اقتصاد

د ایران د اقتصادي حالت په خرابېدلو سره، په لوړ شمېر افغانان خپل هېواد ته راستنېږي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت وایي، چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۳۶۳۰۰۰ څخه ډېر افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. [د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو وزارت/فیسبوک]

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت وایي، چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۳۶۳۰۰۰ څخه ډېر افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. [د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو وزارت/فیسبوک]

هرات -- له ۴۴۰۰۰۰ څخه ډېر افغانان له جنورۍ راهیسې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي یا را اېستل شوي دي. دا د هغې څپې برخه ده چې په کې کډوال مجبورول کیږي چې له ایران څخه وځي. دا کار وروسته له هغه کیږي چې د دغه هېواد د پیسو د داخلي چاودنې په نتیجه کې د هغوی عواید له منځه لاړل.

د ایران کرنسۍ یا پیسو د وري له میاشتې راهیسې د ډالر په مقابل کې خپل قیمت نژدې نیمایي له لاسه ورکړی دی. د پیسو د قېمت دغه کمي نه یوازې د ایراني کورنیو سپماوې خرابې کړي بلکې همدارنګه یې د یو زیات شمېر بې اسنادو افغانانو حوالې هم ګډې وډې کړي دي.

په ایران کې اټکل ۳ میلیونه -- سند لرونکي او بې اسنادو -- افغانان اوسیږي چې اکثر یې په تهران، مشهد، شېراز او زاهدان کې ژوند کوي. نهیلي او بې وظیفې افغانان له کلونو راهیسې له لویدیځ سرحد څخه چې پوره نه کنټرولیږي، د کار په لټون ایران ته اوړي څو بېرته په وطن کې خپلو بې وزلو کورنیو ته مالي ملاتړ برابر کړي.

په ایران کې اکثر افغان کډوال په غیر رسمي سکټور کې، په لږه مزدورۍ د کارګرو په توګه کار کوياو د ایراني مقاماتو او استخداموونکیو له خوا له توپیري چلند سره مخامخ کیږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د وږي په ۶ مه پارلمان ته وینا کوي. دا د روحاني په پنځه کلنه واکمنۍ کې لومړی ځل وو چې هغه د پارلمان له خوا احضار کړای شو، او د پارلمان غړو ترې د بې کارۍ، زیاتېدونکیو قېمتونو او د ریال د غورځېدلو په هکله، چې د وري له میاشتې راهیسې یې خپل قېمت نیم په نیمه بایللی دی، پوښتنې وکړې. [عطا کناري/ای اېف پي]

د ایران ولسمشر حسن روحاني د وږي په ۶ مه پارلمان ته وینا کوي. دا د روحاني په پنځه کلنه واکمنۍ کې لومړی ځل وو چې هغه د پارلمان له خوا احضار کړای شو، او د پارلمان غړو ترې د بې کارۍ، زیاتېدونکیو قېمتونو او د ریال د غورځېدلو په هکله، چې د وري له میاشتې راهیسې یې خپل قېمت نیم په نیمه بایللی دی، پوښتنې وکړې. [عطا کناري/ای اېف پي]

ایران له هغه وخت راهیسې، چې اقتصاد یې مخ په ځوړ روان شوی دی، په زرګونو افغان ماشومان له خپلې خاورې څخه اېستلې دي. [خالد زېری]

ایران له هغه وخت راهیسې، چې اقتصاد یې مخ په ځوړ روان شوی دی، په زرګونو افغان ماشومان له خپلې خاورې څخه اېستلې دي. [خالد زېری]

یو عکس، چې په ټولنیزو رسنیو په پراخ ډول لاس په لاس شوی دی، دوه بې کوره سړي ښیي چې په تهران کې له لوی بازار څخه بهر د یو بوتل اوبو په سر په خپلو کې سره جنګ کوي. د ایران د رژیم پر ضد احتجاجونه اوس یو عادي کار ګرځېدلی چې اکثر د هېواد د خرابېدونکي اقتصادي حالت له امله رامنځته کیږي. [آرشیف]

