اقتصاد

افغان بزګرانو د کوکنارو پر ځای د ګلابو له کرلو څخه ګټه ترلاسه کړه

ای اېف پي

یو ځوان د غوایي په ۴ مه د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ګلابو ګلان ټولوي. دغه خوږبویه بوټی په ننګرهار کې د کوکنارو د بوټو په نسبت بزګرانو ته یو بریالی بدیل وړاندې کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

یو ځوان د غوایي په ۴ مه د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ګلابو ګلان ټولوي. دغه خوږبویه بوټی په ننګرهار کې د کوکنارو د بوټو په نسبت بزګرانو ته یو بریالی بدیل وړاندې کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

جلال اباد -- د کوکنارو یو پخوانی بزګر، محمد دین ساپی، چې د افغانستان په ختیځ کې د ګلابو په یوه پټي کې ولاړ دی، په چټکۍ خو په احتیاط سره هغه نازکې د ګلابو پاڼې راپرې کوي چې د ګلابو په اوبو او تېلو باندې اړول کیږي او بیا د نړۍ بېلابېلو برخو ته د خرڅانه لپاره لېږل کیږي.

دغه خوږبویه بوټی په ننګرهار کې د کوکنارو د هغو زیاتېدونکیو بوټو، په نسبت بزګرانو ته یو بریالی بدیل وړاندې کوي،‌چې د هغه له خرڅانه څخه د افغانستان شخړې زور اخیستی او طالبانو او نورو اورپکو ګروپونو ته یې ګټه رسولې ده.

ساپي په داسې حال کې چې د ګلابو د سلګونو غوړېدلو بوټو تر منځ ولاړ وو، ای اېف پي ته وویل، «زه د ګلانو په دې کرنه باندې ډېر خوشحال یم،»

ساپی په ننګرهار کې له ۸۰۰ څخه د ډېرو هغو بزګرانو له ډلې څخه یو دی، چې د افغان - جرمن له «ګلابونه د ننګرهار لپاره» نوښت پروژې څخه ګټه اخلي. د افغان - جرمن دا ګډ نوښت په ۱۳۸۶ کال کې رامنځته شوی چې د کوکنارو کرونکي دې ته وهڅوي چې خپل کار یوه قانوني، پیسې تولیدونکي ګل کرنې ته واړوي.

سړي د غوايي په ۴ مه، د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ګلانو بوجۍ ډکوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي‌]

سړي د غوايي په ۴ مه، د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ګلانو بوجۍ ډکوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي‌]

یو ځوان د غوایي په ۴ مه د ننګرهار ولایت له جلال اباد ښار سره نژدې په دره نور ولسوالۍ کې د ګلابو ګلان ټولوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

یو ځوان د غوایي په ۴ مه د ننګرهار ولایت له جلال اباد ښار سره نژدې په دره نور ولسوالۍ کې د ګلابو ګلان ټولوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

یو ځوان د غوایي په ۴ مه د ننګرهار ولایت له جلال اباد ښار سره نژدې په دره نور ولسوالۍ کې د ګلابو په یوه باغ کې ګلابونه ټولوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

یو ځوان د غوایي په ۴ مه د ننګرهار ولایت له جلال اباد ښار سره نژدې په دره نور ولسوالۍ کې د ګلابو په یوه باغ کې ګلابونه ټولوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې کارکوونکي د وري په ۲۱ مه د ننګرهار ولایت په خېوه ولسوالۍ کې د کوکنارو بوټي خرابوي. [آرشیف]

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې کارکوونکي د وري په ۲۱ مه د ننګرهار ولایت په خېوه ولسوالۍ کې د کوکنارو بوټي خرابوي. [آرشیف]

په ناقانونه توګه د کوکنارو کرنهله اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې یوه ګټوره سوداګري دهچې ننګرهار په کې شپږم تر ټولو لوی اپین تولیدوونکی ولایت بلل کیږي.

ساپي، چې ۵۰ کاله عمر لري، وویل، «د [ګلابونه د ننګرهار لپاره] پروژې په اول کال، چې مونږ لا فصل نه وو اخیستی، مونږ ته بوټي او وسایل راکړل او حتی تادیات یې راته وکړل،»

«اوس زه ۶۰۰ بوټي لرم، او تر ۱۲۰۰ کیلوګرامه پورې ګلابونه ټولوم.»

د رسمي ارقامو په اساس،‌تېر کال د کوکنارو کرنې په افغانستان کې یو نوی ریکارډ جوړ کړ،چې د اپینو تولید ۸۷٪ او اټکل ۹۰۰۰ ټنو ته زیات شو.‌

ساپي وویل، هغه د ګلابونو په کرنه بالکل خوشحال دی.‌

هغه کافي اندازه پیسې ترلاسه کوي چې خپله کورنۍ پرې حمایه کړي او تاکید کوي چې د ګلابو لګښت لږ دی او لږ هڅې ته ضرورت لري. د ګلابونو له فصل څخه وروسته، چې د غبرګولي په میاشت کې پای ته رسېږي، هغه د ترکارۍ په شمول د نورو زراعتي تولیداتو کرنې ته مخه کوي.‌

داعش د سوداګرۍ لپاره بد دی

بزګران د طالبانو او داعش د حضور په هکله اندېښنه لري، چې وروستۍ ډلې یې په وروستیو کې په ننګرهار کې بریدونه زیات کړي دي.

