زده کړه

طالبانو 'د ولس په وړاندې د دښمنۍ په لړ کې' د لوګر ښوونځي بیا بند کړل

د نجیب الله راپور

نامعلومو وسله والو سړیو د چنګاښ په ۲۰ مه د جویک د نجونو ښوونځي ته اور ورته کړ، او د مېزونو او چوکیو، کتابونو او کتابچو په شمول فرنیچر او تأمینات یې وسوزول. [د لوګر د پوهنې ریاست]

نامعلومو وسله والو سړیو د چنګاښ په ۲۰ مه د جویک د نجونو ښوونځي ته اور ورته کړ، او د مېزونو او چوکیو، کتابونو او کتابچو په شمول فرنیچر او تأمینات یې وسوزول. [د لوګر د پوهنې ریاست]

کابل -- د لوګر ولایت ځایي چارواکي، قومي مشران او اوسېدونکي هڅه کوي چې یو شمېر ښوونځي، چې په وروستیو وختونو کې د طالبانو له خوا تړل شوي ول، بیا پرانیزي. اورپکي په دې توګه هڅه کوي چې د پوځي عملیاتو په وړاندې غچ واخلي.‌

طالبانو په لوګر کې له ۷۰ څخه ډېر د هلکانو او نجونو ښوونځي وروسته له هغه بند کړل چې افغان ځواکونو د چنګاښ له ۱۲مې راهیسې د اورپکو پر ضد درې ورځني پوځي عملیات پیل کړل.

د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي سلام ټایمز ته وویل، «د چنګاښ په ۱۲ - ۱۳مه او د چنګاښ په ۱۵مه، افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړل. عملیات پای ته رسېدلي دي.»

هغه وویل، امنیتي ځواکونو د محمد آغې ولسوالۍ په الوزي کلي کې ۱۲ - ۱۵ اورپکي ونیول او له ۸۰ څخه ډېر نور یې ووژل.

شاګردان د وري په ۴ مه د تعلیمي کال په لومړۍ ورځ په کابل کې د یوه ښوونځي په انګړ کې ولاړ دي. په لوګر ولایت کې، طالبانو یو ځل بیا د پوځي عملیاتو په وړاندې د انتقام په توګه ښوونځي تړلي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

شاګردان د وري په ۴ مه د تعلیمي کال په لومړۍ ورځ په کابل کې د یوه ښوونځي په انګړ کې ولاړ دي. په لوګر ولایت کې، طالبانو یو ځل بیا د پوځي عملیاتو په وړاندې د انتقام په توګه ښوونځي تړلي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي سلام ټایمز ته وویل، «په لوګر کې د افغان او ایتلافي ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیاتو په نتیجه کې طالبانو ته درانه تلفات ور واوښتل،»

هغه وویل، په هغو اورپکو کې چې په جنګ کې ووژل شول، د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې د تش په نامه مدیر په ګډون ګڼ شمېر کسان شامل ول، او زیاته یې کړه چې، د طالبانو د ادارې مشر فتاح په ځواب کې د ښوونځيو د بندولو امر وکړ.‌

'پوهنه بې طرفه ده'

د ستانکزي په وینا،‌ولایتي شورا -- د قومي مشرانو په مرسته -- هڅه کوي چې طالبان دې ته جوړ کړي چې ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه ایسار نه کړي.‌

هغه وویل، «مونږ طالبانو ته قومي مشران د سیمې د خلکو له یوه پیغام سره ور ولېږل،‌ او له هغوی نه مو وغوښتل چې ښوونځیو ته د زده کوونکیو د تګ مخه نه نیسي،»

ستانکزي وویل،«ما پخپله د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سره خبرې وکړې.‌ هغه وعده وکړه چې متأثرو شویو سیمو ته به یو هیئت ولېږي چې څېړنه وکړي، او ان شاءالله، چې ستونزه به ژر حل شي.»

هغه وویل، «ښوونځي د ملت شتمني بلل کیږي، او خلکو پورې تعلق لري.‌ هر کله چې طالبان تر فشار لاندې وي، هغوی ښوونځي بندوي. له دغه نامناسب میتود څخه په کار اخیستنې سره، له بده مرغه د حکومت مخالفان زمونږ د خلکو شتمني ویجاړوي.»

هغه وویل، «مونږ طالبانو ته ویلي چې پوهنه بې طرفه ده او دا چې هغوی باید پوهنه ژوبله نه کړي،»

د ولایت د پوهنې د ریاست رییس عبدالوکیل کلیوال سلام ټایمز ته وویل، «مشرانو له طالبانو سره خبرې کړي دي، او له هغوی څخه یې غوښتي دي چې ښوونځي بېرته پرانیزي او د زده کوونکیو د درسونو مخه ونه نیسي،»

طالبانو سمدلاسه د ښوونځیو د بندولو په هکله څه نه دي ویلي.

