ټولنه

په عکسونو کې:‌ افغانان د لوی اختر د لمانځنې لپاره تیاری کوي

سلام ټایمز

د وچې مېوې او ترکارۍ خرڅوونکی د زمري په ۲۸ مه په هرات کې په خپله غرفه کې ورتلونکیو مشتریانو ته ځان چمتو کوي.‌ [نصیر صالحي]‌

یو سړی په هرات کې د زمري په ۲۸ مه یو پسه، چې د لوی اختر د قربانۍ لپاره یې اخیستی دی، بیایي. [نصیر صالحي]‌

ښاریان د زمري په ۲۸ مه په هرات کې په یوه مارکېټ کې شیان اخلي. [نصیر صالحي]‌

خلک د زمري په ۲۸ مه په هرات کې له یوه مارکېټ څخه لیدنه کوي. [نصیر صالحي]‌

د هرات اوسېدونکي د زمري په ۲۸ مه د دې لپاره سره راټول شوي چې د را روان اختر د قربانۍ لپاره پسونه انتخاب کړي. [نصیر صالحي]

یو ځوان سړی په هرات کې د زمري په ۲۸ مه د اختر له لمانځنو څخه مخکې خواږه خرڅوي. [نصیر صالحي]‌

یو هلک په هرات کې د زمري په ۲۸ مه له لوی اختر څخه مخکې وچه مېوه خرڅوي. [نصیر صالحي]‌

هرات -- افغانانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د لوی اختر لپاره، چې د سې شنبې په ورځ /د زمري ۳۰ مه/ پیلېږي، خپل تیاري پیل کړي دي.

مشتریان په مارکېټونو ورمات شوي چې د اختر په ورځ د قربانۍ کولو لپاره پسونه او مالونه انتخاب کړي.

په پام کې ده چې اختر، د ولسمشر اشرف غني له خوا طالبانو ته د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۸ مه/ د وړاندیز شوي احتمالي درې میاشتني اوربند له پیل سره په یو وخت پیل شي.

طالبانو سمدلاسه د غني وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی، خو ویلي یې دي چې هغوی به د لوی اختر په مناسبت په «سلونو» بندیان خوشې کړي.

یو ځوان سړی د زمري په ۲۸ مه په هرات کې خواږه خرڅوي. [نصیر صالحي]‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500