مظاهرې

افغان معیوبین په یوه ډېر سخت سفر ووتل چې له طالبانو څخه وغواړي چې د سولې لاره ونیسي

ای اېف پي او سلام ټایمز

۲۰ افغان معیوبینو، چې ځینې یې په سایکلونو او نور په امساګانو روان دي،‌ د زمري په ۱۶مه په افغانستان کې د سلګونو کیلومترو اوږد سخت سفر پیل کړ، چې د هغه جنګ د بندولو غوښتنه وکړي چې د هغوی د بدن غړي یې ورپرې کړي دي. [نصیر صالحي]‌

هرات -- ۲۰ افغان معیوبینو، چې ځینې یې په سایکلونو او نور په امساګانو روان دي،‌ د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۶مه/ په هېواد کې د سلګونو کیلومترو اوږد سخت سفر پیل کړ، چې د هغه جنګ د بندولو غوښتنه وکړي چې د هغوی د بدن غړي یې ورپرې کړي دي.

«د هرات د خلکو د سولې حرکت» خپل سفر په هرات ښار کې پیل کړ او په کابل کې به یې پای ته ورسوي، چې د اورپکو له خوا سختۍ، د سړک د غاړې بمونه او ډېره ګرمه هوا یې په مخکې پراته دي.‌

محمد موسی، چې ۴۰ کاله عمر لري، او خپلې دواړه پښې یې د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې بایللي، ای اېف پي ته وویل، «مونږ دا له ۱۰۰۰ کیلومترو څخه اوږد سفر کابل ته د دې لپاره کوو چې نړۍ ته ووایو چې جنګ بس کړي،»

هغه وویل،‌«جنګ له وراني څخه پرته نور هېڅ نه دي راوړي،»

۲۰ افغان معیوبین، چې ځینې یې په سایکلونو کې، او نور په امساګانو روان دي، د زمري په ۱۶مه کابل ته د روانېدلو پر وخت په هرات ښار کې لیدل کیږي. هغوی غواړي چې د سولې پیغام خپور کړي او له طالبانو څخه وغواړي چې وینه تویول پای ته ورسوي. [نصیر صالحي]‌

۲۰ افغان معیوبین، چې ځینې یې په سایکلونو کې، او نور په امساګانو روان دي، د زمري په ۱۶مه کابل ته د روانېدلو پر وخت په هرات ښار کې لیدل کیږي. هغوی غواړي چې د سولې پیغام خپور کړي او له طالبانو څخه وغواړي چې وینه تویول پای ته ورسوي. [نصیر صالحي]‌

ضیاءالدین، چې ۶۵ کاله عمر لري، د زمري په ۱۶مه کابل ته له روانېدلو څخه مخکې په هرات ښار کې له ځان سره داسې یوه نښه لېږدوي چې په پښتو پرې لیکلي 'جنګ بس دی'. هغه خپله یوه پښه په هرات کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې بایللې ده. [نصیر صالحي]‌

ضیاءالدین، چې ۶۵ کاله عمر لري، د زمري په ۱۶مه کابل ته له روانېدلو څخه مخکې په هرات ښار کې له ځان سره داسې یوه نښه لېږدوي چې په پښتو پرې لیکلي 'جنګ بس دی'. هغه خپله یوه پښه په هرات کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې بایللې ده. [نصیر صالحي]‌

افغان معیوبین د زمري په ۱۶مه د هرات ولایت ګوزرې ولسوالۍ څخه د تېرېدلو پر وخت د جنګ د پای ته رسولو د غوښتنې لپاره لاریون کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

افغان معیوبین د زمري په ۱۶مه د هرات ولایت ګوزرې ولسوالۍ څخه د تېرېدلو پر وخت د جنګ د پای ته رسولو د غوښتنې لپاره لاریون کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

معیوبین د هغه بشري قېمت استازیتوب کوي چې شخړې په افغانستان کې اخیستی دی،او دغه شخړې ملکي خلک د اورپکو په منځ کې ایسار کړي دي.

ملګرو ملتونو د چنګاښ په ۲۴ مه راپور ورکړ، چې د ۲۰۱۸ په لومړیو شپږو میاشتو کې۱۶۹۲ ملکي‌ کسان وژل شوي چې دا د تېر کال د عین مودې په نسبت ۱٪ ډېرښت ښیي، او له ۲۰۰۹ کال راهیسې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دغو تلفاتو ریکارډ نیول پیل کړي، دا تر ټولو لوړ شمېر دی.

د سولې پیغام

د حرکت یو غړی، ضیاءالدین، چې ۶۵ کاله عمر لري، او خپله پښه یې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې بایللې ده، سولې ته هیله من دی او غواړي چې خپل د سولې پیغام په افغانستان کې په جنګ کې ښکېلو خواوو ته ور ولېږي.

