ټاکني

ملګرو ملتونو د افغانستان د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره له تاوتریخوالي څخه کار اخیستنه وغندله

ای اېف پي

د ای اېف پي د موټروان محمد اختر خپلوان، همکاران او دوستان د زمري په ۱ په کابل کې د هغه د جنازې لمونځ کوي. نوموړی له دې یوه ورځ مخکې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

د ای اېف پي د موټروان محمد اختر خپلوان، همکاران او دوستان د زمري په ۱ په کابل کې د هغه د جنازې لمونځ کوي. نوموړی له دې یوه ورځ مخکې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

نیویارک -- د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱/ د طالبانو او داعش له خوا د افغانستان د انتخاباتو د پروسې د ګډوډولو لپاره د تاوتریخوالي کارول په یوه خوله وغندل. دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې ۲۳ کسان په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

شورا وویل، هغوی «د طالبانو او داعش په شمول هغه ډلې په سختو ټکو غندي چې د دې لپاره تاوتریخوالي ته مخه کوي چې د انتخاباتو د پروسې مخه ونیسي،»

هغوی «د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د خپل وطن د امنیت د ساتنې په برخه کې د هغوی رهبري رول وستایه.»

داعش د یکشنبې د ورځې د هغه بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د کابل نړیوال هوایي ډګر سره نژدې وروسته له هغه ترسره شو چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم له تبعید څخه راستون شو.

یو ځوان سړی د غوایي میاشتې په ۱۱مه په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې نوم لیکنه کوي چې د تلې د ۲۸ مې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخلي. [نجیب الله]‌

یو ځوان سړی د غوایي میاشتې په ۱۱مه په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې نوم لیکنه کوي چې د تلې د ۲۸ مې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخلي. [نجیب الله]‌

رضاکاران یو ټپي ځوان له هغه برید څخه وروسته روغتون ته لېږدوي چې د چنګاښ په ۲۰ مه یې په جلال اباد کې د پوهنې ریاست یوه څانګه په نښه کړه. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

رضاکاران یو ټپي ځوان له هغه برید څخه وروسته روغتون ته لېږدوي چې د چنګاښ په ۲۰ مه یې په جلال اباد کې د پوهنې ریاست یوه څانګه په نښه کړه. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

له درې میلیونو څخه د ډېرو ښځو په شمول نژدې ۸.۹ میلیونو افغانانو د دې لپاره خپل نومونه لیکلي چې د تلې په ۲۸ مه د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو او په ۱۳۹۸ کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رایې ورکړي.‌

د امنیت د شورا اعلامیې «په افغانستان کې د عمومي،‌ شفافو او معتبرو انتخاباتو په اساس د پایښت وړ دیموکراتیکو موسسو د انکشاف پر اهمیت ټینګار کړی دی».‌

اعلامیې همدارنګه «د ښځو او د نژادي، مذهبي او ژبنیو اقلیتونو په شمول د اقلیتونو د ګروپونو د غړو، رایه ورکونکو او کاندیدانو دواړو پوره او خوندي برخه اخیستنې ته د ودې ورکولو په اړتیا» تاکید کړی دی.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) په وینا، چې د تېرو ۱۰ کالو په ترڅ کې یې د ملکي خلکو تلفات تعقیب کړي دي،‌د ۲۰۱۸ میلادي کال لومړۍ نیمایي د افغانستان لپاره مرګونی وخت وو چې ۱۷۰۰ کسان په کې ووژل شول.

له دې جملې څخه له نیمایي څخه ډېر قربانیان په داسې تاوتریخوالي کې، چې داعش ته یې نسبت شوی دی، وژل شوي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500