امنیت

افغانستان د حکومت له خوا د مشروط اوربند د وړاندیز په وړاندې د طالبانو غبرګون ته انتظار کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان سرتېري د زمري په ۱۰ مه په جلال اباد کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې موټر تلاشي کوي. ولسمشر اشرف غني د زمري په ۲۸ مه د تلوېزیون له لارې په خپره شوې یوه وینا کې طالبانو ته یو مشروط درې میاشتنی اوربند اعلان کړ، خو ویې ویل چې اوربند به یوازې هغه وخت اعتبار ولري چې یاغیان هم ورته عمل وکړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

افغان سرتېري د زمري په ۱۰ مه په جلال اباد کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې موټر تلاشي کوي. ولسمشر اشرف غني د زمري په ۲۸ مه د تلوېزیون له لارې په خپره شوې یوه وینا کې طالبانو ته یو مشروط درې میاشتنی اوربند اعلان کړ، خو ویې ویل چې اوربند به یوازې هغه وخت اعتبار ولري چې یاغیان هم ورته عمل وکړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

کابل -- افغانستان د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۹/ د ولسمشر اشرف غني له خوا له ۱۷ کلنې جګړې څخه وروسته د یوه درې میاشتني اوربند وړاندیز ته د طالبانو د غبرګون لپاره انتظار کاوه.

غني د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۸ مه/ ناوخته د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د خپلې وینا په ترڅ کې د حکومت پلان څرګند کړ، او ویې ویل چې امنیتي ځواکونه به له دې اونۍ څخه اوربند مراعت کړي -- خو یوازې په هغه صورت کې چې اورپکي په ورته عمل لاس پورې کړي.

دغه ګام په افغانستان کې په فوق العاده توګه له تاوتریخوالي څخه ډکې یوې اونۍ پسې وروسته اخیستل کیږي چې طالبانو په کې په غزني کې یو خونړی برید ترسره کړاو په هېواد کې نور بریدونه ترسره شول، او داسې اټکلونه کیږي چې ښایي په سلګونو افغانان وژل شوي وي.‌

هغه همدارنګه د هېواد په شمال کې د طالبانو د یوه کاروان پر ضد له یوه هوایي برید څخه څو ساعته وروسته مخته ترسره کیږي،‌ چې د افغان ملي اردو د ویاند جګړن محمد حنیف رضایي په وینا خواوشا ۱۰۰ تنه اورپکي په کې ووژل شول.‌

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۲۶ مه په غزني کې له عسکرو سره ولیدل چې په هغه ولایت کې امنیتي وضعه وارزوي. هغه په ټوېټر وویل، «د غزني د شهیدانو د فاتحې تر څنګ، ما د دغه ولایت له خلکو،‌ ملکي او نظامي چارواکو سره، په جلا جلا توګه وکتل،»‌

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۲۶ مه په غزني کې له عسکرو سره ولیدل چې په هغه ولایت کې امنیتي وضعه وارزوي. هغه په ټوېټر وویل، «د غزني د شهیدانو د فاتحې تر څنګ، ما د دغه ولایت له خلکو،‌ ملکي او نظامي چارواکو سره، په جلا جلا توګه وکتل،»‌

ولسمشر وویل چې د هغه ادارې له دیني عالمانو،‌ سیاسي ګوندونو، ښځو، ځوانانو او د مدني ټولنې له ګروپونو سره له مشورو څخه وروسته، په دې اعلان سره د سولې په لاره کې «ټول خنډونه» لیرې کړي دي.

غني په خپل ټویټ کې ویلي، «مونږ د طالبانو په مشرتابه غږ کوو چې د یوې اوږدمهالې او حقیقي سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ښه راغلاست ووایي، او مونږ په هغوی تاکید کوو چې د اسلامي ارزښتونو او اصولو په اساس د سولې خبرو ته تیار شي،»

د طالبانو له خوا د بندیانو د ازادولو امکان

طالبانو سمدلاسه د غني وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی خو ژمنه یې کړې چې د لوی اختر په مناسبت، چې د زمري په ۳۰ مه پیلیږي، به «د دښمن سلګونه بندیان» ازاد کړي.

دا لا معلومه نه ده چې هغوی کوم بندیان ښیي.

په پاکستان کې د طالبانو یوه جیګپوړي غړي ای اېف پي ته وویل، چې هغوی ګوري چې مشرتابه یې اوربند ته رسمي غبرګون وښیي خو ویې ویل چې که اعلان ونشي هم ښایي د اختر په ترڅ کې جګړه ارامه شي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په هغو راپورونو انتقاد وکړ چې طالبان ښایي د اوربند له رسمي اعلان څخه پرته جګړه کمه کړي.

هغه خبریالانو ته وویل، «هر غیر رسمي اوربند یا د هېواد په ځینې برخو کې نرمي اوربند نه دی،» او زیاته یې کړه چې د هوکړې په نشتوالي کې په ګڼو ولایتونو کې پوځي عملیات روان دي. هغه وویل، «که هغوی په رسمي توګه [اوربند] اعلان کړي، مونږ به تر هغه وخته پورې [عملیات] ودروو څو چې هغوی [اوربند] ته دوام ورکوي.»

که اورپکي له اوربند سره موافقه وکړي، هغه به له ۱۳۸۰ کال راهیسې په ټول هېواد کې دویم اوربند وي.‌

د غبرګولي په میاشت کې اوربند هیلې وغوړولې

د لومړي اوربند په ترڅ کې، چې یوازې درې ورځې وو او د غبرګولي په میاشت کې په کوچني اخترکې وشو،‌په زرګونو یاغیان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ښارونو را ولوېدل، چې آیس کریم یې وخوړل، له امنیتيځواکونو سره یې سېلفي عکسونه واخیستل او خوښۍ یې وکړې.‌

دغې لنډې دمې داسې هیلې وغوړولې چې په هېواد کې د سولې د ممکنو خبرو لپاره یوه نوې لاره پرانستل کیږي.

د غزني له برید څخه مخکې، داسې احتمالي نښې موجودې وې چې د سولې د مذاکراتو د پیلولو لپاره دپلوماتیکې هڅې نتیجه ورکول پیلوي.

د غني وړاندیز ته ناټو او متحده ایالاتو دواړو ښه راغلاست ویلی، او د متحده ایالاتو خارجه وزیر، مایک پومپیو، په طالبانو غږ وکړ چې په دې کار کې برخه واخلي.

تر اوسه پورې لا دا روښانه نه ده چې ایا د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونه به په اوربند کې برخه واخلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500