امنیت

افغان پولیسو په کابل کې د ۳ تښتول شویو خارجي اتباعو جسدونه وموندل

ای اېف پي

د افغان ملي پولیسو یو افسر د زمري په ۱ د کابل په هغې ساحه کې، چې امنیت یې قوي کړای شوی دی، یو موټر تلاشي کوي.‌ مقاماتو دغه زون وروسته له هغه تشکیل کړ چې د ۱۳۹۶ د غبرګولي په ۱۰مه د جرمني سفارت سره نژدې لارۍ بمي چاودنه وشوه. [جکي فای/ناټو]

د افغان ملي پولیسو یو افسر د زمري په ۱ د کابل په هغې ساحه کې، چې امنیت یې قوي کړای شوی دی، یو موټر تلاشي کوي.‌ مقاماتو دغه زون وروسته له هغه تشکیل کړ چې د ۱۳۹۶ د غبرګولي په ۱۰مه د جرمني سفارت سره نژدې لارۍ بمي چاودنه وشوه. [جکي فای/ناټو]

کابل -- افغان پولیسو د پنجشنبې په ورځ‌ /د زمري ۱۱ مه/ د هغو درې خارجي اتباعو جسدونه وموندل چې ویل کیږي تښتول شوي او بیا وژل شوي دي.‌

د کورنیو چارو د وزارت یوې ویاندې، بهار مهر، وویل،‌ چې قربانیان، چې ټولو په کابل کې له فرانسوي لوجیستیکي کمپنۍ سوډېکسو سره کار کاوه، د هندوستان، مقدونیا او مالیزیا اوسېدونکي ول.‌

د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي ای اېف پي ته وویل، «په دې مرحله کې مونږ فکر کوو چې هغه یوه ترهګریزه پېښه ده،»

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د دغو وژنو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه کارمندان د پنجشنبې په ورځ له یوه موټروان سره یوځای له خپل دفتر څخه وتلي ول.‌

له یو ساعت نه لږ ډېر وروسته مقاماتو د هغوی جسدونه د کابل په لمنو کې په یوه بل موټر کې وموندل.‌

مهر وویل،‌ «هغوی په موټر کې دننه ویشتل شوي دي،»

د وزارت یوه بل ویاند وویل، پولیس د موټر له ډرایور څخه د یوه ممکن مشکوک کس په توګه پوښتنې ګروېږنې کوي.‌

هغه زیاته کړه، چې د درې واړو قربانیانو لاسونه تړل شوي او بیا ویشتل شوي دي، چې دوه جسدونه بیا وروسته د موټر په ډاله کې ځای پرځای شوي دي.‌

'سخت خفه او ټکان خوړلي'

سوډېکسو په یوه اعلامیه کې وویل، «مونږ نن په کابل، افغانستان کې د خپلو درې کارمندانو په له لاسه ورکولو سره سخت خفه یو او ټکان مو خوړلی دی،»

اجرائیه رییس ډینیس ماچویل وویل، «د سوډېکسو ټولنې په استازیتوب، زه غواړم ووایم چې زمونږ زړونه د هغوی له کورنیو، دوستانو او همکارانو سره دي،»

هغه وویل، «سوډېکسو په کابل کې له مقاماتو سره له نژدې څخه کار کوي او کله چې نور معلومات ترلاسه کړي، شریک به یې کړي.‌ مونږ کولی شو تایید کړو چې دغه کارمندان د مالیزیا، هندوستان او مقدونیا اتباع ول. مونږ د خپلو محلي کارمندانو لپاره د رواني ملاتړ یو مرستندوی لین پرانیزو.»

د روان کال په لومړیو کې، شپږ هندي انجنیران، چې د افغانستان په شمال کې یې کار کاوه، د هغوی له موټروان سره یوځای وتښتول شول.‌

د ۱۳۹۵ د زمري په میاشت کې، وسله والو سړیو، چې پوځي یونیفورمونه یې اغوستي ول،د کابل په زړه کې د افغانستان د امریکایي پوهنتون دوه استادان وتښتول.‌

یاد دوه استادان، امریکایي کیوین کینګ او استرالیایي ټیموتي ویکس، د یرغمل په یوه ویډیو کې، چې د تېرې تلې په میاشتکې یې خپره کړه، سخت زهیر ښکارېدل، او داسې ښکارېده چې د کینګ صحي حالت ښه نه دی.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو یوه وروستي راپور وښودله، چې افغان ملکیانو ته د طالبانو پر ضد د شخړې له امله سخت تلفات ور رسېږي. د اورپکو بریدونه او ځانمرګي بمي بریدونه د ۲۰۱۸ په لومړۍ نیمایي کې د ملکي خلکو د مړینو لوی عامل بلل شوی دی.

د وژل شویو ملکي خلکو شمېر ۱۶۹۲ ښودل شوی دی، چې دا په ۲۰۰۹ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) له خوا د ریکارډ نیونې له پیل راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.‌

په راپور کې راغلي، چې ۳۴۳۰ کسان نور ټپیان شوي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. زه غواړم چې ایمیل مې له دې خبري سایټ سره وصل کړم.‌ ستاسو د همکارۍ له امله مننه.‌

ځواب ورکړئ