امنیت

افغانانو د مسکو له خوا د خپلې ګټې لپاره د سولې د خبرو د تښتولو هڅې شنډې کړې

د سلیمان راپور

خلک په غزني کې د طالبانو له حملې څخه وروسته د زمري په ۲۵ مه د ورانو شویو کورونو تر څنګ تېرېږي. د مسکو وروستۍ هڅه، چې له کابل سره له مشورې پرته د افغانستان د سولې کانفرانس جوړوي، داسې بلل کیږي چې کریملېن په دغه هېواد کې د خپلو ګټو د خوندي کولو هڅه کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

خلک په غزني کې د طالبانو له حملې څخه وروسته د زمري په ۲۵ مه د ورانو شویو کورونو تر څنګ تېرېږي. د مسکو وروستۍ هڅه، چې له کابل سره له مشورې پرته د افغانستان د سولې کانفرانس جوړوي، داسې بلل کیږي چې کریملېن په دغه هېواد کې د خپلو ګټو د خوندي کولو هڅه کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- افغان قانون جوړوونکیو او سیاسي تحلیلګرانو د افغانستان په هکله د روسیې په مشرۍ نړیوال کانفرانس کې د برخه اخیستنې د ردولو له امله د افغان حکومت ستاینه کړې ده.

مسکو له افغان حکومت سره له سلا مشورې پرته، د دغه کانفرانس د ترسره کولو لپاره د وږي ۱۳ مه مهالوېش اعلان کړی وو. په کابل او متحده ایالاتو سربېره، روسیې طالبان، ایران، چین، پاکستان، هندوستان او د منځنۍ اسیا جمهوریتونه وربللي ول.

افغانستان او متحده ایالاتو خپلې بلنې رد کړې، او ویې ویل چې دغه ډول هره غونډه باید د کابل له خوا او د افغانانو په مالکیت ترسره شي.

څو ورځې وروسته، روسیې فشار ته سر ټیټ کړ او دغه کانفرانس یې تر نامعلومې مودې پورې وځنډاوه.

د طالب اورپکو یو ۵۰ کسیز ګروپ د زمري په ۲۰ مه په بادغیس ولایت کې خپلې وسلې سپاري او د سولې پروسې سره یوځای کیږي. په دې موقع، د هغوی قوماندان څرګنده کړه چې روسیې هغوی ته 'حکم کړی وو' چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جوماتونه او ښوونځي وران کړي. [نصیر صالحي]

د طالب اورپکو یو ۵۰ کسیز ګروپ د زمري په ۲۰ مه په بادغیس ولایت کې خپلې وسلې سپاري او د سولې پروسې سره یوځای کیږي. په دې موقع، د هغوی قوماندان څرګنده کړه چې روسیې هغوی ته 'حکم کړی وو' چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جوماتونه او ښوونځي وران کړي. [نصیر صالحي]

روسیې خپل افغان کانفرانس وروسته له هغه وځنډاوه چې ولسمشر اشرف غني د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره، چې د وږي په ۲ مه په مسکو کې ښودل کېږي، خبرې وکړې. [د روسیې د بهرنیو چارو وزارت/فلېکر]

روسیې خپل افغان کانفرانس وروسته له هغه وځنډاوه چې ولسمشر اشرف غني د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره، چې د وږي په ۲ مه په مسکو کې ښودل کېږي، خبرې وکړې. [د روسیې د بهرنیو چارو وزارت/فلېکر]

د غني د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي، د سې شنبې په ورځ /د وږي ۶ مه/ سلام ټایمز ته وویل، «دغه ډول غونډې یوازې هغه وخت مؤثرې وي چې له افغان حکومت سره په همغږۍ کې ترسره شي. که دواړه هېوادونه -- په ځانګړې توګه افغانستان -- دا غونډه رهبري کړي او کوربه توب یې وکړي، هغه به خامخا مؤثره وي. که نه، غیرمؤثره او بې نتیجې به وي،»

کابل په خپل صلاحیت تاکید کوي

د مشرانو جرګې مرستیال، محمد آصف صدیقي، دې تورونو ته په اشارې، چې روسیه او ایران د طالبانو ملاتړ کوي، وویل، «زمونږ حکومت او زمونږ نړیوال شریکان یوازني هغه لوري دي چې کولی شي د افغانستان د سولې او جنګ په هکله پرېکړه وکړي، او نه هغه هېوادونه چې هغوی د طالبانو ملاتړ کوي،»

صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «کله چې خبره په افغانستان کې د سولې او جنګ مسایلو ته راځي، بیا افغانان، حکومت او نړیوال شریکان یوازني هغه څوک دي چې باید یو رول په کې ترسره کړي او نه هغه هېوادونه چې د جنګ ساحه یې پراخه کړېاو طالبانو ته د ملاتړ برابرولو له لارې د سولې او ارامۍ مخه نیسي،»‌

هغه زیاته کړه، «هغه کتنې او غونډې چې د افغانستان د برخلیک او راتلونکي په څېر موضوعاتو په هکله ترسره کیږي، او په ځانګړې توګه د سولې پروسه، د هغې مشري باید افغان حکومت وکړي. وروستۍ پرېکړه باید د افغانانو په استازیتوب د افغان حکومت له خوا وشي، او نه د روسانو یا نورو هېوادونو له خوا.»‌

په ولسي جرګه کې د نړیوالو اړیکو د کمېټې یوه غړي، داود کلکاني، سلام ټایمز ته وویل، «نړیوال نورمونه او معیارونه، او همدارنګه اخلاقي اصول، دا ایجابوي چې هره غونډه یا مجلس، چې د افغانستان په هکله خبرې اترې کوي، هغه باید د افغان حکومت د یوه هیئت په حضور کې ترسره شي،»

هغه وویل، «که نه، دغه ډول غونډې به هېڅ نتیجه ورنه کړي،»

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، «سوله د ټولو افغانانو؛ د حکومت او خلکو، یو ډول غوښتنه ده. د دې مسئلې په هکله د نورو هېوادونو له خوا کېدونکې هره پرېکړه باید له افغان حکومت سره په همغږۍ کې وشي.»

