امنیت

په کابل کې په یوه تعلیمي مرکز په ځانمرګي بمي برید کې په لسګونو زده کوونکي ووژل شول

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې بې نېټې عکس کې په کابل کې د موعد روزنیز مرکز یوه درسي خونه ښودل شوې ده.‌ یوه ځانمرګي بمي بریدګر د زمري په ۲۴ مه په دغه ښوونځي کې، چې د ۹ - ۱۲مو ټولګیو زده کوونکي یې په نښه کړل، لږ تر لږه ۴۸ افغانان ووژل، چې اکثر یې زده کوونکي ول. [ټوېټر/هوشدار میډیا]

په دې بې نېټې عکس کې په کابل کې د موعد روزنیز مرکز یوه درسي خونه ښودل شوې ده.‌ یوه ځانمرګي بمي بریدګر د زمري په ۲۴ مه په دغه ښوونځي کې، چې د ۹ - ۱۲مو ټولګیو زده کوونکي یې په نښه کړل، لږ تر لږه ۴۸ افغانان ووژل، چې اکثر یې زده کوونکي ول. [ټوېټر/هوشدار میډیا]

کابل -- چارواکو وویل،‌ چې په لسګونو افغانان، چې باور کیږي ډېر یې زده کوونکي ول، هغه وخت ووژل شول چې یوه ځانمرګي بمي برید د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲۴ مه/ د کابل په یوه شیعه مېشته سیمه کې یو ښوونځی په نښه کړ.‌

خواوشا یو درجن امبولانسونه د ښار په لوېدیځ کې موعد تعلیمي مرکز ته ورغلل، چېرې چې زده کوونکیو او خپلوانو وویل چې د یوې درسي خونې له ویجاړیو څخه یې په وینو لړلي قربانیان را واېستل. په دغه درسي ټولګي کې تنکیو ځوانانو کانکور ته تیاری کاوه.‌

د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي وویل، «نن ماسپښين خواوشا ۴ بجې، یوه ځانمرګي بمي بریدګر، چې ځان پورې یې چاودېدونکي مواد تړلي ول، خپل ځان په موعد تعلیمي مرکز کې وچاوه،»

هغه وویل، «په چاودنه کې ۳۷ کسان ووژل شول، او له ۴۰ څخه ډېر نور ټپیان شول،» او زیاته یې کړه چې د هغوی «مطلق اکثریت» زده کوونکي ول.

کارکوونکي په کابل کې په موعد تعلیمي مرکز کې، وروسته له هغه، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د ۹ - ۱۲مو ټولګیو لږ تر لږه ۴۸ زده کوونکي افغانان ووژل، خرابه شوې درسي خونه پاکوي.‌ [ټوېټر/هوشدار میډیا]

کارکوونکي په کابل کې په موعد تعلیمي مرکز کې، وروسته له هغه، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د ۹ - ۱۲مو ټولګیو لږ تر لږه ۴۸ زده کوونکي افغانان ووژل، خرابه شوې درسي خونه پاکوي.‌ [ټوېټر/هوشدار میډیا]

هغه خبرداری ورکړ چې کیدای شي دا شمېر زیات شي. نورو چارواکو د وژل شویو شمېر ۴۸ کسان وښود او ویې ویل چې په شلګونو نور ټپیان دي.

دا روښانه نه ده چې هغه وخت په دغه مرکز کې څو تنه زده کوونکي موجود ول.

یوه عیني شاهد، چې زده کوونکی وو او علي احمد نومېده، وویل هغه وخت چې بمي بریدګر برید وکړ ښایي چې تر ۱۰۰ پورې زده کوونکي به دننه ول، خو چارواکو تر اوسه پورې دغه شمېر نه دی تایید کړی.

هیچا هم د دغه بمي برید، چې ولسمشر اشرف غني سمدلاسه په یوه اعلامیه کې تایید کړ، مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر باندې په پېښه کې لاس لرل رد کړل.