په زده کوونکیو باندې منفي اغېزه

مشکوک اورپکي همدارنګه په ښوونځیو باندې بریدونه هم کوي.

د چنګاښ د ۱۷مې او د چنګاښ د ۲۰ مې په شپو، نامعلومو وسله والو سړیو په لوګر ولایت کې دوه ښوونځیو ته اور ورته کړ، او د هغو فرنیچر او تأمنیات یې وسوزول.‌

کلیوال وویل، «یو ښوونځی په شلوک کلي کې او بل په حصارک کلي کې چې دواړه په پل علم ولسوالۍ کې راځي واقع ول،‌ او دواړه یې سوزېدلي دي،»

هغه وویل، د ښوونځیو بندول د زده کوونکیو له منځمهالو ازموینو سره برابر دي، او زیاته یې کړه چې د زده کوونکیو د ازموینې څرنګوالی په نامکمل حالت کې دی.‌

د پوهنې د وزارت ویاند محمد کبیر حقمل سلام ټایمز ته وویل، «له ۲۰۰۰۰ څخه ډېر زده کوونکي... ونه توانېدل چې په ازموینو کې برخه واخلي،‌ او دا به په هغوی باندې منفی تاثیر وکړي،»

په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت وکیل صاحب خان وویل، «د ښوونځیو بندول، په ځانګړې توګه هغه وخت چې امتحانونه روان وي، به د زده کوونکیو مورال خراب کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هر هغه څوک چې د ښوونځیو په اهمیت پوهېږي... هغوی به په دغه حرکت باندې متأثر شي.‌ مونږ ټول وکیلان او همدارنګه د پوهنې ریاست، زده کوونکي او ښوونکي ډېرې هڅې کوو چې دا ښوونځي بیا پرانستل شي.»

هغه وویل، «مونږ مسلمانان یو، او مونږ په قران کریم باور لرو. شریعت د هغو کسانو لپاره، چې قران کریم او نور مذهبي کتابونه سوزوي، څرګنده سزا ټاکلې ده.» هغه دا خبرې هغو راپورونو ته په اشارې وکړې چې وایي په دوه سوزول شویو ښوونځیو کې دغه ډول کتابونه موجود ول.‌

د جهل افت

د لوګر ولایت یوه ۳۲ کلن اوسېدونکي حکمت خان لودین، چې له یوې غیرحکومتي موسسې سره کار کوي،سلام ټایمز ته وویل،‌«د ښوونځیو په بندولو سره، طالبانو د خلکو،‌ او په ځانګړې توګه د ځوانانو په وړاندې تر ټولو لویه دښمني وکړه،»

هغه وویل، «بې سوادي او جهالت هغه لوی فکټورونه دي چې زمونږ په هېواد کې جګړه جاري ساتي.‌ سره له دې چې هغوی د ماشومو زده کوونکیو په مخو د ښوونځیو دروازې تړي، لاکن هغوی هیله لري چې ځانونه له جهالت څخه راوباسي.»

هغه وویل، «کله چې د طالبانو غړي له حکومتي ځواکونو سره په جنګ کې ووژل شي، هغوی د ښوونځیو په بندولو سره انتقام اخلي؛‌ دا کار صحیح نه دی،»

په لوګر ولایت کې د ۱۱م ټولګي یوه زده کوونکي نصرت الله سلام ټایمز ته وویل، «مونږ خپل ځانونه د امتحانونو لپاره تیار کړي ول، خو زمونږ ښوونځی بند کړی شو، او دا لا معلومه نه ده چې آیا هغه به د اوړي له رخصتیو څخه وروسته بیا پرانستل شي.»

هغه زیاته کړه، «طالبانو ګواښ کړی وو چې که زده کوونکي او ښوونکي ښوونځيو ته لاړ شي، هغوی به یې ووژني،»

په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې شبانې احمدي سلام ټایمز ته وویل، «که طالبان له حکومت سره ستونزې لري، هغوی باید ښوونځي بند نه کړي او نه یې وسوزوي، ځکه احتمال شته چې یوه ورځ داسې راشي چې د هغوی خپل ماشومان به همدغو ښوونځیو ته ضرورت ولري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

... دا لوری (سایټ) د افغانانو لپاره وارد (مهم) دی ځکه چې دا لوری (سایټ) یوه نوې خپرونه ده.‌

ځواب ورکړئ

سلام. زما نوم نوید دی او زه ډېر خوشحال یم چې زه سلام ټایمز لرم چې مونږ د نړۍ له خبرونو څخه خبروي.‌

ځواب ورکړئ