امنیت

د ننګرهار ځوانانو د زورواکانو پر ضد د اقداماتو د ملاتړ لپاره لاریون وکړ

د خالد زېري راپور

د مدني ټولنې په سلګونو فعالانو او ځوانانو د زمري په ۱۷مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې لاریون وکړ، او د جنګسالارانو او ځایي زورواکانو پر ضد د ولسمشر اشرف غني د وروستيو اقداماتو ملاتړ یې وکړ. [خالد زېری]

جلال اباد -- د مدني ټولنې په سلګونو فعالانو او ځوانانو د چارشنبې په ورځ /د زمري ۱۷مه/ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې لاریون وکړ، او د جنګسالارانو او ځایي زورواکانو پر ضد د ولسمشر اشرف غني د وروستيو اقداماتو ملاتړ یې وکړ.

د دفاع وزارت د زمري په ۱۵ مه اعلان وکړچې د چنګاښ په میاشت کې په فاریاب، اروزګان او فراه کې د ناقانونه ملېشو درې قوماندانان نیول شوي دي.‌

د لاریون برخه والو له حکومت څخه وغوښتل چې په ننګرهار ولایت کې د جنګسالارانو پر ضد جدي ګامونه واخلي، او تور یې ولګاوه چې هغوی د نورو د ملکیتونو په غصب، اداري فساد، شکنجو او د عامه امنیت په کمزوري کولو کې لاس لري.

لاریونوالو همدارنګه په طالبانو غږ وکړ چې د ملت غوښتنې ومنياو د لوی اختر په ترڅ کې اوږدمهاله اوربند اعلان کړي.

د مدني ټولنې په سلګونو فعالان او ځوانان د زمري په ۱۷مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې لاریون کوي، او له حکومت څخه غواړي چې د ځایي جنګسالارانو او زورواکانو پر ضد اقدام وکړي. [خالد زېری]‌

د مدني ټولنې په سلګونو فعالان او ځوانان د زمري په ۱۷مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې لاریون کوي، او له حکومت څخه غواړي چې د ځایي جنګسالارانو او زورواکانو پر ضد اقدام وکړي. [خالد زېری]‌

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د چارو آمر مطیع الله احمدزي خبریالانو ته وویل، «د ولسمشر په حکم په وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې یو شمېر زورواکي ونیول شول. مونږ د دغه ګام هرکلی کوو، او په ننګرهار ولایت کې هم د دغه ډول زورواکو د نیولو غوښتنه کوو،»

د مدني ټولنې یوه فعال، نوراحمد نوراني، د زورواکو پر ضد د اخیستل شویو ګامونو ستاینه وکړه او پر حکومت یې تاکید وکړ چې د موجودو امنیتي ننګونو د دایمي حل لپاره یو تلپاتې پلان تیار کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داسې مسایلو د حلولو لپاره باید دایمي پلانونه چمتو کړای شي. مونږ د ولسمشر غني له خوا اخیستل شوي ګامونه ستایو،»

نوراني وویل، «دغه ولسمشر او زمونږ حکومت د زورواکو زور اوبه کړ چې په کې هغه زورواکي هم شامل دي چې د هغوی په مخکې به چا د خبرو کولو لپاره خوله نشوای پرانستلی. دا یو غټ کار وو چې وشو، او دا باید دوام ومومي،»

امنیت ښه شوی دی

د جلال اباد اوسېدونکیو همدارنګه په دغه ښار کې له یو لړ مرګونو بریدونو څخه وروسته د اضافي امنیتي ځواکونو توظیف وستایه.

د زمري په ۹ مه په جلال اباد کې د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو په ریاست له یوه برید څخه وروسته، د ننګرهار د چارواکو په غوښتنه، غني افغان ملي اردو ته امر وکړ چې په جلال اباد کې د امنیت په برابرولو کې مرسته وکړي.‌.

افغان ملي اردو د زمري په ۱۰ مه، په جزئي توګه په جلال اباد کې امنیتي مسؤلیتونه پر غاړه واخیستل. د زمري په ۱۶مه، د کورنیو چارو د وزارت د پولیسو د ځانګړیو واحدونو عمومي قوماندانۍ له اردو څخه دغه مسؤلیت واخیست.‌

د تېرو څو ورځو په اوږدو کې،‌ د افغان ملي اردو عسکرو هغه تورې پردې پاکې کړې چې د موټرو د شیشو د رنګ د بدلولو لپاره کارول شوې وې، نه ثبت شوي موټرونه یې ونیول، او یو شمېر نور فعالیتونه یې ترسره کړل.

نوراني وویل، «زه په جلال اباد ښار کې د امنیت د ټینګولو لپاره د افغان ملي اردو د عسکرو د توظیف ستاینه کوم، دلته د هغوی د فعالیتونو هرکلی کوم، او غواړم چې هغوی د زورواکو پر ضد نورې هڅې وکړي،»

په ننګرهار کې د مدني ټولنې یوه فعال، عبدالرحمان معاون، وویل، «په ښار کې د افغان ملي اردو توظیف د امنیت د ټینګولو لپاره یو ګټور ګام دی، او مونږ یې ستاینه کوو،»

هغه وویل، «تاسو وینئ چې د افغان ملي اردو ځواکونه له دې خاورې څخه څومره په مېړانه دفاع کوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500