امنیت

افغان ځواکونه په ننګرهار کې د طالبانو او داعشیانو ښکار کوي

د خالد زېري راپور

افغان امنیتي مقاماتو په ننګرهار ولایت کې د یوه مشکوک ځانمرګي بریدګر په شمول شپږ تنه مشکوک اورپکي ونیول. محلي مقاماتو د وږي په ۵ مه په جلال اباد کې درې تنه نیول شوي کسان رسنیو ته ور وښودل. [خالد زېری]

جلال اباد -- د ملي امنیت د ریاست ځواکونو د تېرې اونۍ په دوران کې په ننګرهار ولایت کې شپږ کسان، چې د داعش او طالب جنګیالیو شک پرې کېږي، ونیول. په هغوی کې یو کس، چې شک کېږي چې غوښتل یې ځانمرګی برید ترسره کړي، هم شامل دی.

درې توقیف شوي کسان -- چې دوه یې د داعش او یو د طالبانو د ډلې غړی دی -- د افغان مقاماتو له خوا د دوشنبې په ورځ /د وږي ۵ مه/ په جلال اباد کې د ملي امنیت په یوه ودانۍ کې رسنیو ته ور وښودل شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې د ملي امنیت د ریاست ځواکونو دغه سړي د عادي عملیاتو په ترڅ کې ونیول، او زیاته یې کړه چې په یادو شپږو کسانو کې څلور طالبان او دوه د داعش غړي دي.

هغه وویل، په نیول شویو کې یو کس «یو تنکی ځوان دی چې د نازیان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، او د لشکراسلام اورپکې ډلې د دې لپاره روزلی وو چې ځانمرګی برید ترسره کړي،» هغه دا خبره د هغو کسانو په هکله د خبرو پر وخت وکړه چې ادعا کیږي طالبان دي.

په جلال اباد کې محلي مقامات د وږي په ۵ مه درې مشکوک اورپکي رسنیو ته ښیي. [خالد زېری]

په جلال اباد کې محلي مقامات د وږي په ۵ مه درې مشکوک اورپکي رسنیو ته ښیي. [خالد زېری]

هغه وویل، «نور صفی الله د پاکستان اوسېدونکی، کرامت شاه په ننګرهار کې د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی، هرات خان د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی او جمعه ګل د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکي دي،»

مشکوکو کسانو په یوه ویډیو کې، چې د ملي امنیت ادارې رسنیو ته په لاس ورکړې، په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

عتیق الله، په ننګرهار کې د داعش ډلې یوه قوماندان ته په اشاره، په ویډیو کې وایي، «څلور کاله کیږي چې زه په لومړي ځل د داعش له عبدالحق ګروپ سره یوځای شوم،»

هغه وویل، «ما تېر څو کاله د افغان حکومت پر ضد جنګ وکړ، خو اوس چې زه نیول شوی یم، زه په خپلو کارونو باندې پښېمان یم،»

د داعش ماتې

دا کسان وروسته له هغه ونیول شول چې افغان او ایتلافي ځواکونو د وږي په ۳ مه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په ګډ برید کې، د افغانستان لپاره د داعش مشر، ابوسعد ارهابي، له ۱۰ تنو نورو ترهګرو سره یوځای وواژه.

طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د ملي امنیت ریاست منسوبینو د چارشنبې په ورځ /د وږي ۷ مه/ په کابل کې د داعش څلورغړي، چې ځانونه یې د ټکسیوانانو په بڼه جوړ کړي ول او خپل موټرونه یې کابل او نورو ولایتونو ته د وسلو او اورپکو د انتقال لپاره کارول، ونیول.

په تېر کال کې، په افغانستان کې داعش له سختو ماتو سره مخامخ شو.له ۱۵۰ څخه ډېر غړي یې د زمري د میاشتې په نیمایي کې په جوزجان کې افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

افغان او ایتلافي ځواکونو د وري میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ارهابي په شمول د دغې ډلې درې مشران وژلي دي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات د زمري په ۲۵ مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «داعش په ننګرهار کې مات کړای شوی دی،»

حیات هغه وخت وویل، «طالبان، چې د یادې ډلې سره قطعه یا ځانګړي ځواکونه هم په کې شامل دي،د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي کې د داعش پر ضد جګړه کوي. افغان او ایتلافي ځواکونو له موقع څخه په استفادې سره، د دواړو ډلو پر ضد هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړل.»

هغه زیاته کړه، «مونږ او ایتلافي ځواکونو په ګډه د داعش ریښې واېستلې، او د هغوی له ډلې څخه چې څوک ژوندی پاتې وي هغه به یا ووژل شي یا به ونیول شي،»

د نه تصور وړ ظلم

د خوګیاڼو ولسوالۍ د زاوې سیمې اوسېدونکي، سلیمان، چې ۳۳ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «هغه ظلمونه چې داعش په شینوارو، اچین، پچیراګام او نورو ولسوالیو کې ترسره کړي هغه د تصور وړ نه، او هیچاته د منلو وړ نه دي،»

هغه زیاته کړه، «مونږ داعش نه غواړو او مونږ د خپل حکومت ملاتړ او د بریا لپاره یې دعا کوو،»

د اچین ولسوالۍ د اسدخېل درې اوسېدونکي سید قیوم، چې ۲۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «داعش زمونږ کور ته اور ور واچاوه، او اوس مونږ کور نه لرو. مونږ په پردیو کورونو کې اوسېږو. هغوی عام خلک ووژل او اوس هم دغه کارونه کوي.»

هغه وپوښتل،«زه د هغوی ظلمونهڅنګه هېر کړم؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500