امنیت

د لغمان اوسېدونکیو په طالبانو غږ وکړ چې 'نامشروع' جګړه ودروي

د خالد زېري راپور

خواوشا ۳۰۰ قومي مشرانو، دیني عالمانو او ښځو د چنګاښ په ۱۹مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې په یوه غونډه کې د سولې په لور د افغان حکومت دوامدارې هڅې وستایلې. [خالد زېری]

لغمان -- نژدې ۳۰۰ قومي مشرانو، دیني عالمانو او ښځو د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې په یوه وروستۍ غونډه کې د سولې په لور د افغان حکومت دوامدارې هڅې وستایلې.

برخه والو، چې ښځې په کې شاملې وې، په اورپکو غږ وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره فرصت څخه ګټه واخلي.

د لغمان د معیوبینو د شورا رییس عبدالمجید الکوزي د چنګاښ د ۱۹مې په غونډه کې وویل، «دا وطن له جګړو څخه ستړی شوی دی،»

هغه پر طالبانو تاکید وکړ چې، «وطن سوله غواړي. مونږ سولې پسې مرو، نو راشئ او سوله وکړئ او خپل خلک نور مه وژنئ. که په دا څولسیزو کې تاسو له جګړې څخه څه نه وي ترلاسه کړي، بیا به یې هم ترلاسه نه کړئ. نو، بس کړئ او دا وطن خپل وطن وګڼئ.»

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د چنګاښ په ۱۹مه په سلګونو قومي مشران،‌ دیني عالمان او ښځې راټول شول او له طالب اورپکو څخه یې وغوښتل چې د سولې پروسې سره دې یوځای شي. [خالد زېری]

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د چنګاښ په ۱۹مه په سلګونو قومي مشران،‌ دیني عالمان او ښځې راټول شول او له طالب اورپکو څخه یې وغوښتل چې د سولې پروسې سره دې یوځای شي. [خالد زېری]

الکوزي له ولسمشر اشرف غني او په عمومي توګه له افغان حکومت څخه چې «د لومړي‌ ځل لپاره یې د سولې لپاره دغه ډول هڅې پیل کړې... او لا هم روانې دي» مننه وکړه.‌

الکوزي وویل، «زه،‌د یوه افغان معیوب شخص په توګه، په طالبانو غږ کوم... چې راشئ او سوله وکړئ،»

هغه وویل، «ما په دې جنګ کې د بدن قېمتي غړي له لاسه ورکړي دي. ما هغه د دې لپاره له لاسه ورکړي چې سوله راشي. راشئ، زه به له دا ټولو څخه تاسو ته تېر شم، خو نور جنګ مه کوئ.»

د مدني ټولنې یوه فعال زاهدالله موسی زي، چې په دې مجلس کې یې برخه اخیستې وه، هم په طالبانو تاکید وکړ چې د سولې غږ ته مثبت ځواب ووایي او تاوتریخوالی بند کړي.‌

هغه په مکه معظمه کې د بیت الله شریف امام شیخ صالح بن محمد ابراهیم ته په اشاره، وویل،‌ «د کعبې شریفې امام وویل چې دا جګړه ناروا ده.سعودي عربستان ناروا وبلله، نورې اسلامي نړۍ ناروا وبلله، نو،‌ ولې تاسو لا هم جګړه کوئ؟‌»

موسی زي وویل، «که تاسو هغسې، چې تاسو ادعا کوئ د اسلام په خاطر جنګ کوئ، تاسو ته د اسلام له مرکز څخه اواز وشو، چې ویې ویل چې دا جګړه نامشروع ده،»

هغه وویل، «اوس نور تاسو پورې تعلق لري.‌ مونږ تاسو ته سوال کوو چې جګړه بس کړئ او د وطن د بیارغونې په هکله فکر وکړئ،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان باید پوه شي چې هر شی یو وخت لري.‌

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې له ډېرو کلونو راهیسې جنګ روان دی. اوس مونږ سولې ته ضرورت لرو. که د افغان ځمکې خلک. نړۍ باید ماته غږ وکړي. زه به په افغانستان کې جګړه ختمه کړم. ان شاءالله. یوازې په ۹ میاشتو کې. مننه

ځواب ورکړئ

که امریکایي سپیان له افغانستان څخه وځي، جنګ به پای ته ورسېږي، خو د امریکایي عسکرو په موجودیت کې دا جګړه هېڅکله هم پای ته نه رسیږي. امریکایي پوځیانو بېرته ځئ بېرته ځئ

ځواب ورکړئ

دا زما لپاره یوازنۍ ده چې د داخلي او خارجي خبرونو په هکله ترې معلومات اخلم.

ځواب ورکړئ