امنیت

د تش په نامه قاضي القضات له خوا د سولې لپاره غږ د طالبانو تر منځ ژور درزونه ښیي

د نصیر صالحي راپور

هرات -- په داسې حال کې چې ځینې ډلې له افغان حکومت سره خبرو اترو کولو ته د پخوا په نسبت ډېر میلان ښیي، یو لیک، چې ادعا کیږي د طالبانو تش په نامه قاضي القضات مولوي عبدالحکیم لاسلیک کړی او د سولې غوښتنه کوي، د دغه اورپکي ګروپ دننه د وېش تر ټولو وروستۍ نښه په ګوته کوي. [نصیر صالحي]‌

هرات -- په داسې حال کې چې ځینې ډلې له افغان حکومت سره خبرو اترو کولو ته د پخوا په نسبت ډېر میلان ښیي، یو لیک چې د سولې غوښتنه کوي او ادعا کیږي چې د طالبانو تش په نامه قاضي القضات لاسلیک کړی، د دغه اورپکي ګروپ دننه د وېش تر ټولو وروستۍ نښه په ګوته کوي.‌

دغه لیک، چې مولوي عبدالحکیم لاسلیک کړی، د زمري په ۴ مه په هرات ولایت کې راڅرګند شو. د هغه کاپیانې د جوماتونو امامانو او ملکي خلکو ته ور ورسېدلې او د هرات ولایت په کشک کهنه، رباط سنګي، ګلران، شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو او نورو ځایونو کې په دېوالونو ولګول شوې.

په هغه کې،‌ حکیم د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د غبرګولي په میاشت کې د کوچني اختر په ترڅ کې د یوه پخواني اوربند ستاینه کړې، چې کریډېټ یې افغان حکومت، چې لومړی یې اوربند اعلان کړ، ترلاسه کړ..

په لیک کې راغلي، «[د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده] له حکم او د طالبانو د رهبري شورا د غړو له مشورې څخه وروسته، د کوچني اختر په ترڅ‌ کې درې ورځې اوربند وشو، چې په ترڅ کې یې د مجاهدینو او هغو ځواکونو په شمول، چې د کابل د امنیت لپاره توظیف شوي ول، زمونږ یو زیات شمېر ورونه خپلو ښارونو او ولسوالیو تهلاړل او له خپلو خپلوانو او کورنیو سره یوځای یې اختر ولمانځه،»

د طالبانو تش په نامه قاضي القضات مولوي عبدالحکیم په یوه لیک کې، چې تېره میاشت څرګند شو، د غبرګولي د میاشتې اوربند ستایلی دی. [نصیر صالحي]

د طالبانو تش په نامه قاضي القضات مولوي عبدالحکیم په یوه لیک کې، چې تېره میاشت څرګند شو، د غبرګولي د میاشتې اوربند ستایلی دی. [نصیر صالحي]

د هرات ولایت امنیه قوماندان امین الله امرخېل، په پوځي لباس کې،‌ د غبرګولي ۲۵ مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندانانو سره خبرې کوي. [نصیر صالحي]‌

د هرات ولایت امنیه قوماندان امین الله امرخېل، په پوځي لباس کې،‌ د غبرګولي ۲۵ مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندانانو سره خبرې کوي. [نصیر صالحي]‌

لیک وایي، «نه یوازې مجاهدین، بلکې همدارنګه ټول افغان ولس، [د هبت الله] په دې پرېکړه خوښ شو. نو، دا به مناسبه وي چې په راتلونکي کې،‌ په جهادي فعالیتونو سربېره، د طالبانو رهبري د عامو خلکو او مجاهدینو دواړو غوښتنو ته پاملرنه وکړي،»

لیک مخکې وایي، «سربېره پر دې، توصیه کیږي چې مجاهدین دې په ټولو هغو خبرو او مذاکراتو کې برخه واخلي چې هغه ملت ته ریښتنې سوله او خوشحالي راولي،»

حکیم په لیک کې ویلي، «مونږ [د طالبانو] د رهبرۍ شورا په غړو غږ کوو چې په افغانستان کې دننه او بهر د افغانستان د خلکو له استازو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره د سولې په مشروطو او یا غیر مشروطو خبرو کې برخه واخلي، چې [طالبان] وکولی شي چې هغه مسؤلیت ترسره کړي چې هغوی یې د افغانستان د خلکو په وړاندې لري،»‌

«زه هیله لرم چې، په دې سربېره، د طالبانو لارښوده شورا په هغو پرېکړو باندې بیاکتنه وکړي او بیا وګوريچې معززو دیني عالمانو کړي،‌او د سولې غونډو ته د خپلو استازو په لېږلو سره افغانانو، او همدارنګه نړیوالې ټولنې ته خپل موقف روښانه کړي.»

