امنیت

د زابل خلکو طالبانو ته وویل، 'نور باید جنګ پای ومومي'

د ضیا ثمر راپور

د زابل ولایت له ۳۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو، د مدني ټولنې فعالانو، ځوانانو، ښځو او قومي مشرانو، چې د زمري په ۱۷مه یې په مرکز قلات کې جوړه شوې یوه غونډه کې برخه واخیستې وه،‌ د ولسمشرغني د سولې پلان او د طالبانو د جګړې پر ضد په سعودي عربستان کې د علماوو د نړیوال کانفرانس له خوا صادرې شوې وروستۍ فتوا څخه ملاتړ اعلان کړ. [د زابل ولایت د سولې شورا]

زابل -- د زابل ولایت له ۳۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو، د مدني ټولنې فعالانو، ځوانانو، ښځو او قومي مشرانو، چې د زمري په ۱۷مه یې په مرکز قلات کې جوړه شوې یوه غونډه کې برخه واخیستې وه،‌ د ولسمشرغني د سولې پلان او د طالبانو د جګړې پر ضد په سعودي عربستان کې د علماوو د نړیوال کانفرانس له خوا صادرې شوې وروستۍ فتوا څخه ملاتړ اعلان کړ.

د ولایت په مرکز قلات کې د زمري د ۱۷مې د غونډې برخه والو وویل، په جګړه کې ښکېل لوري باید یو اوږدمهاله اوربند اعلان کړياو جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

د قلات ښار یوه دیني عالم، مولوي فضل احمد میرخېل، په غونډه کې د وینا پر وخت وپوښتل،«زمونږ اساسي قانون په سیمه کې د نورو اساسي قوانینو په نسبت ډېر اسلامي دی...او چې داسې ده بیا نو طالبان ولې جنګ کوي؟»

هغه وویل، «د شریعت له مخې، دلته د افغانستان د اسلامي حکومت پر ضد جهاد او وسله واله مبارزه جواز نه لري. مونږ له طالبانو څخه غواړو چې نور دې جنګ نه کوي او خپلې وسلې دې کېږدي او سوله دې ومني،»

د زابل له ۳۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو، چې د زمري په ۱۷ مه یې په مرکز قلات کې جوړه شوې یوه غونډه کې برخه اخیستې وه، له طالبانو څخه وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او سولې ته مخه کړي. د غونډې برخه والو د ولسمشر اشرف غني د سولې پلان څخه ملاتړ اعلان کړ. [د زابل د سولې ولایتي شورا]

د زابل له ۳۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو، چې د زمري په ۱۷ مه یې په مرکز قلات کې جوړه شوې یوه غونډه کې برخه اخیستې وه، له طالبانو څخه وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او سولې ته مخه کړي. د غونډې برخه والو د ولسمشر اشرف غني د سولې پلان څخه ملاتړ اعلان کړ. [د زابل د سولې ولایتي شورا]

هغه زیاته کړه، «قران، حدیث او اجماع دلته جنګ کول ناجایز بولي، او باید ونشي،»

د زابل د مرکزي جومات امام،‌ مولوي سردارمحمد میهون، طالبانو ته په خطاب کې وویل، چېاوس د دې وخت دی چې په افغانستان کې د اوږدې مودې جګړه پای ته ورسول شي.

میهون غونډې ته وویل، «څو کاله کیږي چې افغانان یو د بل په وړاندې جنګ کوي،‌ او اوس د دې وخت دی چې جګړه پای ته ورسول شي او افغانان په سوله کې ژوند وکړي،»

د دیني عالمانو درناوی کول

میهون وویل، افغانانو د دیني عالمانو د هغې غونډې، چې په سعودي عربستان کې دایره شوې وه او هغه چې په کابل کې دایره شوې وه او په طالبانو یې غږ وکړ چې جګړه ودروي او د سولې خبرو ته کېني، ملاتړ وکړ.

هغه د دیني عالمانو یوې غونډې ته، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د چنګاښ په ۱۹ - ۲۰ مه، په مکه معظمه او جده کې راټول شوي ول،او یوې بلې غونډې ته، چې د غبرګولي په ۱۴مه په کابل کې وشوه، اشاره وکړه.

په ۱۳۶۰مو کلونو کې د شوروي اتحاد پر ضد د زابل ولایت د مجاهدینو د شورا رییس، حاجي عبدالواسع توخي، چې ۶۵ کاله عمر لري، د غونډې برخه والو ته وویل، «سوله د هر چا ارمان دی، او دا ارمان به هغه وخت ترسره شي چې جنګیالي خپلې وسلې کېږدي او یو بل ته غاړې ورکړي،»

توخي وویل، «مونږ هغه وخت سره پخلا کېدای شو چې عسکر او طالبان یو بل خپل ورونه وبلي،»

د زابل ولایت د سولې د شورا منشي، سردار ولي سرحدي، په غونډه کې وویل، «د قران کریم او د رسول الله (ص) د ویناوو په اساس، د یوه مسلمان د وینې تویول ناجایز دي او هیڅوک باید یو مسلمان ونه وژني،»

سرحدي وویل، «د کعبې د امام له خوا صادره شوې فتوا د نړۍ د اکثرو دیني عالمانو له خوا منل کیږي،»

یوه غمځپلې مور

د غونډې په برخه والو کې خواوشا ۱۰۰ ښځې وې.

سلیمه، چې ۶۲ کاله عمر لري، او د قلات ښار اوسېدونکې ده، غونډې ته وویل چې د هغې څلور زامن -- چې ټول د پولیسو افسران ول، له خپلې خاورې څخه د دفاع په لاره کې وژل شوي دي.

هغې وویل، «زما څلور واړه زامن په یوه ورځ مړه شول، او هغوی زما مخې ته پراته ول. زه یوازې او بې چاره هغوی ته ناسته وم،»

هغې، چې مېړه یې هم مړ شوی دی، وپوښتل، «زه په کور کې هیڅوک نه لرم چې زما د کور ساتنه وکړي، زه څه کولی شم؟»

سلیمې وویل، «هغه چې په غرونو کې جنګ کوي هغه هم زمونږ زامن دي، او هغه چې دلته دي هم زمونږ زامن دي. مونږ سوله غواړو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500