امنیت

د هلمند مشران طالبانو ته: 'سوله د ماتې په مانا نه ده'

د ضیا ثمر راپور

له ۱۰۰۰ څخه ډېر دیني عالمان، قومي مشران، او ښځې د زمري په ۱۴ مه د هلمند ولایت په لښکرګاه کې سره راغونډ شول، او په طالبانو یې تاکید وکړ چې په لوی اختر کې یو دوامدار اوربند وکړي او له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې ترسره کړي. [ضیا ثمر]

لښکرګاه -- له ۱۰۰۰ څخه ډېر دیني عالمان، قومي مشران، او ځایي خلک په هلمند ولایت کې راټول شول چې پهطالبانو غږ وکړي چې یو دوامدار اوربند وکړي او له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې ترسره کړي.

په دې غونډه کې، چې د زمري په ۱۴مه په لښکرګاه کې ترسره شوه، خواوشا ۳۰۰ ښځو ګډون کړی وو.

د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاءالله افغان د غبرګولي په میاشت کې د حکومت او طالبانو تر منځ شوي اوربند ته په اشارې سره د غونډې برخه والو ته وویل، «مونږ د کوچني اختر درې ورځې په خوښۍ سره تېرې کړې،»

افغان وویل، «کله چې اوربند اعلان شو، ټول افغانان راووتل او خوښۍ یې وکړې،»

له ۱۰۰۰ څخه ډېر دیني عالمان، قومي مشران، او ښځې د زمري په ۱۴ مه د هلمند ولایت په لښکرګاه کې سره راغونډ شول، او په طالبانو یې تاکید وکړ چې له حکومت سره د سولې خبرې وکړي او له لوی اختر څخه مخکې یو دوامدار اوربند اعلان کړي. [ضیا ثمر]

له ۱۰۰۰ څخه ډېر دیني عالمان، قومي مشران، او ښځې د زمري په ۱۴ مه د هلمند ولایت په لښکرګاه کې سره راغونډ شول، او په طالبانو یې تاکید وکړ چې له حکومت سره د سولې خبرې وکړي او له لوی اختر څخه مخکې یو دوامدار اوربند اعلان کړي. [ضیا ثمر]

هغه په طالبانو تاکید وکړ چې د را روان لوی اختر په مناسبت یو دوامدار اوربند اعلان کړي.

هغه وویل، «سوله کول د راتلونکیو نسلونو لپاره یو ښه شی دی. د سولې معنی ناکامي نه ده.»

هغه وویل، «که سوله وي، طالبان او حکومت دواړه به یو سوله ییز ژوند ولري،» او زیاته یې کړه، چې بې سوادي او د مخنیوي وړ ناروغۍ به ختمې شي.‌

د لښکرګاه د مختار سیمې یوه دیني عالم مولوي عبدالله اسحاقزي په طالبانو تور ولګاوه چې اسلامي لارښوونې نه مني.

هغه غونډې ته وویل، «د الله رسول (ص) وایي: هر چېرې چې اذان اورېدل کیږي، هلته جنګ مه کوئ، او مونږ ټوله ورځ دلته اذانونه اورو، نو طالبانو تاسو ولې جنګ کوئ؟»

هغه وویل، «طالبان باید سوله وکړي، جنګ بس کړي او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي،»‌

فتوا د طالبانو جنګ وغانده

د غونډې برخه والو د غبرګولي په میاشت کې په کابل او د چنګاښ په میاشت کې په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو د اعلامیو ملاتړ وکړ.

په لښکرګاه کې د بي بي زهرا د شیعه ګانو د جومات یوه دیني عالم مولوي محمد یونس موسوي په لښکرګاه کې د غونډې برخه والو ته وویل،‌ «د هېواد دیني عالمانو لازمه وګڼله چې په افغانستان کې د جګړې پر ضد فتوا صادره کړي، او دا د دنیا او اخرت یو لوی مسؤلیت وو،»‌

هغه د غبرګولي په میاشت کې د علماوو غونډې ته په اشارې، چې ځانمرګی برید پرې وشو، وویل،‌«خواوشا ۳۰۰۰ دیني عالمانو په کابل کې په یوه تاریخي غونډه کې په افغانستان کې جګړه غیر مشروع اعلان کړه،»‌

هغه وویل، «د جهاد اعلان یوازې یو اسلامي دولت کولی شي، او نورې ډلې حق نه لري چې اعلان یې کړي،»

هغه وویل، مونږ د دیني عالمانو د دې پرېکړې، چې جګړه، ځانمرګي بریدونه او وژنې غیرمشروع بولي، ملاتړ کوو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500