امنیت

په هلمند کې په تېر اوربند کې هڅول شوي طالب اورپکي تسلیم شول

د ضیا ثمر راپور

د هلمند والي محمد یاسین خان (چپ) د زمري په ۲۵ مه د طالبانو مشر ملا لعل محمد (ښی) او د هغه ۷ ملګرو ته ښه راغلاست وویل، او هغوی پرېکړه وکړه چې د افغانستان بیرغ پورته کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي.‌ [ضیاء ثمر]‌

د هلمند والي محمد یاسین خان (چپ) د زمري په ۲۵ مه د طالبانو مشر ملا لعل محمد (ښی) او د هغه ۷ ملګرو ته ښه راغلاست وویل، او هغوی پرېکړه وکړه چې د افغانستان بیرغ پورته کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي.‌ [ضیاء ثمر]‌

لښکرګاه -- د طالب جنګیالیو یوه ګروپ وروسته له هغه د افغانستان ملي بیرغ پورته کړ چې هغوی د زمري په ۲۵مه په لښکرګاه کې خپلې وسلې تسلیم کړې او د سولې پروسې سره یوځای شول.‌

اوو جنګیالیو او د هغوی مشر، ملا لعل محمد، چې په اغاجان مشهور دی، د ملي امنیت د ریاست په همکارۍ خپلې وسلې د هلمند والي محمد یاسین خان ته تسلیم کړې.‌

یاسین سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان اسلامي جهوریت تل د سولې ملاتړ کوي او غواړي یې.‌ هغه هر هغه چاته، چې جنګ بس کوياو د سولې لاره نیسي، ښه راغلاست وایي،»

هغه وویل، هغه کسان چې تسلیم شوي، هغوی په دې پوه شوي چې اسلام هیچاته اجازه نه ورکوي چې نور ووژني،‌ او زیاته یې کړه چې پخوانیو اورپکو هم دا درک کړې وه چې جنګ د هغوی په ګټه نه دی.

د ۸ طالبانو یوه ګروپ د زمري په ۲۵مه په هلمند ولایت کې افغان چارواکو ته خپلې وسلې تسلیم کړې.‌ [ضیاء ثمر]‌

د ۸ طالبانو یوه ګروپ د زمري په ۲۵مه په هلمند ولایت کې افغان چارواکو ته خپلې وسلې تسلیم کړې.‌ [ضیاء ثمر]‌

یاسین وویل، «هغه اورپکي، چې د سولې پروسې سره یوځای شوي، هغوی به خوندي وي، او حکومت به هڅه وکړي چې د هغوی په ژوند کې مثبت بدلونونه راولي،»

د خارجیانو د ګټو قربانیان

د ګروپ مشر، لعل محمد، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ ۱۵ کاله په دې غرونو کې تېر کړل، خو مونږ نه سوله ولیدله او نه مو له خپلو کورنیو سره له ارام ژوند څخه خوند واخیست،»

هغه د هلمند لپاره د طالبانو تش په نامه والي، چې معمولاً د ملا منان په نامه یادېږي، ته په اشارې سره وویل، «ملا عبدالمنان [منصور] مونږ ته هرڅه راکول. مونږ په نهر سراج او نوزاد ولسوالیو کې کار کاوه.»

محمد وویل، «مونږ د خارجیانو د ګټو قربانیان ګرځېدلي یو... هغوی تل حکمونه او پلانونه ورکول چې دا وطن وران کړای شي، بې ګناه خلک ووژل شي او د پرمختګ مخه ونیول شي،»

هغه وویل،‌«ایران، روسیې او نورو هېوادونو زمونږ د مشر [ملا منان] ملاتړ کاوه،‌ او مونږ ته وسلې راتللې،» دا په داسې حال کې ده چې مخکې راپورونه ورکړل شوي ویل چې منان له یادو هېوادونو سره د طالبانو په ارتباطاتو باندې انتقاد کاوه.

هغه زیاته کړه، «مونږ نور نشو کولی چې فقر وزغمو،‌ او مونږ غواړو چې له خپلو کورنیو سره یوځای ژوند وکړو،»‌

د سولې خوند

د سولې پروسې سره د یوځای شویو طالب جنګیالیو له ډلې څخه یوه، ملا سیف الله اخوندزاده، چې ۲۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل،‌«د کوچني اختر په ترڅ کې درې ورځنی اوربند یوه ښه خاطره ده... او په دې سره زه پوه شوم چې دا جنګ د خارجیانو جنګ دی،‌ او له دې نه وروسته به زه د دې وطن په بیاجوړونه کې برخه اخلم،»

اخوندزاده وویل، چې منان له ایران سره اړیکې لري،او دغه هېواد هغه ته وسلې او مهمات ورکوي، او زیاته یې کړه چې د طالبانو دغه مشر ځایي خلک لوټل او په قاچاق کې ښکېل وو.‌

هغه وویل، «مونږ خپل کورونه پرېښي ول خو مونږ له ژوند څخه خوند نه دی اخیستی. د تېر اختر د اوربند په ترڅ کې، مونږ ولیدل چې ښارونه او حکومتي عسکر هغسې نه ول چې مونږ ته ویل شوي ول.»‌

د ګروپ یوه بل غړي، ملا رحمت الله، چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، «مونږ تل د عسکرو پر ضد جنګونه کول، او مونږ داسې پروپاګند اورېده چې هغوی کافران دي او [دا ضروري ده چې] د هغوی پر ضد جهاد وشي،»

رحمت الله سلام ټایمز ته وویل، چې د تېر اوربند په ترڅ کې د عسکرو د کورونو له لیدلو څخه وروسته هغه پوه شو چې دغه جنګ نه د هغه او نه د هغه د وطن په ګټه دی.

هغه په نورو طالبانو هم غږ وکړ چې د خارجیانو په ګټه جنګ ودروي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمانوم سمیع الله دي که ستاسو د خبریال شمیره راکړي چې موږ هم مرکې ورسره وکړو او دلته دهغوی سره معرفی سو ښه به وي

ځواب ورکړئ