تکنالوژي

نوی رادار حکومت ته د افغانستان د فضا کنټرول په لاس ورکوي

د نجیب الله راپور

د زمري په ۱۸مه، د یوه نوي رادار سیستم په کار اچولو سره، افغانان د ټولو هغو الوتنو، چې د افغانستان له فضا څخه استفاده کوي، په څارنه او د ټرانزیټ د فیسونو په راټولونه بشپړ کنټرول لري. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]‌

د زمري په ۱۸مه، د یوه نوي رادار سیستم په کار اچولو سره، افغانان د ټولو هغو الوتنو، چې د افغانستان له فضا څخه استفاده کوي، په څارنه او د ټرانزیټ د فیسونو په راټولونه بشپړ کنټرول لري. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]‌

کابل -- په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د پرمختللي رادار لګولو افغانستان ته دا فرصت ورکړ چې په ۲۶ کالو کې په لومړي ځل د خپلې فضا کنټرول په لاس کې واخلي.

ولسمشر اشرف غني د یاد مرکز له پرانستلو څخه وروسته، وویل، چې افغان حکومت، د خپلې فضا د کنټرول په ترلاسه کولو سره،‌ دغه هېواد ته داسې یو فرصت په لاس ورکړی چې په یوه اقتصادي څلورلارې بدل شي.‌

هغه د زمري په ۱۸ مه وویل، «فضایي او هوایي خپلواکي د ملي وحدت د حکومت یوه له لویو هدفونو څخه وه. نن ورځ، زمونږ د فضا خپلواکي په عمل کې ثابته شوه.»‌

د افغانستان د ملکي هوانوردۍ د ادارې رییس، محمود شاه حبيبي، وویل، د کنټرول انتقال، چې اصلاً په پام کې وه چې په ۱۳۹۴ کې ترسره شي، په دغه سکټور کې د کارپوهانو د نشتوالي له امله وځنډېد.

عکس نوی رادار سیستم د زمري په ۱۸مه ښیي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

عکس نوی رادار سیستم د زمري په ۱۸مه ښیي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

حبيبي د خبري کانفرانس په ترڅ کې وویل، چې د تېرو درې کالو په ترڅ کې، افغانستان له ۷.۲ میلیارده افغانیو (۱۰۰ میلیونه ډالرو) څخه ډېرې پیسې په دې ولګولې چې د فضا د کنټرول په برخه کې ۱۰۰ تنه متخصصان تربیه کړي.

ایتلاف یا هغو خارجي کمپنیو، چې مرستندویو هېوادونو پيسې ورکولې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان فضا اداره کوله.

د خپلواکۍ په لور یو ګام

افغان قانون جوړوونکیو او تحلیلګرانو دغه خوځښت ستایلی، او هغه یې د پرمختګ او ملي حاکمیت یا خپلواکۍ په لور یو ګام بللی دی.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت د خلکو یوه استازي، نادرخان کټوازي، سلام ټایمز ته وویل، «هغه شېبه، چې افغانانو د خپلې فضا کنټرول ترلاسه کړ، زما په ژوند کې له تر ټولو ډېرو خوشحالو لحظو څخه یوه لحظه وه،»‌

هغه وویل، هغه یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د افغانستان لپاره هم اقتصادي ګټې، او هم سیاسي ارزښت لري.

هغه وویل، «تر ټولو ډېره مهمه دا ده، چې هغه یوه ستره سیاسي لاسته راوړنه ده. په تېر وخت کې، په دې هکله خبرې کېدې چې د افغانستان د فضا کنټرول د خارجیانو په لاس کې دی،‌خو اوس دا کنټرول پخپله افغانستان ترلاسه کړ.»

په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو یوه مخکیني پروفیسر،‌ فاروق بشر، دغه پرمختګ وستایه، او هغه یې د ملي خپلواکۍ په لور یو ګام وباله.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د بین الحکوماتي شرایطو په پام کې نیولو سره، د هر هېواد سیاسي سرحدونه د هغه له ځمکې او فضا څخه تشکیل شوي دي، له دې امله، که د یوه هېواد فضا د یوه بل حکومت له خوا اداره او کنټرولیږي، هغه به په حقیقت کې د لومړي سیاسي خپلواکۍ ته زیان ور رسوي.»‌

هغه وویل، «څومره چې یو حکومت ډېر په خپل ځان باندې متکي وي، هومره هغه کولی شي چې په هېواد کې د سولې او ثبات په ساتلو کې مرسته وکړي،»‌

په کابل کې د افغان هوایي ځواک یوه پخواني افسر، زرین شاه، وویل چې د حکومت دا وړتیا، چې د افغانستان د فضا کنټرول بېرته ترلاسه کړي، په هېواد باندې په مجموع کې یو مثبت تاثیر لري.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا کار بېلابېل رواني، سیاسي او اقتصادي تاثیرات لري،»‌

هغه وویل، «له رواني پلوه، دا ګام به افغانان پرځان متکي وګرځوي ځکه چې هغوی به د خپلې فضا واک ترلاسه کړي. سربېره پر دې، له سیاسي پلوه هغه د هېواد خپلواکي بشپړوي،»‌

