تروريزم

افغان ځواکونو او متحدینو په کونړ کې د داعش پر ضد عملیات پراخ کړل

د خالد زېري راپور

له داعش څخه د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د تصفیې لپاره د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۵۶۰ بې ځایه شویو کورنیو ته د زمري په ۱ د افغان حکومت له خوا خوراکي او غیرخوراکي مرستې ورکول شوې. [خالد زېری]

کونړ -- افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت په هوایي ملاتړ سره، د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش پر ضد خپل عملیات پراخوي.

دغه عملیات د زمري په ۳ مه پیل شول او تر اوسه یې یو شمېر سیمې له داعش څخه پاکې کړې دي.

په کونړ کې د افغان ملي اردو د ۲ مې پلې لوا قوماندان برید جنرال میرویس ساپي وویل،‌«مونږ داعش تعقیبوو، مونږ به هغوی ووژنو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «تر اوسه پورې، مونږ درې کلي له هغوی څخه پاک کړي دي، او مونږ به پاتې سیمې هم ډېر ژر له دغې فتنې څخه پاکې کړو،»

له داعش څخه د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د تصفیې لپاره د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې په سلګونو بې ځایه شویو کورنیو له افغان حکومت څخه د زمري په ۱ خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کوي.‌ [خالد زېری]‌

له داعش څخه د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د تصفیې لپاره د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې په سلګونو بې ځایه شویو کورنیو له افغان حکومت څخه د زمري په ۱ خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کوي.‌ [خالد زېری]‌

هوایي بریدونو د چنګاښ په ۱۹ مه په ننګرهار ولایت کې د داعش جوړښتونه ویجاړ کړل. [د ناټو له خوا اخیستل شوی عکس]‌

هوایي بریدونو د چنګاښ په ۱۹ مه په ننګرهار ولایت کې د داعش جوړښتونه ویجاړ کړل. [د ناټو له خوا اخیستل شوی عکس]‌

ساپي وویل،‌افغان ځمکني ځواکونه د ناټو متحدینو ته د داعش اورپکو د ځایونو په هکله معلومات ورکوي، چې هغوی بیا په خپل وار سره په داعش باندې هوایي بریدونه ترسره کوي.‌

هغه د زمري په ۴ مه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ تېره شپه هم هغوی ته معلومات ورکړل. هغوی په سیمه باندې بمبار وکړ چې د داعش درې کسان ووژل شول او یو شمېر نور یې ټپیان شول.‌»

هغه وویل،‌«مونږ به داعش دلته پرې نه ږدو،او هغه نشي کولی چې په دې سیمه کې واوسیږي،»

د داعش له په زور اېستلو څخه وروسته مرستې راورسېدې

ځایي خلکو د داعش د له منځه وړلو لپاره ترسره شوي عملیات وستایل.‌

د ماڼوګي ولسوالۍ د عمر کلي یوه اوسېدونکي شفیق الله، چې ۳۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د امنیتي ځواکونو له خوا د دغو عملیاتو د ترسره کولو له امله خوښ یو،»

هغه وویل، «مونږ له هغوی څخه غواړو چې عملیات بشپړ کړي او ټول ګواښونه له منځه وېسي څو اوسېدونکي وکولی شي چې عادي ژوند وکړي،»

په ورته وخت کې، د افغانستان پېښو ته د رسېدنې اداره هغو ۵۶۰ کورنیو ته، چې د کونړ ولایت له نورګل ولسوالۍ څخه د داعش د تصفیې لپاره ترسره شویو عملیاتو په وسیله متأثر شوي دي، د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د رسونې د چارو نظارت کوي.‌

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د زمري په ۱ په نورګل ولسوالۍ کې د مرستو د وېش په ترڅ کې وویل، چې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونو او ایتلافي ځواکونو په مزار دره کې د داعش پر ضد جګړه وکړه او هغوی ته یې درانه تلفات ور واړول.‌

هغه وویل، «مونږ به د تصفیوي عملیاتو دا لړۍ جاري وساتو،‌ او مونږ به په لیرې پرتو سیمو کې د داعش جنګیالي او د هغوی پټنځایونه په نښه کړو،»

د مزار درې یوه ۵۳ کلن اوسېدونکي محمد قاسم سلام ټایمز ته وویل، «زه په دې خوشحال یم چې مرسته ترلاسه کوم،»

قاسم وویل په سیمه کې د داعش په راتګ سره هغه بې ځای شوی وو، خو اوس هغه بېرته راستون شو.‌

هغه وویل، «زه په دې خوشحال یم چې اوس حکومت دلته شته. زه خوشحال یم او زه غواړم چې یو عادي ژوند وکړم

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500