امنیت

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش له خوا د اختر د لمانځنو په ترڅ کې د بمي برید پلان شنډ کړ

د خالد زېري راپور

افغان امنیتي ځواکونو د داعش یو اوه کسیز ګروپ چې پلان یې درلود، د خپلواکۍ په ورځ‌ یا د لوی اختر په ترڅ کې، چې د سې شنبې په ورځ /د زمري ۳۰ مه/ پیلیږي، په ننګرهار ولایت کې بریدونه ترسره کړي، نیولی دی.‌ [خالد زېری]

جلال اباد -- افغان امنیتي ځواکونو د داعش یو اوه کسیز ګروپ چې پلان یې درلود، د خپلواکۍ په ورځ‌ یا د لوی اختر په ترڅ کې چې د سې شنبې په ورځ /د زمري ۳۰ مه/ پیلیږي، په ننګرهار ولایت کې بریدونه ترسره کړي، نیولی دی.‌

کمانډو ځواک دغه ګروپ د زمري په ۲۴مه د جلال اباد په قصبه سیمه کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې ونیو. په ورپسې ورځ هغوی رسنیو ته ور وښودل شول.

د ننګرهار والي حیات الله حیات خبریالانو ته وویل، «د هغوی په ډله کې، یو داسې کس، چې غوښتل یې ځانمرګی برید ترسره کړي، بشیرالله نومېږي او په ابراهیم مشهور دی، ۱۶ کاله عمر لري، له داسې واسکټ سره یوځای نیول شوی چې چاودېدونکي توکي په کې ځای شوي وو،»‌

د هغه د عمر له امله، رسنیو ته اجازه ورنه کړای شوه چې د هغه عکس خپور کړي.

د داعش ۶ غړي، چې په خپل دې پلان یې اعتراف کړی چې غوښتل یې د خپلواکۍ د ورځې او د لوی اختر د ورځو په ترڅ کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي، د زمري په ۲۵ مه د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت په یوه ودانۍ کې رسنیو ته ور ښودل کیږي. د دغه ګروپ د اوم غړي عکس، له دې امله چې عمر یې کم وو، نه دی اخیستل شوی. [د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز/فیسبوک]‌

د داعش ۶ غړي، چې په خپل دې پلان یې اعتراف کړی چې غوښتل یې د خپلواکۍ د ورځې او د لوی اختر د ورځو په ترڅ کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي، د زمري په ۲۵ مه د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت په یوه ودانۍ کې رسنیو ته ور ښودل کیږي. د دغه ګروپ د اوم غړي عکس، له دې امله چې عمر یې کم وو، نه دی اخیستل شوی. [د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز/فیسبوک]‌

چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې په ننګرهار کې ۳۴ مشکوک کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز/فیسبوک]‌

چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې په ننګرهار کې ۳۴ مشکوک کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. [د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز/فیسبوک]‌

حیات وویل، «داعش ډلې یاد ځانمرګی بریدګر دې ته توظیف کړی وو چې د زمري په ۲۸ مه یا د لوی اختر په ترڅ کې د خلکو په ګڼه کې خپل چاودېدونکي مواد وچوي، خو هغوی مخکې له دې، چې خپل هدف ته ورسیږي، امنیتي ځواکونو ونیول.»

هغه وویل، «امید، چې د عبدالرحمان په نامه یادیږي، او یو د ریکشې ډرایور او د ځانمرګو بریدګرو د انتقال مسؤل وو، هم په دغه کور کې وموندل او ونیول شو،»‌

حیات وویل، «دوه نور -- خلیل او حکمت الله -- چې د تېر کال په ترڅ کې یې ښار ته بریدګر او چاودېدونکي مواد راوړل، هم ونیول شول،»

هغه وویل، امنیتي ځواکونو همدارنګه یو سړی چې حبیب الله نومېده او د هغه دوه زامن -- عارف او محمد، چې د ابو عبدالرحمان په نامه یادېده (له امېد سره ارتباط نه لري)‌، ونیول. هغوی په خپل کور کې بریدګرو ته ځای ورکاوه او د ښاري شبکې فعال غړي ول.‌

امنیتي ځواکونه په کار کې ډېر زحمت وباسي

حیات هغه کسان وستایل چې دغه عملیات یې ترسره کړل، او زیاته یې کړه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه سخت زیار وباسي چې ترهګرې ډلې له منځه وېسي او د هغوی د ورانوونکیو فعالیتونو مخه ونیسي.

په ننګرهار کې د ملي امنیت ریاست رییس، تورن جنرال نظرعلي واحدي، خبریالانو ته وویل، «د ځانمرګو د شبکې ټولو ۷ نیول شویو غړو د څېړنو په وخت کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی،»‌

هغه وویل، «که دا بریدګر نه وای نیول شوي، کیدای شي چې هغوی د خوشحالۍ دواړه ورځې [د خپلواکۍ ورځ او د لوی اختر ورځ] په جلال اباد کې په غم اړولې وای،»‌

«زمونږ زړور عسکر او افسرانبه هېڅکله غفلت ونه کړي، او هېڅکله به [زمونږ] دښمنانو ته اجازه ورنه کړي،چې خپل هدفونه ترسره کړي.»

همدارنګه، د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، چې د زمري په ۱۵مه امنیتي ځواکونو په سره رود ولسوالۍ کې یو موټربم، چې د پولیسو او امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره چمتو شوی وو، شنډ کړ. په پېښه کې لاس لرونکي کسان تښتېدلي، خو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د هغوی لټون کوي.‌

خوګیاڼي وویل، په تېره اونۍ کې، په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو ۳۴ مشکوک کسان، چې په بېلابېلو جرمونو کې یې لاس درلود،‌ ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام محترمی خبرپاڼی ته! لیکنی مو زما د خوښی دی د افغانستان امنيتي او دفاعی ځواکونه زنده باد

ځواب ورکړئ