امنیت

داعش د لوی اختر په ورځ د کابل په اوسېدونکیو د هاوان ګولۍ وورولې

ای اېف پي او سلام ټایمز

د زمري په ۳۰ مه، په کابل کې له عیدګاه جومات سره نژدې د امنیتي ځواکونو او اورپکو تر منځ‌ د نښتو په ترڅ کې د یوې افغاني پوځي هیلیکوپتر له برید څخه وروسته لوګی او ګرد پورته کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د زمري په ۳۰ مه، په کابل کې له عیدګاه جومات سره نژدې د امنیتي ځواکونو او اورپکو تر منځ‌ د نښتو په ترڅ کې د یوې افغاني پوځي هیلیکوپتر له برید څخه وروسته لوګی او ګرد پورته کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

کابل -- مقاماتو وویل، چې په کابل کې یو څو ساعته اوږد جنګ، چې راکټي بریدونه او پوځي هوایي بریدونه په کې وشول، د سې شنبې په ورځ /د زمري ۳۰ مه/ د دوه اورپکو په مرګ سره پای ته ورسېد.

دا برید هغه وخت وشو، چې ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ، څو ورځې وروسته له هغه چې نوموړي طالبانو ته د یوه درې میاشتني مشروط اوربند وړاندیز وکړ، وینا کوله.‌

داعش د خپلې رسنۍ، اعماق، له لارې د پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

د کابل ګاردنیزیون قوماندان، جنرال مراد علي مراد، یوه خبري کانفرانس ته وویل، «برید دوه کسانو کړی وو. دښمن د هاوان ګولۍ ورولې،»

سړي د زمري په ۳۰ مه په جلال اباد کې د لوی اختر لمونځ کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

سړي د زمري په ۳۰ مه په جلال اباد کې د لوی اختر لمونځ کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

هغه وویل، هغوی ووژل شول او لږ تر لږه ۶ ملکي کسان یا د امنیتي ځواک غړي ټپیان شول.‌

د جګړې په ترڅ کې د افغان پوځ یوه هیلیکوپتر له عیدګاه جومات سره نژدې ورټیټه شوه او د اورپکو موضع یې په یوه راکټ وویشته، چې ګرد ترې پورته شو.‌

هغو مشتریانو، چې لږ وخت مخکې یې د اختر لپاره مالونه اخیستل،د سرپناه د موندلو لپاره منډې کړې، او موټرونه له جګړې څخه د تېښتې لپاره په سړک کې سره تېروبېر شول.‌

دغه جومات د ولسمشرۍ ماڼۍ سره، چې غني په کې وینا کوله، نژدې واقع دی. د هغه وینا په فیسبوک ژوندۍ خپرېدله چې برید پیل شو.‌

ولسمشر په سیمه کې د ګڼو چاودنو په اورېدلو سره، چې د ځینو اواز نژدې وو، وقفه کوي،‌ او بیا وایي، «دا ملت به دغو راکټي بریدونو ته سر ټیټ نه کړي.»‌

د اوربند وړاندیز

غني د یکشنبې په ورځ ناوخته /د زمري ۲۸ مه/ د خپلواکۍ د ورځې د وینا په ترڅ کې د حکومت له خوا د اوربند وړاندیز څرګند کړ، او ویې ویل چې امنیتي ځواکونه به له دې اونۍ څخه اوربند مراعت کړي -- خو یوازې په هغه صورت کې چې اورپکي هم ورته عمل وکړي.

طالبانو تر اوسه پورې د غني وړاندیز ته رسمي ځواب نه دی ویلی.

د اوربند وړاندیز د غبرګولي په میاشت کې له یوه ابتدایي درې ورځني اوربند څخه وروسته هغه وخت شو چې، په زرګونو یاغیان چې لمانځنې ته لېوال ول، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ښارونو رامات شول، آیس کریم یې وخوړل او له امنیتي ځواکونو سره یې سېلفي عکسونه واخیستل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500