د ملکي خلکو تلفات په ډېرېدلو دي

د ملګرو ملتونو یوه وروستي راپور وښودله، چې د اورپکو بریدونه او ځانمرګې بمي چاودنې د ۲۰۱۸ په لومړۍ نیمایي کې د ملکي خلکو د مړینې غټ سببونه ول.

داعش په وروستیو میاشتو کې په جلال اباد او پلازمېنه کې ګڼ شمېر بریدونه ترسره کړيچې د حکومت له وزارتونو څخه نیولې د قابلو د روزنې تر مرکز پورې بېلابېل هدفونه یې په نښه کړي دي.

دغې ډلې په جوماتونو او غونډو کې په وحشتناکو فرقه یي بریدونو کې په مخ پر ودې ډول شیعه اقلیت په نښه کړی دی.‌

د دې میاشتې په لومړیو کې، داعش د هغو جوړه چاودنو مسؤلیت پرغاړه واخیستچې په ګردېز کې وشوې او لږ تر لږه ۳۵ افغانان یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران پر ضد د متحده ایالاتو له خوا د بندیزونو له لګولو او د افغانیو په وړاندې د ریال د ارزښت له لوېدلو څخه وروسته، افغانستان ته د افغان هېوادوالو د راستنېدلو یوه څپه پیل شوه. په لږ وخت کې، ۵۰۰۰۰۰ کسان هېواد ته راستانه شول، چې هر یو یې یو خاص مهارت لري،‌ او هر یو له ایران څخه افغانستان ته له هیلو، خوبونو، الهامونو او، البته، خفګانونو سره راستون شو. دا کیدای شي دا د بیارغونې پیل او د کډوالۍ پای وبلل شي، البته، په پيل کې ایران د دې مخه ونیوله چې افغانان له هغه هېواد څخه راوځي. بیا، هغوی زړه توطیه تطبیق کړه،‌ چې د جګړې او نا امنۍ انګېزه وه، چې د طالبانو او داعش د حمایه کولو او پیاوړي کولو له لارې یې، چې هغوی زمونږ په ښارونو کې ډېر بریدونه ترسره کړل، ناهیلي او خفګان خپاره کړل. د هغوی هدف دا وو چې کډوال، چې اکثر یې د شیعه مېشتو سیمو خلک ول، خفه او په غوسه شي او خپل وطن ته په افتخار سره راستانه نشي. هغوی غوښتل چې ایران یو ځل بیا له هغو حالاتو څخه په ناوړه استفادې سره چې شیعه ګان په کې اوسېږي، کسان استخدام کړي او ظلم پرې وکړي. هغوی غوښتل چې په خپل هېواد کې د کډوالو په ساتلو سره، د ایراني پیسو (ریال) د رالوېدلو مخه ونیسي، او د کډوالو او کډوالۍ اړوندو وظایفو او کاري فرصتونو، چې هغوی یې د کډوالو د مدیریت او قاچاق له لارې ترلاسه کوي، د له منځه تللو مخه ونیسي.‌ په غزني باندې د برید په سبا شپه، د ایران دولتي خبري اژانس یو خبري راپور خپور کړ چې ادعا یې وکړه چې ایران یو ازاد شوی بندي بېرته خپل هېواد ته لېږلی دی. هغوی وویل، «په سیمه کې له یوه بریالي عملیات څخه وروسته، مونږ خپل ملګری [امنیتي افسر] چې له دښمن سره یرغمل وو، ازاد کړ،» پاکستان او ایران دواړه د دغو جنایتونو تر شا لاس لري.‌

ځواب ورکړئ

اخواني جهادي تنظیمونه، طالبان، داعشیان دا ټول د یوه خره پښې دي، خو دا پښې ودرولې چا دي او قوت څوک ورکوي؟ دا داسې پوښتنه ده چې یوازې امریکایان او پاکستانیان یې په ځواب پوهېږي. ورسره ایرانیان او روسان هم. بدبختي د افغان وطن د بې ګناه ځوانانو ده چې هره ورځ مري، او ورځ تر بلې په وطن کې یتیمان او کونډې ډېریږي.

ځواب ورکړئ