امنیت

د داعش مشر البغدادي اعتراف وکړ چې په نړیواله سطحه د هغه ډلې ته د وراوښتو زیانونو له امله په شا تګ کوي

سلام ټایمز

د داعش مشر ابوبکر البغدادي د ۱۳۹۳ د غبرګولي د میاشتې له یوې ویډیو څخه په اخیستل شوي عکس کې د تش په نامه خلافت د جوړېدا اعلان کوي. [آرشیف]

د داعش مشر ابوبکر البغدادي د ۱۳۹۳ د غبرګولي د میاشتې له یوې ویډیو څخه په اخیستل شوي عکس کې د تش په نامه خلافت د جوړېدا اعلان کوي. [آرشیف]

کابل -- څو ورځې وروسته له هغه، چې د داعش مشر، ابوبکر البغدادي، له پټ حالت څخه راښکاره شو او اعتراف یې وکړ چې د هغه ډله د په شاتګ حالت کې ده، افغان او ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې د داعش د څانګې مشر وواژه.

په یوه ۵۵ دقیقه یي پیغام کې، چې د چارشنبې په ورځ /د زمري ۳۱ مه/ د داعش د رسنیزو عملیاتو له خوا خپور شو، البغدادي په دې اعتراف وکړ چې داعش په منځني ختیځ کې له نظامي ماتو څخه وروسته له څه ستونزو سره مخامخ دی.

په داسې حال کې چې هغه په خپلو پلویانو غږ وکړ چې خپل «دین، صبر یا جهاد» پرې نه ږدي، داسې‌ ښکاري چې دا د ځمکې په سر د یادې ډلې ماتې ته یوه اشاره وه، او البغدادي اعلام کړه چې «د مجاهدینو لپاره د فتحې یا ماتې اندازه د یوه ښار یا ښارګوټي له لاسه ورکولو یا هغو پورې چې هوایي وړتیا یې زیاته ده، ارتباط نه لري».‌

البغدادي همدارنګه د دغه ګروپ د پاتې شونو تر منځ د ډسپلین نشتوالي‌ ته اشاره وکړه او خپلو مرستیالانو ته یې خبرداری ورکړ چې د خپلو کسانو په منځ کې د بغاوت نښې دې وڅاري. هغه د داعش د بېلابېلو هېوادونو، سیمو او نژادونو په غړو باندې تاکید وکړ چې له داخلي جنګونو او اختلافاتو څخه دې ځانونه وساتي.

د عراقي ځواک غړي د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۱۱ مه د عراق په موصل کې په النوري جومات کې لیدل کیږي، چېرې چې ابوبکر البغدادي په ۱۳۹۳ کې د داعش د مشر په توګه خپله لومړۍ خطبه ورکړه. د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۲ مه، داعش دغه مسجد ته، چې عراقي ځواکونو سیمه محاصره کړې وه، چاودنه ورکړه، او وداني یې د هغه له لرغونې منار سره یوځای ویجاړه کړه. [احمد الرباعي/ای اېف پي]

د عراقي ځواک غړي د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۱۱ مه د عراق په موصل کې په النوري جومات کې لیدل کیږي، چېرې چې ابوبکر البغدادي په ۱۳۹۳ کې د داعش د مشر په توګه خپله لومړۍ خطبه ورکړه. د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۲ مه، داعش دغه مسجد ته، چې عراقي ځواکونو سیمه محاصره کړې وه، چاودنه ورکړه، او وداني یې د هغه له لرغونې منار سره یوځای ویجاړه کړه. [احمد الرباعي/ای اېف پي]

د ایتلاف هوایي بریدونو د چنګاښ په ۱۹مه په ننګرهار ولایت کې د داعش جوړښتونه ویجاړ کړل. [له ناټو څخه د عکس له امله امننه]‌

د ایتلاف هوایي بریدونو د چنګاښ په ۱۹مه په ننګرهار ولایت کې د داعش جوړښتونه ویجاړ کړل. [له ناټو څخه د عکس له امله امننه]‌

کتونکي وایي، که دا ستونزې موجودې نه وای، البغدادي به پرې خبرې نه وای کړې، او وایي چې د ماتې د بلا په راتګ سره د هغوی تر منځ، په ځانګړې توګه په دې برخه کې چې آیا جنګ ته دوام ورکړي که نه، نافرمانۍ هم پیل شوې.‌

له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې البغدادي په کې د تش په نامه «خلافت» د جوړېدا اعلان وکړ،داعش په عراق او سوریه کې خپله ۹۵٪ خاوره له لاسه ورکړې او په سوریه کې یوازې څو داسې سیمو پورې محدود شوی دی چې خلک په کې نه اوسیږي.

دا نوی ریکارډ د هغه له تر ټولو وروستي ریکارډ څخه نژدې یو کال مخته راځي.

راپورونه وایي چې البغدادي ټپي دی، او مقامات وایي چې وروسته له هغه چې عراقي ځواکونو د وري په ۴ مه د داعش پنځه جیګپوړي قوماندانان ونیول، د یاد جهادي مشر په چاپېر حلقه په ورتنګېدلو ده.

د داعش بل افغان مشر ووژل شو

په ورته وخت کې په افغانستان کې، داعش ته د ورکول کېدونکیو ټکانونو په لړ کې هغه ته یوه بله ماتې ورکړل شوه.

د ملي امنیت د ریاست په وینا، د داعش د خراسان څانګې مشر، ابو سعد ارهابي، چې د ابوسعید اورکزي په نامه هم پېژندل کېده، د تېرې شنبې په ورځ /د وږي ۳ مه/ د افغان - ایتلافي ځواکونو په ګډ هوایي برید کې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ووژل شو.

