اقتصاد

ایران له تړون څخه په سرغړونه د هرات صنعتي ښار ته راغلې برېښنا پرې کړه

د نصیر صالحي راپور

ځایي چارواکي وايي، له ایران څخه هرات ولایت ته د را واردې شوې برېښنا قطع کېدا د هرات په صنعتي ښار کې فابریکو ته د ډېرو مالي تاوانونو سبب شوې ده. [نصیر صالحي]

هرات -- ځایي چارواکي وايي، د ایران له خوا هرات ولایت ته د را صادرې شوې برېښنا قطع کېدا د هرات په صنعتي ښار کې فابریکو ته د ډېرو مالي تاوانونو سبب شوې ده.

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وایي، د ایران حکومت د چنګاښ له ۱۲مې راهیسې له کوم مخکې تر مخکې یادښت څخه پرته هرات ولایت ته د برېښنا ورکول په بشپړ ډول بند کړي دي، او په دې توګه یې د دواړو هېوادونو تر منځ‌ قراردادونو څخه سرغړونه کړې ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په صنعتي ښار کې په ټولو فابریکو کې خام مواد خراب شوي دي. ډېرو کارمندانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړي، چې د مالي تاوانونو سبب شوي دي. ځینې حساس وسایل، چې د لوړ ولتاژ برېښنا ته ضرورت لري، مات یا ویجاړ شوي دي... دغو ټولو ستونزو صنعتي سکټور ته پراخ مالي تاوانونه ور رسولي دي.»

هغه وویل، «کله چې ۳۲۰ فابریکې له اقتصادي رکود سره مخامخ شي، په نتیجه کې به یې د بې کارۍ فاجعه رامنځته کیږي،‌ او هغه خام مواد چې موجود وي... هغه به خرابیږي،»

د قالینو په یوه مېخانیکي دستګاه کې، چې د ایران له خوا د ورکړل شوې برېښنا د پرې کېدا له امله ودرېدلې ده، وړۍ نښتې پاتې دي. [نصیر صالحي]‌

د قالینو په یوه مېخانیکي دستګاه کې، چې د ایران له خوا د ورکړل شوې برېښنا د پرې کېدا له امله ودرېدلې ده، وړۍ نښتې پاتې دي. [نصیر صالحي]‌

د چنګاښ په ۱۹مه د هرات په صنعتي ښار کې د قالینو اوبدلو په یوه دستګاه کې د ایران له خوا د راغلې برېښنا د قطع کېدا له امله ماشینونه غیرفعال شوي، او کارګران ترې تللي دي.‌ [نصیر صالحي]

د چنګاښ په ۱۹مه د هرات په صنعتي ښار کې د قالینو اوبدلو په یوه دستګاه کې د ایران له خوا د راغلې برېښنا د قطع کېدا له امله ماشینونه غیرفعال شوي، او کارګران ترې تللي دي.‌ [نصیر صالحي]

د هرات والي محمد آصف رحیمي (منځ کې ښي لاس ته) او په هرات کې د ایران لوی کونسل محمود افخمي رشیدي (منځ کې چپ لاس ته) د چنګاښ په ۱۹مه د والي په دفتر کې سره ویني چې د هرات په صنعتي ښار کې د برېښنا د پرې کېدا په هکله خبرې اترې وکړي.‌ د هرات د چارواکو په وینا، کونسلر د قناعت وړ وضاحت یا حل وړاندې نه کړ. [د اسلامي جمهوریت خبري اژانس)

د هرات والي محمد آصف رحیمي (منځ کې ښي لاس ته) او په هرات کې د ایران لوی کونسل محمود افخمي رشیدي (منځ کې چپ لاس ته) د چنګاښ په ۱۹مه د والي په دفتر کې سره ویني چې د هرات په صنعتي ښار کې د برېښنا د پرې کېدا په هکله خبرې اترې وکړي.‌ د هرات د چارواکو په وینا، کونسلر د قناعت وړ وضاحت یا حل وړاندې نه کړ. [د اسلامي جمهوریت خبري اژانس)

پراخ تاوانونه، بې کاري

د هرات په صنعتي ښار کې ټولو فابریکو ته د برېښنا د کموالي له امله زیانونه ور رسېدلي دي.‌

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې په وینا، د فابریکو مالکانو ته د برېښنا د قطع کېدلو او د تولیدي دورانونو د بندېدلو له امله له ۱۴۵ میلیونو افغانیو (۲ ملیونو ډالرو) څخه ډېر تاوانونه ور رسېدلي دي.‌

په دغه صنعتي زون کې له ۲۰۰۰۰ څخه ډېر کارمندان کار کوي. د هغوی له جملې څخه ډېرو د برېښنا د نشتوالي له امله خپلې وظیفې له لاسه ورکړي دي.

د سوپر کولا شرکت رییس عبدالطیف قناویزیان وویل، «مونږ ۲۰۰۰ کارمندان لرو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې د فابریکې ۲۰۰۰ کارکوونکي بې کاره شي، دا یوه جدي ستونزه ده. هغوی سباناري، غرمه ناري او د ماښام ډوډۍ ته ضرورت لري. د برېښنا پرې کېدا زمونږ ټوله فابریکه بنده کړې ده.»