اقتصادي ګټې

په کابل پوهنتون کې یوه اقتصادپوه، سیف الدین سیحون، وویل چې د ملي خپلواکۍ د ډېرښت په لور په یوه ګام سربېره، به دا کار افغانستان ته اجازه ورکړي چې له هغو الوتکو څخه، چې د دغه هېواد له فضا څخه تېرېږي، د ټرانزیټ فیسونه واخلي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا کار همدارنګه په سیمه ییزه همکارۍ کې د باور او اعتماد جوړونې په برخه کې مهم دی. که افغانستان کولی شي چې د خپل قلمرو کنټرول په خپل لاس کې واخلي... د سیمې هېوادونه به اعتماد وکړي ځکه چې هغوی پوهېږي د افغانستان له قلمرو څخه د نورو هېوادونو له خوا ناوړه استفاده نه کیږي او وبه نشي

شاه وویل، «د رادار نوی سیستم، چې په وروستیو کې نصب شوی دی، ښې وړتیاوې لري او کولی شي چې هغه الوتکې کشف کړي، چې له افغانستان څخه تر ۴۵۰۰۰ فټه پورې جیګې تېرېږي،‌ او دا داسې یوه وړتیا ده چې پخوا موجوده نه وه،»‌

هغه وویل، «د داسې رادار سیستم په لرلو سره، افغانستان کولی شي چې اوس هغه دقیق وخت کشف او معلوم کړي چې یوه الوتکه افغانستان ته راداخلېږي او د افغانستان په فضا کې تر څومره وخت پورې پاتې کېږي. په نتیجه کې،‌ د ټرانزیټ فیسونه کېدای شي چې د کیلومترو په حساب محاسبه شي.»‌

د افغانستان د ملکي هوانوردۍ د ادارې یوه ویاند، قاسم رحیمي، سلام ټایمز ته وویل،‌ «هغه رادار، چې په وروستیو کې نصب شوی دی، په نړۍ کې یو له تر ټولو پرمختللیو رادارونو څخه دی او په پرمختللیو هېوادونو کې ترې استفاده کېږي،»‌

هغه وویل، «د دې سیستم په نصب او کار اچولو سره،‌ د افغانستان د فضا امنیت زیات شوی، په داسې حال کې چې د افغانستان د ترافیکو ظرفیت هم د ډېرېدلو خواته روان دی،»‌

«له طبیعي پلوه،‌ دا ټول داسې ګامونه دي چې له مونږ سره به مرسته وکړي چې خپلو نړیوالو شریکانو ته د ټرانسپورټ بهتر خدمتونه برابر کړو او ډېرې پیسې وګټو.»

رحیمي وویل، «په مجموع کې، تېر کال مونږ له ۶ میلیارده افغانیو (۸۲ میلیونه ډالرو) څخه ډېرې پیسې وګټلې، په داسې حال کې چې سږ کال زمونږ هیله دا ده چې زمونږ عواید به له ۷ میلیارده افغانیو (۹۶ میلیون ډالرو) څخه زیات شي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د معلوماتو له امله مننه خو ستونزه دا ده چې دلته دوه غټ دروغ موجود دي؛ لومړی دا چې افغانستان لا تر اوسه پورې هم د هوایي ترافیکو د کنټرولولو لپاره په رادار د نه کنټرول پروسیجرونو څخه استفادې ته دوام ورکوي، دویم دا چې کنټرول هم په مکمله توګه افغانانو ته نه دی ورکړل شوی. د ای سي سي په ټول کنټرول روم کې له ۱۰ څخه کم افغانان کار کوي. د دې ترڅنګه، هغه تنخا چې افغان کنټرولوونکیو ته ورکول کیږی له ۱۰ زره افغانیو څخه کمه ده، نو داسې لاره نشته چې افغان کنټرولران تشویق کړای شي چې پاتې شي او له ۱۰ زره افغانیو څخه په لږه تنخا کار وکړي. کوشش وکړئ چې ټول معلومات بیا ایډیټ کړئ، هغه ټول غلط دي.

ځواب ورکړئ

ښاغلیه، سلام. زه احترامانه عرض کوم چې زه یو زده کوونکی یم. ما تر ۱۲ ټولګي پورې د پاکستان په پېښور کې زده کړې کړي دي. زه غواړم چې کار پیدا کړم او وظیفه ولرم. ځینې خلک ما پورې ټوکې کوي چې زه وظیفه نه لرم. نو که تاسو ماته یو چانس راکړئ زه به سخت کار وکړم ځکه چې له وظیفې څخه پرته ژوند کول سخت دي. زه باید ستاسو په کمپنۍ کې برخه واخلم. همدارنګه زه له رادار سره علاقه مندي لرم. که تاسو ماته په دې وظیفه کې چانس راکړئ، زه به ستاسو د دې مهربانۍ له امله ډېر خوښ اوسم. شفیق الله داودزی

ځواب ورکړئ