اقتصاد

له ایران څخه قاچاق د افغانستان د زعفرانو غوړېدلي صنعت ته تاوان ور رسوي

د نصیر صالحي راپور

د افغانستان د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزیر، نصیراحمد درانی، وایي چې له ایران څخه د زعفرانو ناقانونه وارداتو د افغانستان په زعفرانو باندې منفي تاثیر لرلی او د دغه هېواد د زعفرانو مارکېټ ته یې سخت تاوان ور رسولی دی. [نصیر صالحي]

هرات -- له ایران څخه د افغانستان هرات ولایت ته د ټیټ کیفیت لرونکیو زعفرانو قاچاق محلي مارکېټ او د هغه نړیوال اعتبار ته د ناوړه پایلو سبب شوي دي.‌

د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزیر، نصیراحمد دراني، سلام ټایمز ته وویل، «د ټیټ کیفیت لرونکي ایراني زعفران په نړیوالو مارکېټونو کې زمونږ د زعفرانو اعتبار او کیفیت ته تاوان وراړوي،»

هغه وویل، «په راتلونکیو ورځو کې به زه کابینې ته سپارښتنه وکړم چې د زعفرانو واردات سخت بند شي او دا چې ... له ایران څخه وارد شوي زعفران باید ضبط کړای شي،»‌

د هرات والي محمد آصف رحیمي وویل، د ایراني زعفرانو د قاچاق له امله،‌ افغان بزګرانو ته د لوړ کیفیت لرونکیو افغان زعفرانو په قېمت کې د کمي له امله تاوانونه ور رسېدلي دي.

افغان کارکوونکي د زمري په ۲۰ مه په هرات ښار کې د زعفرانو د غوټو د کرلو لپاره ځمکه تیاروي. [نصیر صالحي]

افغان کارکوونکي د زمري په ۲۰ مه په هرات ښار کې د زعفرانو د غوټو د کرلو لپاره ځمکه تیاروي. [نصیر صالحي]

یوه ښځه د زمري په ۲۴ مه په هرات ښار کې افغان زعفران ترتیبوي. [نصیر صالحي]

یوه ښځه د زمري په ۲۴ مه په هرات ښار کې افغان زعفران ترتیبوي. [نصیر صالحي]

رحیمي وویل، «مونږ خپلو سرحدي پولیسو ته وظیفه ورکړه چې هېواد ته د زعفرانو د ناقانونه ورود مخه ونیسي،»‌

د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، دا روښانه نه ده چې څومره ایراني زعفران په ناقانونه توګه هرات ولایت ته راداخلېږي، خو تېر کال، افغانستان له هغو زعفرانو څخه، چې په خپلو پټیو کې یې کرلي وو، ډېر نورو هېوادونو ته صادر کړل.‌

افغان بزګرانو ته تاوانونه ور واوښتل

نثاراحمد عطایي، چې ۵۰ کاله عمر لري، او له ۱۵ کالو څخه ډېر وخت راهیسې په پشتون زرغون ولسوالۍ کې زعفران کري، وویل، افغان بزګران په وروستیو کلونو کې د زعفرانو له کرنې سره ډېره علاقه مندي لري.‌

هغه وویل، خو له افغان زعفرانو څخه ترلاسه کېدونکې ګټه ډېره کمه شوې چې اکثر د ایراني زعفرانو د قاچاق له امله ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «نژدې یو کال مخکې، په هرات کې بزګرانو یوه کیلوګرام زعفران تر ۱۳۰۰۰۰ افغانیو (۱۷۹۰ ډالرو) پورې خرڅول، خو له هغه را وروسته دغه قېمت ۶۰۰۰۰ افغانیو (۸۲۶ ډالرو) ته راولوېد، او دغه حالت د زعفرانو په افغان بزګرانو باندې منفي تاثیر کړی دی،»

هغه وویل، «ایراني زعفران له ایران څخه هرات ته راځي، او بیا هغه له هرات څخه د افغان زعفرانو په نامه صادرېږي،»‌

