کچې ته ورسېد چې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو په لومړي ځل د کوچني اختر په لومړیو درې ورځو کېپه سابقې ډول اوربند وکړاو دواړو لوریو اوربند ته کافي اندازه درناوی وکړ.

د اوربند په نتیجه کې هغه وخت د خوښۍ مراسم جوړ شول چې امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو په ګډه رخصتۍ ولمانځلې.

خو، طالبانو د اوربند د اوږدولو لپاره د حکومت غوښتنه رد کړه،د جګړې ډګر ته بېرته ستانه شول، او د جګړې د پای ته رسولو لپاره له کابل سره خبرو اترو ته د کېناستلو لپاره غوښتنې یې رد کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموټو وویل،‌«لنډ اوربند وښودله چې جګړه کېدای شي ودرول شياو دا چې افغان ملکيان باید نور د جګړې ستونزې ونه زغمي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500