امنیت

د افغانستان په لوېدیځ کې د پستې په سوداګرۍ د طالبانو کنټرول 'وارخطا کوونکی' دی

د نصیر صالحي راپور

د سروې ګانو په اساس، له ۳۰۰۰۰ هکتاره څخه ډېر د پستې باغونه د بادغیس په داسې نا امنه ولسوالیو کې پراته دي، چې طالب جنګیالي، نور اورپکي ګروپونه او محلي زورواکان په کې د پستې له نا قانونه پلورنې څخه په میلیونونو ډالر ګټه ترلاسه کوي. [نصیر صالحي]

بادغیس -- ولایتي چارواکي وایي، داسې راپورونه دي چې طالبان او محلي جنګسالاران په بادغیس او هرات ولایتونو کې د هغو سیمو، چې د پستې ډېرې ونې لري،‌ له کنټرولولو یا ترلاسه کولو څخه ګټه پورته کوي.

د سروې ګانو په اساس، له ۳۰۰۰۰ هکتارو څخه ډېر د پستې باغونه د بادغیس په نا امنه ولسوالیو کې واقع دي، چېرې د طالبانو او نورو اورپکو ګروپونو اړوند جنګیالي او همدارنګه محلي زورواکان ممکن هر کال د پستې له ناقانونه پلورنې څخه په میلیونونو ډالر ګټه ترلاسه کوي.

د پستې ونې په باغونو او په ځنګلي باغچو دواړو کې پیدا کیږي.‌

بېلابېل اټکلونه

له پستې څخه د ترلاسه شوې ګټې اټکلونه یو له بل سره توپیر لري.

افغان کارګران د ۱۳۹۳ د مرغومي په ۱۰ مه په کابل کې د وچې مېوې په یوه فابریکه کې د پستې تخمونه تیاروي. افغانستان د نړۍ په سطحه د منل شوي صنف د پستې لرلو ویاړ لري، خو د لوټونکو له خوا پخوالي ته له رسېدلو څخه مخکې د دغو زړو په ټولولو سره، داسې وېرې مخ په ډېرېدلو دي چې طالبان او محلي جنګسالاران دغه جنګ ځپلی هېواد له ډېرو اړتیا وړ صادراتي عوایدو څخه محروموي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان کارګران د ۱۳۹۳ د مرغومي په ۱۰ مه په کابل کې د وچې مېوې په یوه فابریکه کې د پستې تخمونه تیاروي. افغانستان د نړۍ په سطحه د منل شوي صنف د پستې لرلو ویاړ لري، خو د لوټونکو له خوا پخوالي ته له رسېدلو څخه مخکې د دغو زړو په ټولولو سره، داسې وېرې مخ په ډېرېدلو دي چې طالبان او محلي جنګسالاران دغه جنګ ځپلی هېواد له ډېرو اړتیا وړ صادراتي عوایدو څخه محروموي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د ځایي ملېشې یو مشکوک غړی د زمري په ۴ مه د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د ارې په وسیله یوه د پستې ونه راغورځوي. [نصیر صالحي]

د ځایي ملېشې یو مشکوک غړی د زمري په ۴ مه د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د ارې په وسیله یوه د پستې ونه راغورځوي. [نصیر صالحي]

د زمري په ۴ مه، د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د پستې یوه ونه لیدل کیږي. [نصیر صالحي]

د زمري په ۴ مه، د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د پستې یوه ونه لیدل کیږي. [نصیر صالحي]

د جنګ او سولې د راپور ورکولو د انسټیټیوټ (آی ډبلیو پي آر) د راپور په اساس، د وري په میاشت کې، د بادغیس ولایت د کرنې چارواکي احمد عرفان له پستې څخه د بادغیس ولایت کلني عواید ۳.۳ میلیارده افغانۍ (۴۵ میلیونه ډالر) یاد کړل، خو هغه وویل چې د دغو پیسو ډېره برخه د یاغیانو او جنایتکارانو لاسونو ته ور لوېږي.

خو د بادغیس د والي مرستیال فیض محمد میرزازاده سلام ټایمز ته وویل، «د کرنې وزارت سرچینو مونږ ته وویل،‌ چې یاغي ډلې په کال کې خواوشا ۷.۳ میلیونه افغانۍ (۱۰۰۰۰۰ ډالر) عواید د پستې له باغونو څخه ترلاسه کوي،»

هغه وویل، افغانستان داسې عسکر نه لري چې د پستې باغونه پرې وساتي، او زیاته یې کړه چې ولایتي اداره د دغو باغونو د خوندي کولو لپاره یو پراخ پلان لري، خو بشپړ تطبیق یې ښایي ډېر وخت ونیسي.

هغه وویل، «له بده مرغه، چې د پستې باغونه د دښمن -- یعنې د طالبانو او زورورو جنایتکارو ګروپونو، تر کنټرول لاندې دي چې په کې اوسېږي او ګټه ترې اخلي،»‌

د بادغیس د کرنې د ریاست رییس، عبدالعزیز حلیمیار، خبرداری ورکړ، چې دغه وضعه «ډېره وارخطاکوونکې» ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هم د پستې باغونو پورې د اړوندې امنیتي وضعې په هکله ډېر وارخطا یو،»‌

هغه هغو کسانو ته په اشارې، چې د لرګیو د وهلو لپاره ورځي، وویل، «په بادغیس کې د پستې د ونو وهل یوه بله د اندېښنې خبره ده. د دغو باغونو او ځنګلونو ساحه له ۳۰۰۰۰ هکتاره څخه لږې ځمکې ته راټوله شوې ده، په داسې حال کې چې یوازې څو کاله مخکې له ۹۰۰۰۰ هکتاره څخه ډېره پراخه وه.»