هغه زیاته کړه، «افغان زعفران په نړۍ کې درې کاله سر په سر د تر ټولو ښه زعفران په نامه درجه بندي شول، او ایرانیاناوس له دې څخه په استفادې سره ایراني زعفران د هرات د زعفرانو په نامه نورو هېوادونو ته صادروي. د کیفیت په برخه کې هرې ستونزې، چې د ایراني زعفرانو له تولید څخه را ولاړېږي، هغه به د افغان زعفرانو اعتبار ته صدمه ور ورسوي.»‌

د پشتون زرغون ولسوالۍ ۶۰ کلن اوسېدونکی، عبدالرزاق، چې له دوه لسیزو ډېر وخت راهیسې په هرات ولایت کې زعفران کري، وایي، د راپورونو له مخې ایران هر کال له ۲۰۰ ټنو څخه ډېر زعفران تولیدوي خو له څو کالو راهیسې په دې نه دی توانېدلی چې د نړیوالو بندیزونو له امله یې وپلوري.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، له همدې امله هغوی خپل زعفران افغانستان ته رالېږي چې په غلطو بهانو یې خرڅ کړي.

هغه وویل، «زمونږ د زعفرانو د بزګرانو له کلونو اوږده سخت کار څخه وروسته، دغه حاصل اوس د افغان بزګرانو او ټولنې لپاره د هیلې په یوه کوچنۍ رڼا باندې بدل شوی دی، البته،‌ ایران په تدریج سره دا رڼا په نهیلۍ او خفګان باندې بدلوي.»‌

د هرات د کرنې ریاست د مرستیال، بشیراحمد احمدي، په وینا، قاچاق شوي ایراني زعفران له هرات څخه نورو هېوادونو ته ځي او د افغانستان په زعفرانو باندې به منفي تاثیر ولري.‌

احمدي سلام ټایمز ته وویل، «که افغانستان ته د ټیټ کیفیت زعفران قاچاق شي، دا معلومه خبره ده چې هغه به منفي پایلې ولري،»

ایران غواړي چې نړیوالو مارکېټونو ته ځان ورسوي

په هرات ولایت کې محلي چارواکي وایي، ایران هڅه کوي چې د افغانستان له لارې د خپلو زعفرانو په ناقانونه صدور سره د سوداګرۍ له نړیوالو قواعدو څخه سرغړونه وکړي ځکه چې افغان زعفران په هندوستان او چین دواړو کې له محصول څخه مستثنا دي.‌

وروسته له هغه، چې په شیکاګو کې د رومي سپایس په نامه یوې امریکایي کمپنۍ افغان زعفران چې ځینې وختونه «د افغانستان سره زر» هم بلل کیږي، د خپلو په زړه پورې زعفرانو په نامه اعلان کړل، ایران هڅه وکړه چې خپل زعفران متحده ایالاتو ته په جعلي توګه د هرات د زعفرانو په نامه صادر کړي».‌

یو شمېر سیاسي کتونکي وایي، د افغانستان زعفران یو ډېر قوي نړیوال اعتبار لري او درې کاله پرله پسې د لومړۍ درجې په توګه اعلان شول، او دا هغه څه دي چې د ایران ترې بد راځي.

په هرات کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، عبدالقدیر کامل، وویل، «ایران هڅه کوي چې د هرات د زعفرانو نوم نښه او د بازار موندنې عملیات سبوتاژ کړي،»‌

کامل سلام ټایمز ته وویل، په ایران باندې د نړیوالو فشارونو او نړیوالو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د بندیزونو له امله، د ایران د زعفرانو تولیدوونکي هڅه کوي چې پېرودونکي ومومي،‌ او له همدې امله ایران د افغان زعفرانو له نامه څخه ناوړه ګټه اخلي.

هغه وویل،‌ «ایران له ټولو لارو څخه کار اخلي چې د خپلو زعفرانو لپاره مارکېټ پیدا کړي، او د هغو لارو له جملې څخه یوه افغانستان، او په ځانګړې توګه سرحدي ولایت هرات دی، چې ایران ترې نړیوالو مارکېټونو ته د خپلو زعفرانو د صادرولو لپاره استفاده کوي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د ټولو افغانانو هیله ده چې ټول علمي مرکز جوړ شي او افغانان ترې په اعظمي توګه استفاده وکړي.

ځواب ورکړئ