امنیت

افغانانو په طالبانو تاکید وکړ چې له لوی اختر څخه مخکې تلپاتې اوربند اعلان کړي

د سلیمان راپور

یو شمېر طالبان،‌ چې د کوچني اختر په ترڅ‌ کې یې څو کاله وروسته په لومړي ځل ښارونه ولیدل،‌ نه غواړي چې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شي. د طالبانو یوه قوماندان، چې د غبرګولي په ۲۵ - ۲۶مه یې په جلال اباد کې کوچنی اختر لمانځه، د هغې خوښۍ په هکله خبرې وکړې چې د اوربند په نتیجه کې یې احساس کړې وه. [خالد زېری]‌

کابل -- دیني عالمان او افغان عوام پر طالبانو غږ کوي چې د لوی اختر په ترڅ کې،‌ چې تمه ده د زمري په ۳۰ مه پیل شي، اوربند اعلان کړي.‌

د افغانستان د علماوو د شورا رییس، قیام الدین کشاف، د شنبې په ورځ /د زمري په ۱۳ مه/ له لوی اختر څخه مخکې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ د یوه دایمي اوربند غوښتنه وکړه چې د مستقیمو مذاکراتو لپاره لاره هواره شي.

د کابل د علماوو د شورا رییس بصیر حقاني د عین نظر په تایید سره وویل، «مونږ پر طالبانو غږ کوو چې د اسلامي عالمانو غږ ته لبیک ووایي او اوربند اعلان کړي،»‌

حقاني د چنګاښ په ۱۹ - ۲۰ مه په مکه معظمه او جده کې ترسره شویو کتنو ته په اشارې سره وویل، «د افغانستان او د اسلامي نړۍ د نژدې ۱۵۰ هېوادونو دیني عالمان په سعودي عربستان کې راټول شولاو د افغانستان جګړه یې کاملاً حرامه وبلله»‌

طالب جنګیالیو د غبرګولي په ۲۶ مه د یوه درې ورځني اوربند په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې له افغان امنیتي ځواکونو او عادي خلکو سره په ګډه کوچنی اختر ولمانځه. تحلیلګران وایي، چې دغه تجربه د دې سبب شوه چې ډېرو طالبانو له دې څخه انکار وکړ چې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شي او داسې هیلې یې راټوکولي چې د لوی اختر په ترڅ کې به یو بل اوربند او ورپسې دوامداره سوله رامنځته شي. [د خالد زېري له خوا جوړې شوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ]

طالب جنګیالیو د غبرګولي په ۲۶ مه د یوه درې ورځني اوربند په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې له افغان امنیتي ځواکونو او عادي خلکو سره په ګډه کوچنی اختر ولمانځه. تحلیلګران وایي، چې دغه تجربه د دې سبب شوه چې ډېرو طالبانو له دې څخه انکار وکړ چې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شي او داسې هیلې یې راټوکولي چې د لوی اختر په ترڅ کې به یو بل اوربند او ورپسې دوامداره سوله رامنځته شي. [د خالد زېري له خوا جوړې شوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ]

د افغانستان د علماوو د شورا غړو د شنبې په ورځ /د زمري په ۱۳ مه/ سره ولیدل او له لوی اختر څخه مخکې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ له دایمي اوربند څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د علماوو د شورا غړو د شنبې په ورځ /د زمري په ۱۳ مه/ سره ولیدل او له لوی اختر څخه مخکې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ له دایمي اوربند څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

په ننګرهار کې د طالبانو یو قوماندان، زرقاوي (چپ)، د غبرګولي په ۲۶ مه له ځایي اوسېدونکیو او افغان امنیتي ځواکونو سره خبرې کوي. هغه د کوچني اختر اوربند 'زما د ژوند یوه له ښو خاطرو څخه' وباله. [خالد زېری]‌

په ننګرهار کې د طالبانو یو قوماندان، زرقاوي (چپ)، د غبرګولي په ۲۶ مه له ځایي اوسېدونکیو او افغان امنیتي ځواکونو سره خبرې کوي. هغه د کوچني اختر اوربند 'زما د ژوند یوه له ښو خاطرو څخه' وباله. [خالد زېری]‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«د کوچني اختر په ترڅ کې درې ورځني اوربند یوه ښه نتیجه ورکړه. د حقیقت په درک کولو سره، د طالبانوهغو غړو، چې د سیمې د هېوادونو استخباراتي ادارو غولولي ول، جګړه بس کړه.»

هغه وویل، «طالبان هم زمونږ د عادي خلکو په څېر له جنګ څخه ستړي دي،»

حقاني وویل، «د لوی اختر په مناسبت... په کار دی چې طالبان اوربند اعلان کړي څو د جګړې د پای ته رسولو او یوې دوامدارې سولې لپاره لاره هواره شي،‌»

طالبانو ته ښه راغلاست ویل

د کابل اوسېدونکي، واحد رضایي، چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، کله چې طالبان د کوچني اختر په مناسبت د اوربند په ترڅ کې ښارونو ته راغلل، ملکي خلکو هغوی ته هرکلی او ښه راغلاست وویل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان باید زمونږ د ملت د خلکو عطوفت، همدردۍ او عظمت ته په سپکه سترګه ونه ګوري.‌ هغوی باید د ملت په وړاندې ونه درېږي.‌ د اوربند اعلانول به د طالبانو لپاره ډېرې ګټې ولري.»