د هرات د برېښنا په دوامداره کمي سره، په هرات کې تولید را لوېدلی دی.‌

په هرات کې د سینګار توکو د یوې فابریکې مالک سلطان احمد ساپي هم د ورته مالي ستونزو خبر ورکړ.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ خپلو کارمندانو ته د یوې اونۍ تنخا ورکړه خو نشو کولی چې نور تادیات ورته وکړو. مونږ هره ورځ په سلګونو ډالر لګوو.‌ کله چې کار نه وي څنګه کیدای شي چې مونږ دا پیسې بېرته راوباسو؟»

د رنګ د یوې فابریکې مالک لطف الله عزیزي وویل، له ایران څخه برېښنا په ورځ کې له یوه څه تر دوه ساعتونو پورې راځي او په چټکۍ سره بېرته پرې کیږي. دغه وضعیت د دې سبب شوی چې ځینې خام مواد په ماشینونو کې پاتې او وراسته شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هره ورځ د ۵۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت خام مواد پروسیس کوو، خو د برېښنا د کمي له امله دغه مواد وراسته شوي دي.»

عزیزي وویل، هغه خپل کارمندان له دې امله پرېښودل چې فابریکه یې د کاري ساعتونو په ترڅ کې برېښنا نه لري.

د افغان مارکېټونو ناڅاپه بدلون

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې په وینا، د هرات صنعتي ښار په تېره لسیزه کې ښه وده کړې وه. اوس دغه ښار ۱۰۰ ډوله تولیدات تولیدوي، چې اکثر یې له ایراني توکو سره سیالي کوي او حتی د هغو ځای یې نیولی دی.‌

خادم وویل، په افغانستان کې د صنعتي ودې مخنیوییو له هغو دلایلو څخه دی چې ایران د هغه لپاره د برېښنا سوېچ بند کړ.‌

هغه وویل، «څه چې مونږ اندېښمنوي هغه وضعه ده چې کیدای شي رامنځته شي. کله چې په هرات کې د تولید دوران غیرفعال او معیوب شي، د کورنیو تولیداتو ځای به ایراني تولیدات ونیسي.‌ دا کار به زمونږ ټولې هیلې په نهیلیو واړوي او پانګوونکي به له پانګونې څخه زړه توري کړي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالقادر کامل وویل،‌هرات ولایت ته د برېښنا د تامین په برخه کې د مزاحمت له لارې، ایران هڅه کوي چې په افغان حکومت او د هغه په غربي متحدینو، په ځانګړې توګه متحده ایالاتو باندې فشار واچوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ایران په هغه باندې د نړیوالې ټولنې د بندیزونو له امله په سخت حالت کې دی.‌ ایران هڅه کوي چې د افغانستان مارکېټ، په ځانګړې توګه په لویدیځو سیمو کې کنټرول کړي.»

هغه وویل، «که ایران په افغانستان باندې د برېښنا د تأمین د پرې کولو له لارې نور فشار واچوي، دا به د دې سبب شي چې د افغانستان فابریکې یوه په بلې پسې ودرېږي، چې کورني تولیدات به صفر ته ورسوي،‌ او دا د ایران د حکومت هدف دی.»

له قرارداد څخه سرغړونه

د هرات والي محمد آصف رحیمي په وروستیو کې ایراني چارواکي خپل دفتر ته ور وغوښتلاو د برېښنا په برخه کې ستونزو باندې یې د هغوی د بیاکتنې غوښتنه وکړه.

رحیمي په یوه خبرپاڼه کې، چې د چنګاښ په ۱۹مه د ایران له لوی کونسلر محمود افخمي رشیدي سره د هغه له لیدنې څخه وروسته خپره شوه، وویل، «د ایران او افغانستان دواړو د حکومتونو تر منځ د یوې لاسلیک شوې موافقې په اساس، په کار دی چې دواړه لوري د هغې د شرایطو پیروي وکړي،»

هغه وویل، «افغان حکومت وار له مخه د دې برېښنا ټول فیسونه تادیه کړي دي. مونږ د ایران له حکومت څخه غواړو چې هرات ته د اړتیا وړ برېښنا له قطع کېدلو څخه پرته تأمین کړي.»

افخمي رشیدي وویل چې د ایران ډېر ښارونه د هوا د تودوخې او تخنیکي ستونزو له امله د برېښنا له کمي سره مخامخ دي، خو هغه د دې ستونزې لپاره د قناعت وړ حل وړاندې نه کړ.‌

د رحیمي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «قرارد د لمر په څېر روښانه دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د پیسو د یوه معین مقدار په بدل کې، ایران مسؤل دی چې هرات ته یو معین مقدار برېښنا ورکړي،»

هغه وویل، «د برېښنا د جریان هره پرې کېدنه له قرارداد څخه سرغړونه ده. هغوی له کوم مخکې تر مخکې یادښت څخه پرته برېښنا پرې کړه،‌ او مونږ په دې هکله د ایران حکومت ته یو شکایت سپارلی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران تل په دې لټه کې دی چې افغانستان په کنډوالو باندې بدل کړي. دا یو فرصت دی چې ایران ته ورکړل شوی او افغانستان له ایران څخه د بریښنا مزي راغزولي دي. ایران له دې فرصت څخه هم د افغانستان د ورانولو لپاره کار اخلي. ایران نه غواړي چې افغانستان تولیدي فابریکې ولري. ایران تل هڅه کړې چې د افغانستان تولیدي فابریکې ویجاړې کړي. ایران د افغانستان دښمن دی.

ځواب ورکړئ

اصلاً، هغه څه، چې ایران یې د برېښنا د پرې کولو په برخه کې کوي، صحیح نه دي. یوې خوا ته،‌ مونږ له داسې سختې ګرمۍ سره مخامخ یو، په داسې حال کې چې بلې خوا ته دا ټولې فابریکې بې برقه پاتې دي، او دا په دې معنی چې دا ټول کارمندان به بې کاره شي. دا په ځانګړې توګه په اوسني وخت کې واقعاً یو ظالمانه کار دی.

ځواب ورکړئ