زده کړه

په هرات کې یوه مرکز ښځو ته د ټکنالوجۍ د مهارتونو د زده کړې فرصتونه برابر کړي دي

د نصیر صالحي راپور

د بي بي سرای مرکز، چې په هرات ښار کې واقع دی، د هرات پوهنتون د پنځو محصلانو له خوا پیل شوی، او هدف یې دا دی چې د ټکنالوجۍ، انټرنټ او کمپیوټر په برخه کې د ښځو مهارتونه پیاوړي کړي.‌ [نصیر صالحي]‌

هرات -- د هرات ولایت پنځو ښځو د هغه ځای ښځو ته داسې یو ځای برابر کړی چې کولی شي بېلابېل ټکنالوجیکي او کمپیوټري مهارتونه په کې په وړیا توګه زده کړي.

دغو ښځو، چې پخوانۍ همصنفیانې او د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس د پوهنځي فارغانې دي، د بي بي سرای مرکز یو کال مخکې په خپل لګښت پرانست. د هغوی هدف دا دی چې د ټولو عمرونو ښځې له کمپیوټر او انټرنټ سره بلدې کړي.‌

د بي بي سرای مرکز رییسې، ثمیا روان، وویل، «مونږ ډېرې ستونزې او محدودیتونه لرل، چې په هغو کې د ښځو لپاره د داسې انټرنټ کافيانو نشتوالی هم وو چېرې چې باید مونږ د خپلو ښوونځيو په راسپارل شویو کارونو او پروژو باندې کار کړی وای،»‌

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌«له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، مونږ تصمیم ونیو چې داسې یو چاپېریال جوړ کړو چې هلته مونږ وکولیشو چې د ټکنالوجۍ په برخه کې د ښځو ستونزې حل کړو،»

ښځو د چنګاښ په ۲۷ مه په هرات ښار کې د بي بي سرای په مرکز کې د کمپیوټر په یوه ټولګي کې برخه اخیستې ده. [نصیر صالحي]

ښځو د چنګاښ په ۲۷ مه په هرات ښار کې د بي بي سرای په مرکز کې د کمپیوټر په یوه ټولګي کې برخه اخیستې ده. [نصیر صالحي]

د بي بي سرای مرکز زده کوونکې د چنګاښ په ۲۷ مه د شطرنج لوبه کوي. [نصیر صالحي]‌

د بي بي سرای مرکز زده کوونکې د چنګاښ په ۲۷ مه د شطرنج لوبه کوي. [نصیر صالحي]‌

زده کوونکې د چنګاښ په ۲۳ مه په هرات کې د بي بي سرای په روزنیز او ښوونیز مرکز کې د کمپیوټر د کارولو طریقه زده کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

زده کوونکې د چنګاښ په ۲۳ مه په هرات کې د بي بي سرای په روزنیز او ښوونیز مرکز کې د کمپیوټر د کارولو طریقه زده کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

تر اوسه پورې، له ۱۰۰ څخه ډېرو ښځو په دغه مرکز کې زده کړې کړي دي.‌

روزنیز کورسونه له درېوو څخه تر څلورو اونیو پورې وخت کې تکمیلېږي، او په هر کورس کې له ۳۰ څخه تر ۵۰ پورې ښځې روزل کیږي.‌

د کمپیوټر په برخه کې په روزنه سربېره، دغه مرکز د ریزیومي لیکنې او ټولنیزو شبکو او همدارنګه د ښوونځي او پوهنځي د پروژو په برخه کې مرسته کولو په هکله صنفونه وړاندې کوي.

دا مرکز همدارنګه یو کتابتون لري او د شطرنج صنفونه وړاندې کوي.‌

د مرکز د وېب سایټ د معلوماتو په اساس، د دغه مرکز نوم د لومړۍ مېرمنې بي بي ګل او «ټولو هغو پیاوړو الهام بخښونکیو افغان ښځینه مشرانو چې تر هغې مخکې تېرې شوې دي» په نوم نومول شوی دی.