په کابل کې یوه دوکاندار، سید نجیم، چې ۵۶ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل،‌«نژدې ۴۰ کاله کیږي چې زه په جنګ کې ژوند کوم،‌ چې سم نیمایي یې د طالبانو له خوا کیږي،»

هغه وویل، «ما پخپله ګڼ شمېر چاودنې او ځانمرګي بریدونه ولیدل،‌ چې اکثر یې بې ګناه ملکي خلک ووژل،»

نجیم وویل،‌ «د دغو ټولو کلونو په ترڅ کې، چې مونږ وکولی شوای چې د ارام ساه واخلو او خپلې د اختر ورځې له چاودنو او ځانمرګو بریدونو څخه ازادې تېرې کړو، هغه د دې درې ورځو اوربند ورځې وې،»

«مونږ په طالبانو او حکومت دواړو باندې غږ کوو:‌ مونږ هیله کوو، چې بیا اوربند وکړئ او نور له وینو تویولو څخه لاس واخلئ.»

اعتماد جوړول

د افغانستان د سولې عالي شورا وویل،‌ هغوی هم د لوی اختر په ترڅ کې د اوربند امکان ته هرکلی وایي.‌

د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ د معلوماتو په اساس، د طالبانو د رهبرۍ د بېلابېلو لیکو تر منځ دې ته علاقه مندي زیاته شوې چې له حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي،»

هغه وویل، «اوربند د ملت په ګټه دی، او هغه به د طالبانو او حکومت تر منځ‌ اعتماد پیاوړی کړي. د لوی اختر په ترڅ کې په ممکن اوربند سره، مونږ هیله لرو چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ به مستقیمې خبرې ژر پیل شي.»

طاهري وویل، «سوله او ارامي د افغانانو غوښتنه ده او طالبان باید د هغه څه درناوی وکړي چې خلک یې غواړي،»

د ولسمشر اشرف غني ویاند، هارون چخانسوري، د یوه بل اوربند لپاره هیله مندي وښودله.‌

هغه د چنګاښ په ۱۸ مه په کابل کې وویل، «اوربند د خلکو غوښتنه او د هېواد د دیني عالمانو هیله ده. دواړه خواوې اوربند غواړي،‌ او داسې فرصتونه شته چې کېدای شي په اختر کې اوربند اعلان شي.»

حقیقت روښانه کیږي

تحلیلګران وایي، طالبان پخپله هم له جګړې څخه ستړي او د داسې مناسبې لارې د موندلو په لټه کې دي چې مذاکرات پیل کړي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر امین الله شارق سلام ټایمز ته وویل، « طالبان هم، د ټولو نورو افغانانو په څېر، له جګړې څخه ستړي دي او هڅه کوي چې د اوربند او د سولې د خبرو لپاره یوه مناسبه لاره ومومي،»

هغه وویل،‌«تاسو ولیدل چې څنګه په سلګونو له جنګ نه ستړي طالبان د اوربند د درې ورځو په ترڅ کې په لویو ګروپونوکې ښارونو ته راغلل، او بېرته د جګړې ډګر ته ستانه نه شول.‌ ځینې ان له خپلو کورنیو سره بېرته یوځای شول او جګړه یې د تل لپاره پرېښودله.»

شارق وویل،‌ «شواهد ښیي چې طالبان له دې سره علاقه مندي لري چې د لوی اختر په مناسبت یو بل اوربند وکړي،‌ او ډېره هیله شته چې دغه اوربند دایمي شي او جګړه پرې پای ته ورسیږي،»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر نبي مصداق سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو مشرانو،‌ د دې لپاره، چې خپلې ګټې او د خپلو بهرنیو ملاتړ کوونکیو ګټې خوندي کړي، خپلو جنګیالیو ته د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو یو غلط تصویر ورکړی دی،»

هغه وویل،‌«په نتیجه کې یې، دغو جنګیالیو جګړه کوله او د افغانانو وینې یې یوازې د دې لپاره تویولې چې د هغویمشرانو غلطې فتواوې ورکړې وې،‌ خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره، د طالبانو غړو ته حقیقت روښانه کیږي.»

هغه وویل، «وروسته له هغه چې د کوچني اختر په ترڅ کې څو زره طالبان لویو او وړو ښارونو ته راغلل،‌ هغوی په حقیقتپوه شول او دا یې درک کړه، چې هغه خلک چې په ښارونو کې ژوند کوي، ټول مسلمانان دي او د ورځې پنځه وخته لمونځونه کوي،»

مصداق وویل، «هغوی ولیدل چې ټول اسلامي اساسات تطبیقیږي. هغوی پوه شول چې د افغان ملي اردو عسکر، پولیس ځواکونه او د ملي امنیت دستګاه ټول مسلمانان دي او د خپل هېواد ساتنه کوي. له دې امله،‌ هغوی غوره وګڼله چې د طالبانو لیکو ته بېرته ستانه نشي.»

هغه وویل، «طالبان کولی شي چې خپلې غوښتنې یوازې د افغانانو د رضایت له لارې ترسره کړي، او نه د جنګونو له لارې. که چېرې هغوی غواړي چې په سیاسي سیستم کې شامل کړای شي، هغوی باید اوربند اعلان کړي او جګړه ودروي.»

هغه وویل،‌«که نه، وضعه به هغسې روانه وي څنګه چې په تېرو ۱۷ کالو کې روانه وه، چې په ترڅ کې یې هغوی نه یوازې خپل هدفونه ترلاسه نه کړای شول، بلکې هغوی په جنګونو کې هم خپل په لسګونو زره جنګیالي له لاسه ورکړل،او هم یې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړ،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه سایټ دی.

ځواب ورکړئ

دا پاڼه یوه ښه پاڼه ده.

ځواب ورکړئ