امنیت

په جوزجان کې د داعش د جنګیالیو غټه ډله افغان ځواکونو ته تسلیم شوه

ای اېف پي

د داعش له ۱۵۰ څخه ډېر جنګیالي، چې یو شمېر یې په عکس کې ښکاري، د زمري په ۱۰مه په جوزجان ولایت کې افغان مقاماتو ته تسلیم شول. [۲۰۹ شاهین قول اردو/فیسبوک]‌

د داعش له ۱۵۰ څخه ډېر جنګیالي، چې یو شمېر یې په عکس کې ښکاري، د زمري په ۱۰مه په جوزجان ولایت کې افغان مقاماتو ته تسلیم شول. [۲۰۹ شاهین قول اردو/فیسبوک]‌

مزارشریف -- افغان چارواکو وویل، چې د داعش له ۱۵۰ څخه ډېر جنګیالي د چارشنبې په ور زمري په ۱۰ مه په جوزجان ولایت کې تسلیم شول، او دا داسې یو حرکت دی چې هغوی د هېواد په شمالي برخه کې د یادې افراطي ډلې د پای په توګه یاد کړ‌.

د داعش دغه ښکاره تسلیمي په یاد ولایت کې له طالبانو سره د څو اونیو اوږدې سختې جګړې څخه وروسته رامنځته شوهچې د راپورونو له مخې له دواړو خواوو څخه له ۳۰۰ څخه ډېر اورپکي په کې ووژل شول.‌

د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه ویاند جګړن محمد حنیف رضایيای اېف پي ته وویل،‌«د هغوی جنګیالي پخوا تسلیم شوي ول، خو دا ځل دا ځکه ډېره مهمه ده چې د داعش مشر او د هغه مرستیال له ۱۵۰ څخه ډېرو جنګیالیو سره یوځای په یو وخت تسلیم شول،»

هغه زیاته کړه،‌دېرشو ښځو او ماشومانو هم خپل ځانونه تسلیم کړل.‌

هغه زیاته کړه، «په دې توګه، به په شمال کې د داعش فصلوتړل شي،»

خو په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت خبرداری ورکړ چې دا «له وخت نه مخکې» ده چې وویل شي چې د داعش دا کمزوري کېدا «د هېواد په شمال کې د هغوی له نسکورېدا سره برابره ده».‌

داعش په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کې له را پیدا کېدلو راهیسې د طالبانو له غټو ګروپونو سره سختې جګړې کړي دي.‌په هېواد کې د هغوی اټکلي شمېرې نژدې ۲۰۰۰ کسان ښیي.

والي لطف الله عزیزي وویل، چې تر څو اونۍ مخکې وخت پورې د جوزجان په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې د داعش خواوشا ۵۰۰ جنګیالي موجود ول.‌

عزیزي وویل،‌خو طالبانو وروسته له هغه د هغوی پر ضد جګړه تېزه کړه چې داعش تېره میاشت په یوه برید کې د طالبانو لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل.‌

په ننګرهار کې امنیتي مسؤلیتونه اردو پر غاړه واخیستل

دغه انکشاف وروسته له هغه رامنځته کیږي چې افغان ملي اردو په جلال اباد کې، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش لوی مرکز دی، له یو لړ بریدونو څخه وروسته، چې د ډېرو مسؤلیت یې یادې ډلې اخیستی دی، امنیتي چارې په لاس کې واخیستې.

وروسته له هغه چې اورپکو د سې شنبې په ورځ‌ /د زمري ۹ مه/ په ښار کې په یوه حکومتي ودانۍ برید وکړ او ۱۵ کسان یې ووژل، په ښار کې د تلاشۍ پوستې زیاتې شوې او ځانګړي ځواکونه عملیاتونه ترسره کوي.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو ډېر شک په داعش کېږي چې دغه برید یې ترسره کړی دی.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل، «د دې لپاره چې خلکو ته بهتر امنیت برابر کړي، افغان ملي اردو په ښار کې د امنیتي چارو مشري کوي،»

«پولیس او نور امنیتي ځواکونه د هغوی ملاتړ کوي.»

خوګیاڼي د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، چې تر نوي امنیتي پلان لاندې، به اردو د یوې اونۍ په مخه «د عاجل حالت» هڅې رهبري کړي.

هغه زیاته کړه، په پای کې، پولیس او عسکر «به لاسونه سره ورکړي چې د ښار امنیت وساتي».‌

د پوځي چارو یوه تحلیلګر متقاعد جنرال هادي خالد ای اېف پي ته وویل، «په داعش باندې د حکومت او طالبانو له خوا سخت فشار راغی. هغوی ډېر زیات سړي له لاسه ورکړل،»

«یوازنۍ ستراتیژي، چې کولی شي هغوی ژوندي ساتي، دا ده چې په نرمو هدفونو باندې بریدونه کوي،او دا هغه څه دي چې هغوی یې په وروستیو وختونو کې کوي.»

یوه توظیف شوي عسکر،‌ محمد علي، چې اصلاً د کونړ ولایت دی، د تلاشۍ په یوه پوسته کې ای اېف پي ته وویل، چې هغه او د هغه همکاران به «تر مرګه پورې له دې ښار څخه دفاع وکړي».‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500