امنیت

افغان ځواکونه په غزني ښار د طالب جنګیالیو له ناکام برید څخه وروسته د هغوی لټون کوي

ای اېف پي

افغان سرتېري، د ولایت په مرکز د زمري د ۱۸مې له ناکام برید څخه وروسته، په غزني ښار کې د طالب اورپکو لټون کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي/سلام ټایمز]

غزني -- افغان ځواکونو، د جمعې په ورځ /د زمري ۱۹مه/ وروسته له هغه، چې د ایتلاف هوایي بریدونو یاغیان په شا وتمبول، د هغو طالب جنګیالیو د لټون لپاره عملیات پیل کړل چې په غزني ښار یې د یوه لوی برید هڅه کړې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، «دښمنان له غزني ښار څخه په شا وتمبول شول،‌ او د هغوی له ډلې څخه خواوشا ۱۵۰ کسان یا ووژل شول او یا ټپیان شول،»

په اعلامیه کې راغلي، «له بده مرغه، چې دښمن اوس په ۴ مه ناحیه کې د عامو خلکو په کورونو کې پټېږي، او تصفیوي عملیات روان دي،»

افغان ځانګړي ځواکونه وروسته له هغه په غزني کې توظیف شول چې طالبانو په وروستیو کې هڅه وکړه چې د ښار مرکز ونیسي.دا برید په یاغیانو باندې د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د فشار په راتګ سره ترسره شو.

د غزني ولایت امنیه قوماندان، فرید احمد مشال، د زمري په ۱۹مه، په غزني ښار کې د طالبانو د یوه جنګیالي نبض ګوري. [د غزني پولیس/فیسبوک]

د غزني ولایت امنیه قوماندان، فرید احمد مشال، د زمري په ۱۹مه، په غزني ښار کې د طالبانو د یوه جنګیالي نبض ګوري. [د غزني پولیس/فیسبوک]

د غزني په ښار د زمري په ۱۹مه د طالبانو له یوه برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

د غزني په ښار د زمري په ۱۹مه د طالبانو له یوه برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

د غزني اوسېدونکیو وویل، چې د برید پېچلی ماهیت په خپله برخه کې بې سابقې دی.

د والي ویاند عارف نوري وویل، چې د ملکي خلکو په کورونو او د اردو د تلاشۍ په پوستو باندې د هاوان بریدونه وشول او په کوڅو کې د لسګونو طالبانو مړي پراته ول.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو ویاند وویل، څو ساعته وروسته له هغه، چې یاغیانو د پنجشنبې /د زمري ۱۸مې/ ناوخته په ښار باندې له ګڼو خواوو څخه برید پیل کړ، د جمعې د ورځې له سهار راهیسې جنګ «ورو شوی» دی.‌

خو د ټوپکو خال خال ډزې تر ماسپښین پورې روانې وې او کله ناکله نښتې کېدې. چارواکو له خلکو څخه غوښتي چې په خپلو کورونو کې دننه پاتې شي او تیت او پرک طالب جنګیالي په کوڅو کې ګرځي.

د جګړې له پیل راهیسې په سیمه کې برېښنا پرې شوې ده.

جسدونه په کوڅو کې پراته دي

د متحده ایالاتو ویاند وروسته ای اېف پي ته وویل، «لومړني راپورونه ښیي چې افغان امنیتي ځواک ته لږ تلفات ور اوښتي دي،» او زیاتوي چې امریکایي ځواکونو بریدګر هیلیکوپترونه توظیف کړي او د غبرګون په توګه بې پيلوټه الوتکې هم یو برید کړی دی.‌

په غزني کې د ملکي روغتون رییس، بازمحمد همت، وویل چې په جګړه کې لږ تر لږه ۱۶ افغانان وژل شوي چې ۱۴ عسکر او ۲ ملکيان دي.‌

د ولسمشر اشرف غني یوه ویاند، چې د هوایي بریدونو ترسره کېدل یې تایید کړل، وویل چې طالبانو ته درانه تلفات وراوښتي دي.

طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه او ادعا یې وکړه چې هغوی «په ښار کې دننه اکثرې حکومتي ودانۍ» نیولې،‌ او ۱۴۰ تنه عسکر یې وژلي یا ټپي کړي دي.

یاغیان اکثر وختونه د جګړې په ډګر کې خپلې لاسته راوړنې ډېرې، او ور رسېدلي زیانونه کم ښیي.‌

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د ټوېټر رسمي حساب د جمعې په ورځ ولیکل چې، «د متحده ایالاتو ځواکونو نن سهار په غزني کې له نژدې څخه د هوایي ملاتړ له لارې غبرګون وښود،»

په ټویټ کې راغلي، «افغان ځواکونو خپله ځمکه وساتله او د ټولو حکومتي مرکزونو کنټرول یې په لاس کې دی. دا د طالبانو له خوا یوه بله ناکامه هڅه ده چې غواړي ځمکه لاندې کړي او په ستراتیژیکه توګه غیرمنطقي عنوانونه جوړ کړي،»

ډېرېدونکی فشار

په غزني باندې برید د غوایي د میاشتې برید ته ورته دی، چې په کې طالبانو په فراه ښار برید وکړ. له یوې ورځې سخت جنګ څخه وروسته، افغان کمانډویانو او د ایتلاف هوایي بریدونو یاده ډله د فراه ښار لمنو ته ورسوله،او خواوشا ۳۰۰ اورپکي یې ووژل.

یاغیانو تر اوسه پورې د غني له خوا د سلواغې د میاشتې هغه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی چې حاضر دی د سولې بې قید او شرطه خبرې ترسره کړي.‌

البته، داسې احتمالي نښې شته چې دپلوماتیکې هڅې، چې اورپکي د سولې د خبرو مېز ته راولي،به نتیجه ورکول پیل کړي.

طالبانو له ډېر وخت راهیسې له متحده ایالاتو سره په مخامخ خبرو تاکید کاوه. واشنګټن په مکرر ډول دا غوښتنه ردوله، او ویل یې چې مذاکرات باید د افغانانو په مشرۍ وي.

په کابل کې مېشت تحلیلګر، هارون میر، وویل چې د جمعې د ورځې د برید هدف ښایي دا وي چې د سولې د رسمي خبرو له پیلولو څخه مخکې اعظمي نفوذ ترلاسه کړي.‌

میر وویل، «طالبان غواړي چې له قوي موقف څخه په خبرو کې ګډون وکړي،‌ او هغوی غواړي چې د سولې له احتمالي مذاکراتو څخه مخکې لوی ښارونه ونیسي،»

په ورته وخت کې، په دې هکله وړاندوینې په ډېرېدو دي چې ممکن حکومت د لوی اختر (د زمري ۳۰ - د وږي ۱) په مناسبت اوربند اعلان کړي.

د غبرګولي په میاشت کې یوه بې سابقې اوربند،د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه په موقت ډول ودروله،‌ او جګړه ځپلیو افغانانو ته یې له تاوتریخوالي څخه پرته د ارام د ساه اخیستلو یو فرصت په لاس ورکړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یقینا چې دا هر څه دخفګان دي. کاش چې امنیتي ځواکونه په غزني کې مخکې له دې چې طالبان په ښار حمله وکړي ځای پرځای شوي وای. کیدای شي چې په هغه صورت کې هم د عسکرو، ملکي خلکو او هم د جاهلو طالبانو د قتل مخه نیول شوې وای.‌ افسوس زمونږ د خلکو په حال چې نه پرې مسلمان ګاونډي رحم وکړ او نه غیرمسلمان دوست.

ځواب ورکړئ