امنیت

په جلال اباد کې د داعش د ۲ مشرانو نیونه به راتلونکي بریدونه 'شنډ' کړي

د خالد زېري راپور

د ملي امنیت د ریاست ځانګړیو ځواکونو د داعش ۵ غړي او یو طالب اورپکی د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ونیول. محلي مقاماتو نیول شوي کسان د زمري په ۱۶مه په ننګرهار کې خبریالانو ته ور وښودل. [خالد زېری]‌

ننګرهار -- چارواکو وویل، چې د ملي امنیت د ریاست امنیتي ځواکونو د داعش د ترهګرې ډلې پنځه غړي، چې دوه مشران یې هم په کې شامل ول، او یو طالب اورپکی په جلال اباد کې ونیول.

محلي مقاماتو نیول شوي کسان د زمري په ۱۶مه په ننګرهار کې د ملي امنیت په یوه ولایتي دفتر کې خبریالانو ته ور وښودل.

د ننګرهار والي حیات الله حیات په غونډه کې وویل، چې دغه نیونه به د ولایت په مرکز کې ترهګریز پلانونه شنډ کړي.

حیات وویل، «د داعش پنځه او یو طالب ترهګر د هغوی له وسلو او هغو تجهیزاتو سره، چې هغوی غوښتل چې په ښار کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره یې وکاروي، یوځای، ونیول،»

د زمري په ۱۶ مه، پنځه د داعش غړي او یو طالب د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې رسنیو ته ښودل کیږي. محلي چارواکو وویل،‌ چې د یادو شپږو اورپکو په نیول کېدلو سره په جلال اباد کې د بریدونو مخه ونیول شوه. [خالد زېری]‌

د زمري په ۱۶ مه، پنځه د داعش غړي او یو طالب د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې رسنیو ته ښودل کیږي. محلي چارواکو وویل،‌ چې د یادو شپږو اورپکو په نیول کېدلو سره په جلال اباد کې د بریدونو مخه ونیول شوه. [خالد زېری]‌

د پولیسو د ځانګړیو واحدونو د عمومي قوماندانۍ سرتېري لیدل کیږي چې د زمري په ۱۶مه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ته رارسېږي.‌ دا واحد به له محلي مقاماتو سره په دغه ښار کې د امنیت د خوندي کولو په برخه کې کار وکړي. [خالد زېری]

د پولیسو د ځانګړیو واحدونو د عمومي قوماندانۍ سرتېري لیدل کیږي چې د زمري په ۱۶مه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ته رارسېږي.‌ دا واحد به له محلي مقاماتو سره په دغه ښار کې د امنیت د خوندي کولو په برخه کې کار وکړي. [خالد زېری]

هغه وویل، «له نیول شویو اورپکو څخه یوڅلوېښت بېلابېل ډول وسلې ونیول شوې. هغه د دې لپاره چمتو کړای شوې وې چې نورو اورپکو ته ورسول شي،»

چارواکي ادعا کوي، چې د داعش دغه دوه مشران د ولایت بېلابېلو برخو ته د چاودېدونکیو موادو، د ځانمرګو د واسکټونو او د داعش د کورنیو د غړو د لېږد مسؤلین ول.

حیات زیاته کړه، «ګل اعظم، چې د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی او د داعش د چاودېدونکیو موادو او د ځانمرګو د واسکټونو د رسونې مسؤل وو، په نیول شویو کسانو کې شامل دی،»

د ملي امنیت ریاست خبریالانو ته یوه ویډیو ور وښودله چې په کې اورپکي په خپلو جرمونو اعتراف کوي.

د داعش یوه محلي مشر، ګل علم، په ویډیو کې وویل، «هو، ما د داعش غړي ښار او نورو سیمو ته رسول، او هغوی غوښتل چې بریدونه ترسره کړي. ما خپلو هدفونو ته د رسېدلو لپاره له هرې وسیلې څخه کار اخیست،»

د داعش یوه بل غړي، عبدالرحیم، وویل، «کله به چې زمونږ کسان ټپیان شول، مونږ به هغوی انتقالول او د هغوی ټپونه به مو تداوي کول او ما به د هغوی پالنه کوله،»

حیات د خبریالانو په مخکې له نیول شویو کسانو څخه وپوښتل،«آیا تاسو مسلمانان یئ چې تاسو ملکي خلک شهیدان کوئ؟آیا تاسو په دین پوهېږئ؟ آیا تاسو کولی شئ چې د لمانځه معنی ماته وکړئ؟‌ آیا تاسو هغه جنګ، چې افغانان په کې شهیدان کیږي، جایز ګڼئ؟»

اورپکو د سرونو په ښورولو سره د «نه» ځواب ورکړ.‌

والي وویل،«تاسو جهاد نه کوئ،هغه څه، چې تاسو کوئ، د جهاد ضد عمل دی،»

امنیت ښه کیږي

حیات وویل، ملکي مشران له امنیتي ځواکونو سره کار کوي چې په جلال اباد کې امنیتي وضعه ښه کړي.‌

حیات وویل، چې د افغان ملي اردو سرتېري، چې د زمري په ۱۰مه له یو لړ مرګونو ترهګریزو بریدونو څخه وروسته جلال اباد ته لاړل، به په یوازې سر کار نه کوي، او زیاته یې کړه چې اردو به د ملي امنیت د ریاست منسوبینو او محلي پولیسو سره په ګډه کار کوي.

په دغو بریدونو کېهغه برید هم شامل دی چې د زمري په ۹ مه په جلال اباد کې د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو په ریاستترسره شو.

حیات وویل، د کورنیو چارو د وزارت د ځانګړیو ځواکونو قطعه، د پولیسو د ځانګړیو واحدونو عمومي قومانداني، هم ننګرهار ته رسېدلې ده.‌

د پولیسو د ځانګړیو واحدونو عمومي قوماندانۍ د زمري په ۱۶ مه له افغان ملي اردو څخه په جلال اباد کې امنیتي مسؤلیتونه واخیستل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500