د «ګلابونه د ننګرهار لپاره» پروژې له پیل څخه لږ مخکې، سوداګر عبدالله اورځلا د ګلابونو کرل او د دغو بوټو توزیع پیل کړل.‌

دغه انجنیر، چې په متحده ایالاتو کې یې روزنه اخیستې ده، په وروستیو کې په کابل کې یو دوکان پرانست چې د ګلابو اوبه او عطرونه په ځایي او خارجي مشتریانو باندې خرڅوي.‌

هغه په ۱۰۰ هکتاره (۲۵۰ اېکړه) ځمکه ګلابونه لري، خو هیله لري چې په راتلونکي کال کې «که امنیتي وضعه اجازه ورکړي» د دغو بوټو شمېر درې برابره ډېر کړي.‌

اورځلا تل د تاوتریخوالي په هکله اندېښنه لري.

په ۲۰۱۶ کې، ۵۰ بزګرانو، چې د هغه لپاره یې کار کاوه، په اچین ولسوالۍ کې، وروسته له هغه چې هغه ځای د داعش په مرکز واوښت، خپل بار بستره وتړل او د هغوی تر سرپرستۍ لاندې بوټي یې په ځای پرېښودل.

هغه وویل، «تاسو کولی شئ چې له طالبانو سره په خبره پوه شئ، خو له داعش سره نه کیږي،»

دوه کاله وروسته هم د هغه بزګران له خپل ځای څخه شمال خوا ته بې ځایه پاتې شول.‌

'له کوکنارو څخه بهتر'

له تاوتریخوالي سره سره، په نژدې عمر کلا کلي کې، معلم او د ګلابو کرونکي شاه زمان وویل، هغه مطمئن دی چې د کوکنارو پر ځای د ګلابو ګلان ښه ګټه لري.

زمان ای اېف پي ته وویل،‌«د دې ځای خلکو له پخوا راهیسې کوکنار کرل،‌خو دا کار حرام دی،»

هغه وویل،‌ هغه تمه لري چې سږ کال یو ټن د ګلابو فصل واخلي.

«ګلابونه ډېر ښه دي... زه له ګلابونو څخه ښې پیسې ترلاسه کوم. هغه د اوبو په وړاندې مقاوم دي او هومره لګښت یا کار ته ضرورت نه لري.»

په دره نور ولسوالۍ کې د افغان روز شرکت یوه استازي، خان اغا، چې د افغان - جرمن نوښت په نتیجه کې یې دغه وظیفه ترلاسه کړې، له دې سره موافق دی.

هغه وویل، «ګلابونه، د کوکنارو پر خلاف، ډېرو اوبولو، سرې یا پاملرنې ته ضرورت نه لري،»

د ګلابو ونې ډېرې دوامدارې هم دي، چې له ۳۰ څخه تر ۵۰ کالو پورې او د کوکنارو په نسبت اوږد عمر لري. کوکنار باید په هر فصل کې وکرل شي.

هغه زیاته کړه، «مونږ له هغو بزګرانو سره چې ګلابونه کري، کلک تړونونه لرو، او له هغوی څخه غواړو چې د کوکنارو او نورو نشه ییزو توکو کرنه ودروي، او هغه ځایونه، چې مونږ په کې ګلابونه کرو، هغه ۱۰۰٪ له له کوکنارو څخه پاک دي،»

'عطر جوړ کړئ، نه جنګ'

د افغان ګلاب شرکت مالک، محمد اکبر مومند، وویل، بزګران، د دمشق ګلابونه، په نامه ګلابونه، چې یوې جرمنۍ غیرحکومتي موسسې په ۱۳۸۳ کې له بلغاریا څخه راوړې دي، کري.

په اوسط ډول له شپږو ټنو ګلابونو څخه یو لېټر نباتي تېل وځي.

دغه د ګلابونو پاڼې په جلال اباد کې، چې افغان ګلاب شرکت په اچین کې د داعش له را څرګندېدلو څخه وروسته ورته راغی، تقطیر کیږي.

د حاصلاتو د ورکړې په ګرم وخت کې، د مومند د تقطیر دستګاه له ۱۲۰ تنو څخه ډېر کارګران په کار اچوي. له پېشنمي څخه تر سهار ناوخته پورې، د ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه لارۍ راځي او خپل قېمتي بارونه دغلته راوړي.

د ګلابونو پاڼې له راشکول کېدلو څخه وروسته په څو ساعتونو کې مړاوې کېږي او خپل بوی له لاسه ورکوي.

مومند، په داسې حال کې، چې د ګلاب د پاڼو بوجۍ په اوو لویو زنګ نه نیوونکیو بیلرونو کې اچول کېدې، وویل، «هغه ګلابونه چې سهار راټولول کیږي هغه باید په عین ورځ تقطیر شي، حتی که مونږ د شپې تر ۲ یا ۳ بجو پورې هم کار وکړو،»

افغان ګلاب شرکت اوس ګڼو شمېر اروپا مېشتو کمپنیو ته تأمینات کوي چې د جرمني‌ د اورګانیک کاسمیټیکس یا سینګارتوکو، ډاکټر هاوشکا، کمپني هم په کې شامله ده.

مومند وویل، «هغوی [ډاکټر هاوشکا] زمونږ د ګلابو په مټ ډېر قېمتي کریمونه جوړوي،»

اورځلا خپل د ګلابو تېل یوې کاناډایۍ کمپنۍ، دي ۷ ویرچوس [The 7 Virtues] ته صادروي. هغوی له هایتي، منځني ختیځ او روانډا څخه هم د «عطر جوړ کړئ، نه جنګ» تر شعار لاندې نباتي عطرونه یا تېل ترلاسه کوي.

هغه داسې یو پیغام دی چې د ننګرهار بزګران یې په کلکه ملاتړ کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ګلاب ګل اقتصادي ارزښت په اړه معلومات راکړى

ځواب ورکړئ

د سولې لپاره ګلابونه ... د مینې لپاره ګلابونه. پرېږدئ چې هر څوک د جنګ د ویجاړتیاوو په منځ کې د ښکلا د پایښت دا کیسه شریکه کړي.

ځواب ورکړئ