ضیاءالدین سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هر هغه چاته، چې زمونږ خواته راځي، یو د سولې پیغام لرو،»

هغه وویل، «مونږ له جګړې څخه ستړي یو -- مونږ په حکومت او طالبانو غږ کوو چې کېني او سوله وکړي. جګړې لوږه او بدبختي راوړي دي. دا ورانوونکی جنګ باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»

د حرکت یوه معیوب غړي مرتضی، چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، «مونږ له طالبانو او افغان حکومت څخه غواړو چې په افغانستان کې دې جنګ او وینې تویولو ته دوام نه ورکوي ځکه چې مونږ له جګړې څخه ستړي یو،»‌

مرتضی وویل، «مونږ نن روانېږو، او دا حرکت به تر کابل پورې وغزوو،»

ابوبکر قادري، چې ښۍ پښه یې ۱۵ کاله مخکې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې پرې شوې، د «تلپاتې اوربند» غوښتنه وکړه.‌

دغه ۵۰ کلن سړي کابل ته له روانېدلو څخه مخکې ای اېف پي ته وویل، «جګړه باید ودرېږي، مونږ سوله غواړو،»

یوه بل لاریونوال، خان زي، ای اېف پي ته وویل، «د راتلونکي نسل په خاطر، هغوی باید جنګ ودروي،»

خان زاده، چې ۷۵ کاله عمر لري، او یوه پښه یې په جنګ کې بایللې ده، سلام ټایمز ته وویل، هغه پرېکړه کړې چې له هرات څخه کابل ته په یوه امسا لاړ شي، او زیاته یې کړه چې هغه دې ته تیار دی چې خپل پاتې عمر د سولې د پیغام په خپرولو کې ولګوي.

خان زاده وویل، «مونږ غواړو چې کابل ته په پښو لاړ شو او د افغانستان خلکو ته سوله راولو. زه نه غواړم چې افغانان، په ځانګړې توګه نوی نسل معیوب شي،»

هغه وویل، «مونږ په طالبانو غږ کوو چې د افغانانو وژنه ودروي.‌ په دې جنګ کې چې وژل کیږي افغانان وژل کیږي،»

د سولې لپاره یو بل ګام

د معیوبینو لاریون له طالبانو څخه د افغانانو تر ټولو تازه غوښتنه ده چې ترې غواړي چې سوله وکړي.‌

تېره میاشت،‌ د هرات ولایت له ۱۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو، چې په هغوی کې هم ډېر د ترهګرۍ او جنګونو په نتیجه کې معیوب کسان شامل ول،په هرات ښار کې یو لاریون وکړاو له طالبانو څخه یې وغوښتل چې خپل ظلم او ورور وژنه ودروي.‌

دا وروستی لاریون څو اونۍ وروسته له هغه پيلیږي، چې یوه بل ګروپ چې د سولې غوښتنه یې کوله، د خلکو د سولې حرکت، له لښکرګاه څخه تر کابل پورې ۷۰۰ کیلومتره مزل په پښو وکړ، او د دغه مزل ډېره برخه یې د روژې په میاشت کې ترسره کړه.

هغه لاریون، چې باور کیږي په افغانستان کې د خپل ډول لومړی لاریون وو،د غبرګولي په ۲۸مه، پلازمېنې کابل ته په داسې حال کې راورسېد چې طالبانو یو بې سابقې درې ورځنی اوربند پای ته ورساوه او جګړه یې بیا پیل کړه.‌

د طالبانو د ډلې په سلګونو غړي د اوربند په ترڅ کې په لویو او وړو ښارونو کې له خپلو کورنیو سره له لیدنې او د افغان ټولنې په هکله د خپلو مشرانو په دروغو په پوهېدلو سره، بېرته د جګړې لیکو ته ستانه نشول.

په ورته وخت کې، د هېواد د بېلابېلو برخو اوسېدونکيو افغانانواو همدارنګه،د اسلامي نړۍ د بېلابېلو برخو دیني عالمانو،د سولې پروسې څخه ملاتړ اعلان کړی او له طالبانو څخه غواړي چې د مذاکراتو مېز ته مراجعه وکړي.

د اوربند لپاره هیلې

طالبانو د لاریونوالو له غوښتنو سره هوکړه نه ده کړې او د ولسمشرغني له خوا د بې قید او شرطه خبرو وړاندیز یې له پامه غورځولی دی.‌

له هغه سره سره،‌ تمه کیږيچې افغان حکومتد را روان اختر په رخصتیو (د زمري ۳۰ - د وږي ۱) کې بیا اوربند اعلان کړي.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس، غني د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۷ مه/ په کاپیسا ولایت کې د برېښنا د یوه فرعي سټېشن د پرانستې په مراسمو کې د خبرو پر وخت وویل، چې له طالبانو سره د دویم اوربند په هکله به پرېکړه ژر وشي.‌

هغه وویل،‌ حکومت د افغانستان لپاره اوږدمهالې او پایښت لرونکې سوله غواړي.

طالبان له ډېر وخت راهیسې له متحده ایالاتو سره په مخامخ خبرو تاکید کوي. واشنګټن په مکرر ډول د هغوی غوښتنه رد کړې، او ویلي یې دي چې مذاکرات باید د افغانانو په مشرۍ وي.‌

خو داسې احتمالي نښې شته چې د مذاکراتو د پیلولو لپاره دپلوماتیکې هڅې مېوه نیول پیلوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سوله د امريکايانو او پاکستانيانو په لاس کې ده، که امريکا په ريښتيا وغواړي چې سوله راشي دوه درې غټې الوتکې دې د ۲۰۱۱ د ايبټ اباد د معاملې په شان د کندهار هوايي ډګر نه پورته کړي په کويټه کې ميشت طالبان دې په کې رابار کړي او چاچې مقاومت کاوه هغه دې ځای په ځای ختم کړي. د سر او رهبرۍ له ۵۰ نه تر ۱۰۰ پورې کسان يي چې له منځه لاړ شي واړه يي پخپله سوله کوي.

ځواب ورکړئ