یو عکس، چې په ټولنیزو رسنیو په پراخ ډول لاس په لاس شوی دی، دوه بې کوره سړي ښیي چې په تهران کې له لوی بازار څخه بهر د یو بوتل اوبو په سر په خپلو کې سره جنګ کوي. د ایران د رژیم پر ضد احتجاجونه اوس یو عادي کار ګرځېدلی چې اکثر د هېواد د خرابېدونکي اقتصادي حالت له امله رامنځته کیږي. [آرشیف]

عبدالمصور، چې درې کاله مخکې ایران ته تللی وو، په اصفهان کې د موټرو په یوه فابریکه کې کار کاوه، او د میاشتې د ۱۸۰۰۰ افغانیو (نژدې ۲۶۰ ډالر) معادل اجوره یې ترلاسه کوله.

مصور، چې ۲۲ کاله عمر لري، په پروان ولایت کې خپل مور او پلار او ۹ کوچنیو خویندو او ورونو ته پیسې رالېږلې، چې د خپل ټکسي چلوونکي پلار د عوایدو په زیاتولو کې به یې مرسته کوله.

خو کله چې د ریال قېمت راولوېد، د هغه میاشتني عواید د ۶۰۰۰ افغانیو (خواوشا ۸۶ ډالرو) معادل ته راښکته شول.

مصور وویل، «ما تقریباً ټولې هغه پیسې چې ما ګټلې، هغه مې لېږلې چې خپله کورنۍ پرې حمایه کړم... (خو) هغه کافي نه وې،»

بې سابقې شمېرې

د مهاجرت د نړیوال سازمان (آی او اېم) په وینا، هغه نژدې نیم میلیون افغان کډوال، چې د ۲۰۱۸ په لومړیو اوو میاشتو کې له ایران څخه راستانه شول، د هغه شمېر دوه برابره ول چې د ۲۰۱۷ کال په عین موده کې راستانه شوي ول.

د آی او اېم ویاندې، اېوا شوریر، په هرات کې ای اېف پي ته وویل، «په ۲۰۱۸ کې له ایران څخه د راستنو شویو افغانانو شمېر بې سابقې وو،»‌ د آی او اېم په وینا، له ایران څخه هره اونۍ له ۲۰۰۰۰ څخه ډېر افغانان راستنېږي.

په دغه شمېر کې ۱۹۱۰۵۶ «په خپل سر» یا په خپله خوښه راستنېدونکي شامل دي. پاتې ۲۵۱۲۸۸ ایران د خپل سرحد د کنټرول د سختولو لپاره راستانه کړل.

آی او اېم په خپل وروستي راپور کې وویل، چې دغه هجوم د افغانستان په خرابېدونکي اقتصاد باندې «مستقیم او چټک تاثیرات» لري.‌

هغه په ښارونو کې د کاریګرو اجورې راکموي او د وچکالۍ ځپلیو افغان بزګرانو،‌ چې ډېر یې په ایران کې د کارکوونکیو خپلوانو په عوایدو باندې متکي ول، بې ځایه کېدنه زیاتوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، له ۷۰۰۰۰ څخه ډېر افغانان دې ته مجبور شوي چې د خوړو او اوبو د کميله امله ښارونو ته کډه شي، چې اکثر یې په موقتو خېمو کې اوسېږي او له هغو راستنېدونکیو سره، چې لږ کاري فرصتونه لري، سیالۍ ته مخه کوي.

د ایران لوی مشر: ستونزې داخلي دي

د ایران په رهبرانو په سختو انتقادونو سره، د دغه هېواد د اقتصادي وضعې ناوړه مدیریت په لوړ سیاسي قیمت تمامیږي.

د ایران پارلمان د سې شنبې په ورځ /د وږي ۶ مه/ د ایران په ولسمشر حسن روحاني تر سختو انتقادونو وروسته د هغه په وړاندې د اقتصاد د خرابېدا له امله د ناخوښۍ رایې وکارولې.

دا لومړی ځل وو چې روحاني د خپلې واکمنۍ په پنځه کلنه دوره کې د پارلمان له خوا ور وبلل شو، او د پارلمان غړو د بې کارۍ، د قېمتونو د لوړوالي او د ریال د قېمت د سخت کمي له امله ترې پوښتنې وکړې.

