روغتیا

طالبان د پولیو واکسین په بندولو سره په اروزګان کې د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخوي

د ضیا ثمر راپور

طالب اورپکي په اروزګان ولایت کې د اورپکې ډلې پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په غچ کې د پولیو واکسین د کمپاین مخه نیسي. [ضیا ثمر]

اروزګان -- طالب اورپکو په اروزګان ولایت کې د اورپکې ډلې پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په غچ کې د پولیو واکسین د کمپاین مخه نیولې ده.‌

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو روان عملیات د چنګاښ په ۱۰مه پیل کړل، چې په نتیجه کې یې یو شمېر هغه سړکونه چې طالبانو بند کړي ول، پرانستل شول.‌

د انتقام په توګه،طالب اورپکو محلي کلینیکونو ته خبرداری ورکړ چې په دغه ولایت کې دې د پولیو د واکسین ورکول ودروي.د اروزګان د عامې روغتیا د ریاست په وینا، چې په دې توګه یې د سلګونو زره ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړ.‌

د عامې روغتیا رییس خان اغا میاخېل سلام ټایمز ته وویل،‌«د اورپکو د دې پرېکړې له امله، په اروزګان کې ۱۸۰۰۰۰ ماشومان... د پولیو واکسین له تطبیق څخه محروم کړای شول،»

اته کلن سمیع الله د چنګاښ په ۱۸مه د هلمند ولایت په لښکرګاه کې په بست روغتون کې د پولیو د احتمالي اعراضو لپاره تداوي ترلاسه کوي. ډاکترانو وویل چې هغه ته د پولیو واکسین نه دی تطبیق شوی. [ضیا ثمر]

اته کلن سمیع الله د چنګاښ په ۱۸مه د هلمند ولایت په لښکرګاه کې په بست روغتون کې د پولیو د احتمالي اعراضو لپاره تداوي ترلاسه کوي. ډاکترانو وویل چې هغه ته د پولیو واکسین نه دی تطبیق شوی. [ضیا ثمر]

هغه وویل، «طالبانو په غیرمستقیمو خبرو کې ویلي چې هغوی دا کار په امنیتي دلایلو کړی دی،‌ او هغوی اجازه نه ورکوي چې د واکسیناسیون پروسه د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې تطبیق شي،»

میاخېل وویل، قومي مشرانو او دیني عالمانو له طالبانو سره خبرې شروع کړي چې دا مسئله حل کړي.‌ «تر اوسه پورې، مونږ کومې موافقې ته نه یو رسېدلي.»

د طالبانو جهالت

محلي اوسېدونکيد طالبانو له خوا د پولیو د واکسیناسیون بندول غندي.

په ترین کوټ کې یوه دوکاندار عزیزاحمد، چې ۳۴ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «د پولیو واکسین خطرناک نه دی،‌ او له تېرو څو کالو راهیسې دلته ورکول کیږي،»

هغه وویل، «خو، له خواوشا دوه میاشتو راهیسې، طالبان وایي چې دا خطرناک دی،»

هغه وویل، «طالبان د دې واکسین په ګټو خبر نه دي.‌ که هغوی پوهېدای، هغوی به هغه نه وای بند کړی.»

احمد وویل، «طالبان باید پوه شي چې، که ماشومانو ته واکسین ونشي، هغوی به معیوب شي او دغه حالت خطرناک دی،» او زیاته یې کړه چې د واکسیناسیون کمپاین «باید تطبیق کړای شي».‌

د ګرمک سیمې اوسېدونکی کریم الله اغا، چې ۳۵ کاله عمر لري، له احمد سره یوه خوله دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «کله چې واکسیناتوران کلیو ته راشي، خلک خپل ټول ماشومان ورته راولي... ځکه چې واکسینونه د نري رنځ، شري او پولیو یا ګوزڼ مخه نیسي،»

هغه وویل، «مونږ د دې واکسین ګټې لیدلي دي. له همدې امله ده چې ځینې ماشومان نه فلج کیږي،»

د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کول

سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۹ پېښې ثبت شوي دي، چې دا په نړۍ کې تر ټولو جیګ شمېر دی. درې په هلمند، پنځه په کندهار او یوه په اروزګان کې ثبت شوي دي.

اوس پولیو یوازې په درې هېوادونو -- افغانستان، نایجیریا او پاکستان کې موجوده ده.

د پولیو تر ټولو وروستی ناروغ چې ثبت شوی دی، د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو درې کلن هلک دی. چارواکي وایي چې هغه د هغو ۹۰۰۰۰۰ ماشومانو په ډله کې وو چې په هلمند، کندهار او اروزګان کې د غوایي په میاشت کې واکسیناتورانو ته د طالبانو د ګواښونو له امله له واکسیندلو څخه پاتې ول.‌

مطیع الله همت، چې ۲۲ کاله عمر لري، د اروزګان اوسېدونکی دی او اوس په لښکرګاه کې زده کړې کوي، پولیو شل کړی دی‌.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زما یوه پښه پولیو وهلې ده. داسې خلک شته چې دواړه پښې یې پولیو وهلې دي، او دا ناروغي د ماشومانو ژوند ګواښي.»

هغه وویل، د پولیو د واکسیناتورانو مخنیوی «د جګړې یوه بله جانبي عارضه ده، او اورپکي باید داسې کار ونه کړي».‌

هغه وویل، د واکسیناسیون د تطبیق په برخه کې د یوې ټولنې پاتې راتلل ټولې ټولنې ته د دې سبب کیږي چې د پولیو له ګواښ سره مخامخ شي، او زیاته یې کړه چې «دا ناروغي خلک نهیلي کوي.»

هغه وویل، «زه له ښکېلو ډلو څخه غواړم چې اجازه دې ورکړي چې ماشومان د پولیو واکسینونه ترلاسه کړي او د هغوی ژوند دې په خطر کې نه اچوي،»

طالبان 'د مسلمانانو ژوند ته احترام نه لري'

د اروزګان د علماو د شورا یوه غړي،‌ مولوي سمیع الله خالد اخوندزاده، د واکسیناسیون د مخنیوي له امله طالبان وغندل.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دیني عالمانو فیصله کړې ده چې د پولیو واکسین جایز دی،»

هغه وویل، «د اسلام په اساس، هغه واکسینونه، چې انسانانو ته ګټه رسوي، د هغو مخه باید په هېڅ صورت ونه نیول شي،»

هغه زیاته کړه، قران کریم وایي، چې د یوه شخص د ژوند ژغورل داسې حکم لري لکه د ټولو انسانانو ژوند چې وژغورل شي.

هغه وویل، «که طالبان د واکسیناسیون د کمپاین مخه نیسي، دا په دې معنی ده چې هغوی د مسلمانانو ژوند ته احترام نه لري،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500