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې راغلي چې، «په افغانستان کې د داعش امیر د هغه له ۱۰ نورو ملګرو سره یوځای ووژل شو،»‌

د ننګرهار د والي ویاند، عطاءالله خوګیاڼي، د ارهابي وژنه تایید کړه.‌

خوګیاڼي وویل، «په سیمه کې هوایي بریدونه ترسره شول، او ایتلافي ځواکونو له جلال اباد هوایي ډګر څخه راکټونه ور وار کړل. مونږ په سیمه کې د داعش د دغه مشر په هکله استخباراتي راپورونه لرل، او له خپلو خارجي شریکانو سره مو شریک کړل.»

خوګیاڼي زیاته کړه، دا معلومه نه ده چې آیا ارهابي «د راکټونو په برید کې ووژل شو که په هوایي برید کې»، او ویې ویل، «د ځینې قوماندانانو په شمول، له ۱۰ څخه ډېر اورپکي هم ووژل شول،»

ارهابي د داعش د خراسان څانګې څلورم مشر دی چې په ۲۰۱۴ کې په هېواد کې د دغه ګروپ له سر راپورته کولو څخه وروسته وژل کیږي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند، متقاعد ډګروال مارتین او ډونیل، تایید کړه چې هغوی په هغې سیمه کې، چې افغان چارواکو یاده کړې ده، یو هوایي برید ترسره کړ، چې «د ترهګر بلل شوي سازمان یو جیګپوړی مشر په کې په نښه شو».‌

د افغان چارواکو په وینا، له برید څخه څو ساعته مخکې، دغه ګروپ د داسې یوه مرګوني برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې په جلال اباد کې یې د انتخاباتو د ولایتي کمېسیون څخه بهر یو پرلت په نښه کړی وو. د افغان چارواکو په وینا، یاد بمي برید دوه افغانان ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.

د جلال اباد بمي‌ برید له یو شمېر خونړیو بریدونو څخه وروسته وشو چې په وروستیو اونیو کې ترسره شول او داعش یې مسؤلیت واخیست. په دې لړ کې په کابل کې په ګڼو حکومتي تاسیساتو باندې بریدونه وشول او په یوه بمي برید کې، چې په یوهښوونځي وشو، لږ تر لږه ۳۷ کسان ووژل شول.‌

د ګڼ شمېر ترهګریزو فعالیتونو له ترسره کولو سره سره، دا ګروپ په تېښته دی او په تېر کال کې له طالبانو سره د یوه خونړي پرېکنده جنګ په ترڅ کې له مکررو ماتو سره مخامخ شوی دی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې، له ۱۵۰ څخه ډېر داعش جنګیالي په یو ځایي توګه په جوزجان کې افغان ځواکونو ته تسلیم شول، او دا یو داسې حرکت ووچې افغان ځواکونو د هېواد په شمال کې د یادې ډلې د قدم ځای د له منځه تګ په توګه یاد کړ.‌

د داعش غړي په جوزجان کې د طالبانو پر ضد له څو اونیو داسې سخت جنګ څخه وروسته تسلیم شول چې راپورونه وایي له دواړو خواوو څخه په کې له ۳۰۰ څخه ډېر اورپکي ووژل شول.

ارهابي په ابوسعید پسې، چې د چنګاښ په ۲۰ مه د متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې په کونړ ولایت کې ووژل شو، راغلی وواو نوموړی له هغه څخه مخکې مشر عبدالحسیب څخه چې په ننګرهار کې وژل شوی وو، یوازې څو میاشتې وروسته ووژل شو.

[له ننګرهار څخه خالد زېري د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش تر ټولو ظالمه ډله ده چې داسې ډله په نړۍ کې هېڅ نشته.‌

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو له لارې، متحده ایالات او پاکستان د افغانستان د یورانیمو له کانونو څخه استفاده کوي.

ځواب ورکړئ

دا يو ښــه زيري بولم چي داعش دماتې په خالت کې دي بس دې ډير افغانان مو ووژل او ډير مو زخميان کړل زما مشوره او وړانديز دادي چې طالبان اودداغش دې سولې ته راشي کنه همداس بـــه هلاک شې ځکه چي دوي بې ګناه کسان وژنې اوديو مسلمان قتل دانسانيت قتل دې مننه له خبر مو!

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د داعش د حضور مقصد څه کیدای شي؟ آیا لوی قوتونه او په سیمه کې نفوذ لرونکي هېوادونه به له دې ګروپ څخه د خپلو سیالانو د کمزوري کولو لپاره کار واخلي؟‌ د افغانستان په شمالي سیمو کې د داعش ګټې څه کېدای شي؟‌ آیا دغه ګروپ دلته د دې لپاره راوړل شوی چې چین او روسیه مصروف وساتل شي او هغوی د افغانستان په شمال کې کمزوري کړای شي؟‌ دغو پوښتنو ته باید مسؤلانه ځوابونه ورکړل شي.‌

ځواب ورکړئ

خدای دی وکڑی چی دا پاتی پنجابسپیان ھم ددوی پر سرنوشت اختہ شی چی افغان وطن ددی وحشی زناورو او د پردیو گوڈاگیانو لہ شرہ پر امان شی .او زندباد دی وی د افغانستان جمھور رئیس شاغلی عالیقدر صاحب اشرف غنی رحمہ للہ علیہ مدظلہ حفظ للہ

ځواب ورکړئ