نجونې پیاوړې کول

په هرات کې ځوانې ښځې د خپلو ښوونځیو په پروژو د کار کولو لپاره انټرنټ کافیانو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخامخ دي.

د بي بي سرای د مؤسسینو له جملې څخه یوې، مرسل جامي، چې ۲۴ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «په بي بي سرای کې، زمونږ له هدفونو څخه یو دا دی چې ښځو ته تر ټولو تازه ټکنالوجيکي میتودونه ور وښیو، چې هغوی هم له سړیو سره په یوه سطحه د ټکنالوجۍ په ساحه کې پرمختګ وکړي،»

په هرات پوهنتون کې د انګلیسي ادبیاتو یوې محصلې نرګس توکلي، چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، «بي بي سرای ته له راتګ څخه مخکې، زه د کمپیوټرونو په هکله په هېڅ‌ نه پوهېدم او ما یوازې دا کولی شوی چې کمپیوټر ولګوم او ګل یې کړم،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «خو په دې مرکز کې له داخلېدلو څخه وروسته، ما دا زده کړل چې څنګه کمپیوټر په ډېر ښه ډول وکاروم او ماته یې ډېر داسې شیان راوښودل چې پخوا پرې نه پوهېدم،»

هغې وویل، «مونږ داسې پروګرامونه زده کړي چې هغه کولی شي له مونږ سره مرسته وکړي چې خپلې د پوهنتون پروژې چمتو کړو،»

ګل پري حسیني، چې ۲۲ کاله عمر لري، د هرات پوهنتون د انګلېسي ادبیاتو بله محصله ده،‌ چې اصلاً د غزني ولایت اوسېدونکې ده. هغې وویل، کله چې هغه تېر کال پوهنتون ته داخله شوه «د کمپیوټر په هکله په هېڅ خبره نه» وه.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه بي بي سرای مرکز ته له راتګ څخه مخکې له کمپیوټر سره بلده نه وم، خو په دې مرکز کې، ما د وېنډوز، ورډ او پاورپواینټ په څېر پروګرامونه زده کړل. زه کولی شوم چې سلایډونه تیار کړم او په خپلو پروژو باندې کار وکړم.»

هغې وویل، «زه کولی شم چې غوره سلایډونه تیار کړم،»

د ټکنالوجۍ تدریس

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل،‌«د دغو ځوانو ښځو له خوا دا نوښت د ستاینې وړ دی،»‌

هغه وویل، «د اړوندو موسسو او ... د پوهنې ریاست، پوهنتون او داسې نورو او همدارنګه د خصوصي ادارو له لارې، مونږ هڅه کوو چې د بي بي سرای د مرکز د فعالیتونو د لا نور انکشاف لپاره له ټولو موجودو فرصتونو څخه استفاده وکړو،»‌

د ښخو د حقونو فعالان وایي، د ټکنالوجۍ په برخه کې د ښځو او نجونو د ظرفیتونو جوړول کولی شي چې د هغوی ژوند ته پراخه وده ورکړي.‌

د ښځو د حقونو فعالې او د هرات ولایت د څارنوالۍ پخوانۍ رییسې ماریا بشیر وویل، «د افغانستان په ټولنه کې، چې یوه دودیزه او په لوړه سویه د سړیو تر واک لاندې ټولنه ده، ښځې تل له ښوونې او روزنې، په ځانګړې توګه له عصرۍ ټکنالوجۍ لکه کمپیوټر او انټرنټ څخه محرومې شوي دي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت... مسؤلیت لري چې نجونو ته له اړتیا سره سمې اسانتیاوې او فرصتونه برابر کړي چې عصري پوهه او ټکنالوجي زده کړي،»

هغې زیاته کړه، «دا ډېره هیله بخښونکې ده چې ښځې پخپله په دې کار کوي چې خپل ژوند ته وده ورکړي،»

هغې وویل، «ښځې او نجونې کولی شي چې له خپلو نارینه شریکانو سره اوږه په اوږه د پوهې او ساینس په هکله مطالعه وکړي او زده یې کړي، او کولی شي چې د افغانستان په نېکمرغۍ او انکشاف کې یو ګټور رول ولوبوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500