کلکاني زیاته کړه، «افغان حکومت د مسکو په غونډه کې د برخه نه اخیستنې په تړاو قاطع تصمیم درلود، او هغه د ستاینې وړ دی،»

د افغانستان د سولې عالي شورا هم په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانستان ملاتړ وکړي او د حکومت په مشرۍ د سولې پروسه باندې یې تاکید وکړ.

د سولې د عالي شورا ویاند، احسان طاهري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په نړیواله ټولنه غږ کوو چې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي او له مونږ سره مرسته وکړي، څو د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پروسه چټکه کړای شي، او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته لاره هواره کړای شي،»

د مسکو نوي پلانونه

ځینې افغان تحلیلګران استدلال کوي، چې له افغان مشرانو سره له مشورې کولو پرته د یوې نړیوالې غونډې د دایرولو په برخه کې د مسکو د هڅو هدف دا وو چې هغوی خپلې ګټې خوندي کړي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، نبي مصداق، سلام ټایمز ته وویل، «دا ښکاره وه چې روسانو پلان درلود چې دا غونډه ترسره کړي او خپلې ګټې خوندي کړي او بین الافغاني خبرې اترې سبوتاژ کړي، او دا کار قطعاً د دې لپاره نه وو چې په طالبانو فشار راوړي چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي یا جنګ ودروي،»

مصداق وویل، «مونږ د افغان حکومت له خوا په دې غونډه کې د برخه اخیستنې ردول او په روسانو دا زور اچول، چې غونډه وځنډوي، ستایو،»

مصداق زیاته کړه، «د غونډې د نېټې په رانژدې کېدلو سره، روسان پوه شول چې که هغوی دغه غونډه د افغان حکومت له حضور یا برخه اخیستنې څخه پرته ترسره کړي، هغوی به د افغانستان او حتی د نړیوالې ټولنې له منفي عکس العمل او انتقاد سره مخامخ شي، نو هغوی غونډه وځنډوله،»

هغه یادونه وکړه، «په راتلونکي کې هره داسې غونډه باید د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي؛ که نه، هغه به بې نتیجې وي او افغانستان ته د سولې او ثبات په راوړلو کې به هېڅ ګټه ونه کړي»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

‎د يو ځوان سياسي شنونکي په صفت زه دا وايم چي افغانستان حکومت بايد په دي غونډه کي ځکه ګډون کړي وي چي په دي غونډه کي د طالبانو استازو هم ګډون کاوه، هر څومره غونډي چي وشي لکه اندونزيا يا عربستان چي په هغه کي د مقابل لوري استازي ګډون ونلري هغه هم بي پايلي دي، دلته خبره داده چي امريکا هيڅکله نغواړي چي د روسيي يا چين په منځګړي توب په افغانستان کي سوله راشي يا هم پايلي يي مثبتي وي ځکه چي دلته د دوي شتون او کړي جګړه بيا د سوال لاندي راځي، نو افغانان سولي ته اړ دي او هدف مو تل پاتي سوله ده هغه که دي هر هيواد په منځګړي توب راځي مونژ يي بايد ملاتړ وکړو نه دا چي د امريکا خوښه نه وي مونږ مخ تري وګرځوو، لکه څرنګه چي د افغانستان اړوند موضوع ده د افغانستان موقف د دي غونډي په تړاو دا وي چي مونژ ګډون کوو خو مشري يي زمونږ وي، مونږ بايد د امريکا د خوښولو لپاره د خپل هيواد سرنوشت چي افغان وژنه دي روانه وي او مونږ په دي غونډي کي ګډون نه کوو ځکه چي دوي نغواړي دا سوله د روسيي په منځګړي توب راشي مطلق مخالف يم او دا يوه لويه تيروتنه بولم د افغان ملت سره جفا ده، راځي چي د خپل هيواد مجبوريتونو ته لمړي توب ورکړو، ‎او يا هم د امريکا نه د ورته عملي ګام غوښتنه وکړو چي داسي يو غونډي ته دي لاره هواره کړي چي د مخالف لوري شتون پکي وي، لکه څرنګي چي مخکي مي اشاره وکړه چي د مخالف لوري په نه شتون کي هره غونډه بي پايلي ده او يوه جانبه فيصله ده چي تيرو غونډو پايلي ده په ګوته کوي، ‎مهم ټکي دا دي چي کله هم مونږ د مخالف لوري سره ناسته کوو بايد داسي کسان د حکومت په استازي توب ګډون وکړي چي په تيرو جګړو کي يي ونډه نه وي اخيستي چي د دريم ګڼي رول ولوبولي شي او دافغان ولس ريښتيني استازيتوب وکړي شي او هدف يي يوازي سوله وي،

ځواب ورکړئ