حکیم لیکلي، «په داسې کولو سره، [طالبان] کولی شي چې یو ځل بیا د ورونو اسلامي هېوادونو اعتماد او مادي او معنوي ملاتړ ترلاسه کړي،»

له جګړې څخه د طالبانو ستړیا

په هرات ولایت کې چارواکو د طالبانو د اعلان هرکلی کړی دی.

د هرات د والي د ویاند، جېلاني فرهاد، په وینا،‌د طالبانو نوی موقف ښیي چې دغه ډله د جنګ له دوام څخه ستړې شوې ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په مخکیني اوربند پسې، مونږ د سولې په پروسه کې د طالبانو په علاقه مندۍ کې ډېرښت ولید. دا اعلان ښیي چې د طالبانو د رهبرۍ یوه زیاته برخه د سولې په رامنځته کولو کې علاقه مندي لري.»

د هرات د امنیتي چارواکو په وینا، په دې ولایت کې ډېرو طالب اورپکو وار دمخه جنګ بس کړی او غواړي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

د ولایت امنیه قوماندان امین الله امرخېل وویل، د کوچني اختر له اوربند څخه وروسته، په هرات کې د تاوتریخوالي سطحه را ټیټه شوې ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ټولو هغو وسله والو یاغیانو ته، چې سوله غواړي، خپل لاسونه ور اوږدوو او غېږې مو ورته خلاصې دي،»

امرخېل وویل،‌ «خو دا ځل او له هغې تجربې څخه، چې مونږ د اختر په ورځو کې له تېر اوربند څخه ترلاسه کړه، مونږ به ډېره پاملرنه وکړو چې زمونږ ولس، زمونږ امنیتي ځواکونه، زمونږ لویې لارې او زمونږ ولسوالۍ ژوبل نشي،»‌

هغه وویل، «مونږ د ملي وحدت د حکومت د مشرانو له خوا کېدونکې فیصلې ته انتظار باسو،»

یو طلایي فرصت

په هرات کې سیاسي کتونکي او محلي اوسېدونکي هم هیله مند دي چې کېدای شي دغه لیک دا معنی ولري چې طالبان به خپله سختي رانرمه کړي او د ملت سوله غوښتونکي غږ ته به غوږ ونیسي.

په هرات کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، محمد رفیق شهیر، سلام ټایمز ته وویل، «د نړیوالې ټولنې له خوا زیاتېدونکي فشار طالبان مجبور کړي چې د سولې پروسه ومني،»

«د طالبانو له خوا د سولې او اوربند وړاندیز ښیي چېدغه ډله له جنګ څخه څومره ستړې شوې ده،او په حقیقت کې دا په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې بریالیتوب په ګوته کوي.»

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال شعیب کریمي، چې ۳۳ کاله عمر لري، وویل، دا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ‌ د خبرو اترو د پیلولو لپاره ډېر ښه وخت دی، او دواړه لوري باید له دې طلایي فرصت څخه ګټه واخلي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، په سوله کې خیر دی، او د سولې په نتیجه کې په یوه ټولنه کې ارامي او نېکمرغي راځي.‌ هر هغه کار چې افغانستان ته سوله او ثبات راولي، که هره ډله یا ګروپ یې کوي، د ستاینې وړ دی،»‌

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال،‌ سید اشرف سادات، چې ۴۰ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هیله لرو چې په تدریج سره له اوربند څخه سولې ته واوړو. دا کاملاً روښانه ده چې ټول اړخونه له جګړې څخه ستړي شوي دي. مونږ هیله لرو چې د دې اوربند له لارې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي.»

په شینډنډ ولسوالۍ کې یوه قومي مشر، تور محمد ظریفي، د طالبانو له خوا راتلونکې ځینې مثبتې نښې وستایلې.‌

ظریفي سلام ټایمز ته وویل، «طالبان باید پوه شي چې هر هغه څوک، چې په افغانستان کې په هر نامه وژل کیږي، افغان دی او دا چې د دې ویجاړوونکې جګړې ګټه یوازې د افغانستان دښمنانو ته ورځي،»

هغه وویل، «مونږ، عام خلک، د طالبانو او حکومت تر منځ د اوربند دوام غواړو،او مونږ هیله لرو چې دا اوربند به د جنګ د پای ته رسولو او هېواد ته د سولې د راوستلو سبب شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500