امنیت

غزني ته په داسې حال کې نور سرتېري ورسېدل چې طالب اورپکو د ملکي خلکو په کورونو کې ځایونه نیولي دي

ای اېف پي او سلام ټایمز

د زمري په ۱۹مه، په غزني ښار د طالبانو له برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

د زمري په ۱۹مه، په غزني ښار د طالبانو له برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۲ مه/ وویل، چې افغانستان د غزني ولایت په جنګ کې ایسار مرکز ته تازه ملاتړي سرتېري ور ولېږل. په دغه ښار کې طالب اورپکي د ملکي خلکو په کورونو کې پټ شوي دي.

څلور ورځې وروسته له هغه،چې طالبانو په دغه ستراتیژیک ښار باندې برید پیل کړ،حکومت تاکید کوي چې د مهمو دفترونو کنټرول لا هم د دوی په لاس کې دی.

خو ملګرو ملتونو هغه وخت د انسانانو په هکله د ډېرېدونکې وېرې خبرداری ورکړ چې اوسېدونکیو وویل چې د خوړو او درملو له کمي سره مخامخ دي،‌ په داسې حال کې چې د ای اېف پي یوه خبریال وویل چې اورپکي دروازه په دروازه ګرځي او د اوبو،‌ چای او د ټپي شویو جنګیالیو د لېږدولو لپاره لاسي کراچۍ او ځولۍ ټولوي.

د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه فیسبوکي پست کې وویل، چې افغان ځواکونو د هغو اورپکو پر ضد، چې په ښار کې پټ شوي دي، له څلورو بېلابېلو خواوو څخه بریدونه شروع کړي دي.‌

UNTRANSLATED

UNTRANSLATED

د افغان ملي اردو سرتېري د غبرګولي په ۴ مه په غزني ولایت کې سره راټول شوي چې د کاروانونو د تېرېدلو لاره له یاغیانو څخه پاکه کړي. [د افغان ملي اردو له خوا اخیستل شوی عکس چې د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا وړاندې شو]

د افغان ملي اردو سرتېري د غبرګولي په ۴ مه په غزني ولایت کې سره راټول شوي چې د کاروانونو د تېرېدلو لاره له یاغیانو څخه پاکه کړي. [د افغان ملي اردو له خوا اخیستل شوی عکس چې د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا وړاندې شو]

د غزني اوسېدونکیو د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۱ مه/ ای اېف پي ته وویل، چې د اورپکو او عسکرو مړي په کوڅو کې اخوا دې خوا پراته دي.

هغوی وویل،‌ چې د ښار برېښنا بنده شوې، او د خوړو قېمتونه مخ پورته روان دي.‌

د غزني ژورنالستې فایضې فایض، چې له یاد ښار څخه له را وتلو وروسته د یکشنبې په ورځ کابل ته را ورسېده، وویل، «هر چا غوښتل چې یوه لاره پیدا کړي او له ښار نه پرې وتښتي. اوس هم چې جنګ له یوې کوڅې څخه بلې ته ځي، ډېر خلک په خپلو تلخونو کې پټ دي،»

مخابراتي شبکې تر ډېره له کاره غورځېدلي، او چارواکي ډېرې خبرې نه کوي،‌ چې دا حالت د معلوماتو تایید سختوي.‌

د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل چې له پنجشنبې/د زمري ۱۸ مې/ راهیسې، چې جنګ پیل شوی، لږ تر لږه ۱۰۰ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي، په داسې حال کې چې له ۱۹۴ څخه ډېر طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپیان دي.

د ملکي خلکو حقونه

ملګرو ملتونو په ټولو ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د هغو ملکي خلکو، چې په جنګ کې ایسار دي،‌ د حقونو درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې وویل، «د راپورونو له مخې، په مرکزي روغتون کې درمل کم شوي، او خلک نشي کولی چې ټپيان د درملنې لپاره ورسوي،»

دا عام وژنه د طالبانو له خوا د یوه ښاري مرکز د نیولو لپاره تر ټولو وروستۍ هڅه وه، او په داسې حال کې کېږي چې په یاغیانو باندې فشار زیات شوی چې له حکومت سره د سولې خبرې شروع کړياو د نژدې ۱۷ کالو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

هغه همدارنګه د طالبانو له خوا تر ټولو لوی تکتیکي عملیات وو چې د غبرګولي په میاشت کې له هغه بې سابقې اوربند څخه وروسته یې پرې لاس پورې کړچې جنګ یې د موقت وخت لپاره ودراوه، او جګړه ځپلیو افغانانو ته یې د ارام د ساه اخیستلو فرصت په لاس ورکړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500