پارلمان د اقتصاد وزیر مسعود کرباسیان د وږي په ۴ مه د پوښتنو لپاره ور بللی وو. تر هغه مخکې د زمري په ۱۷مه یې د کار وزیر علي ربیعي د پوښتنو لپاره وربللی وو.‌

د ایران لوی مشر آیت الله علي خامنه ای د زمري په ۲۲ مه وویل چې د هېواد اقتصادي ستونزې یوازې د متحده ایالاتو د فشار او بندیزونو له امله نه، بلکې د حکومت له خوا د داخلي ناوړه مدیریت په نتیجه کې رامنځته شوي دي.

د هغه په رسمي اکاونټ د خپرو شویو ټویټونو په اساس، هغه په تهران کې په یوه وینا کې وویل، «اقتصادي کارپوهان او ډېر چارواکي باور لري چې د دې ستونزې دلیل بهرنی نه دی، هغه داخلي دی،»

«داسې نه ده چې بندیزونه تاثیر نه لري، خو اصلي فکټور دا دی چې د هغو په وړاندې باید څنګه چلند وشي.»

غلطۍ شوې دي

منتقدین وایي چې حکومت فرصتونه ضایع کړي او په دې کې پاتې راغلی چې د انفلاسیون او بې کارۍ د لوړو شمېرو په وړاندې مناسب عمل وکړي.

د ریال د قېمت د رالوېدلو د سبب یوه برخه د ریال د قېمت د تثبیت او د صرافانو د کارونو د بندولو ناوړه پرېکړه وه. دغه کار په تور بازار کې یوه غوغا او پراخ اداري فساد رامنځته کړل، چې بالاخره په دې میاشت کې هغه پرېکړه بېرته واخیستل شوه.‌

په ایران کې له سوداګرۍ سره تړي خلک نورو ژورو ریښه لرونکیو ستونزو ته اشاره کوي، چې په دې لړ کې په اقتصاد کې له سخت پوروړي بانکي سکټور څخه نیولې بیا پوځي څانګې پورې د تړلیو سازمانونو مبهم رول پورې، لاس لري.

د هغه رول ډېره برخه د ایران اسلامي انقلابي ګارډ او د حکومت لوړو لګښتونو باندې تمرکز کوي چې په نظامي برخه کې، په ځانګړې توګه سوریه، عراق او یمن کې یې لګوي.

د دغو پیسو یوه برخه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ افغان فاطمیون لوا ته ځي.د تېرو پنځو کالو په ترڅ کې، ایران په زرګونو هغه افغانان، چې په ایران کې اوسیږي، د پیسو او د ایران د اقامې د جواز د وعدې په مقابل کې د دې لپاره استخدام کړي چې د دغه ګروپ په لیکو کې د سوریې د رژیم په ګټه وجنګیږي.

خو استخدام شوي کسان په غربت ځپلي ایران کې له ماتو وعدو سره مخامخ کیږي.

د ایران په بېلابېلو برخو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې دوامدارې، د ټیټې کچې مظاهرې کیږي چې اکثر د قیمتونو د لوړوالي او د معاشاتو د نه تادیې پر ضد کیږي چې وخت په وخت په مجموع کې د نظام پر ضد له تاوتریخوالي څخه ډکو لاریونونو باندې اوړي.

یوه قانون جوړونکي عباس پایزاده وویل، «بې کفایتي او د پلان نشتوالی د بندیزونو سره هېڅ تړاو نه لري،»

هغه زیاته کړه، «غلطو پرېکړو خلک ژوبل کړي او دې ته یې جوړ کړي چې دولتي شتمنۍ لوټ کړي،»

په پارلمان کې د اصلاح غوښتونکیو د امید ډلې غړي الیاس حضرتي وویل، «له دې ملت سره مونږ څه وکړل؟ مونږ هغوی بدبخت او بې چاره کړل،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په داسې کارونو سره، د څو ډالرو په بدل کې تاسو شپه او ورځ د متحده ایالاتو خدمت کوئ؟

ځواب ورکړئ

د هر رژیم، چې مشري یې ملایان کوي، اقتصاد به حتمي په شا تګ کوي.

ځواب ورکړئ