د پستې باغونه ناامني زیاتوي

ځایي چارواکي او تحلیلګران وایي، د بادغیس د پستې باغونه د افغانستان په لوېدیځ کې د طالبانو په مشرۍ د یاغیتوب د زیاتېدلو یو لوی عامل دی.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس، عبدالعزیز بیک، سلام ټایمز ته وویل، «د پستې باغونه د طالبانو په شمول یاغي ډلو ته د عوایدو یوه منظمه لاره برابروي،»‌

هغه وویل، «د پستې له دغو باغونو څخه د عوایدو په استعمال سره، اورپکي وسلې او مهمات اخلي او د افغان حکومت پر ضد یې کاروي،»‌

تحلیلګران وایي، هغه عواید، چې طالبان یې د پستې له حاصل څخه د ناوړه استفادې له لارې ترلاسه کوي، باید په صحیح توګه د افغان حکومت او خلکو لاسونو ته ورشي. که دغه عواید په صحیح توګه تنظیم شي، کیدی شي چې د بادغیس او د خواوشا ولایتونو د اوسېدونکیو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.

په بادغیس کې د مدني ټولنې یوه فعال، نجم الدین برهاني، چې ۳۴ کاله عمر لري، وویل، «هر کال، افغانان او د هغوی حکومت د دې مسئلې له امله په سلګونو میلیونه ډالر له لاسه ورکوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان هر کال له دغو ځنګلونو څخه پراخې پیسې ترلاسه کوي. مونږ په ولسمشر اشرف غني او امنیتي ادارو غږ کوو چې دغه باغونه مدیریت کړي.»

حکومت لاس په کار کیږي

په بادغیس کې د مدني ټولنې یوه ۲۷ کلن فعال، حبیب الله فوځي، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان او نور یاغي ګروپونه په دې سیمه کې پراخ حضور لري. افغان حکومت او امنیتي ځواکونه باید په چټکۍ سره لاس په کار شي او د هغوی پر ضد عملیات وکړي،»‌

په هرات کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، عبدالقادر کامل، وویل، «په دې برخه کې د افغان حکومت اجرأت کمزوري دي. که حکومت کلک هوډ او اراده ولري او د پستې په باغونو کې د هغوی پر ضد عملیات وکړي، طالبان به ونشي کولی چې هر کال له پستې څخه میلیونونه ډالر ګټه ترلاسه کړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، افغان ځواکونه «باید د حاصل ټولولو له پیل څخه مخکې پوځي عملیات پيل کړي، او طالبان د پستې له ځنګلونو څخه وباسي،»‌

هغه وویل، «له قانوني پلوه، د پستې ځنګلونه د ټولو افغانانو ملکیت دی، او ټول افغانان باید د دغو ځنګلونو له ګټو څخه مستفید شي،»

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي وویل، په دې هکله پلانونه موجود دي چې د دغه ولایت د پستې د حاصل کنټرول بېرته ترلاسه کړای شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ما له غني سره د پستې د باغونو د ستونزې په هکله خبرې وکړې، او هغه دا مسئله په خپله اجندا کې نیولې ده،»‌

هغه وویل، په بادغیس کې د پستې د پروسیس د یوه مرکز جوړول به ګټور ثابت شي، «ځکه چې مونږ نشو کولی چې د پستې په هره غونډۍ او غره باندې خپل عسکر توظیف کړو چې ویې ساتي،»

د هرات د پستې باغونه له ګواښ سره مخامخ دي

بادغیس یوازنۍ ځای نه دی چې د پستې حاصل یې د اورپکو له خوا د لوټ کېدلو له خطر سره مخامخ دی.‌

هرات ولایت له ۱۵۰۰۰ هکتاره ډېر د پستې ځنګلونه لري، چې اکثر په کشک کهنه، ګلران او کوهسان سیمو کې واقع دي، خو د بادغیس په څېر دغه ځنګلونه هم د طالبانو او نورو یاغي ګروپونو تر کنټرول لاندې دي.

د دغه ولایت د کرنې رییس عبدالصبور رحماني سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د پستې په ځنګلونو واک چلوي، او مونږ په دې نه یو توانېدلي چې تر اوسه پورې د پستې حاصل ترلاسه کړو. د هرات د پستې ځنګلونه عامه شتمني ده، او د هرات پسته په افغانستان کې له بهترینو پستو څخه ګڼل کیږي، خو هغه د طالبانو او نورو زورواکو کسانو له خوا ټولول کیږي.»

چارواکي وایي،‌ که څه هم چې په هرات کې په کال کې په اوسط ډول ۳۰۰۰ ټنه پسته ټولول کیږي،‌ لاکن د دغو ځنګلونو د تولید ظرفیت ډېر لوړ دی.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «په هرات کې د پستې د ځنګلونو د ډېرښت په پام کې نیولو سره، د داسې اسانتیاوو او وسایلو نشتوالی، چې د دغو باغونو پاملرنه پرې وشي، وسله والې ډلې، او همدارنګه محلي زورواکي او له فرصت څخه ګټه اخیستونکي دې ته جوړ کړي چې له دغې ملي شتمنۍ څخه ګټه پورته کړي،»

هغه وویل، «د حاصلاتو په فصل کې، اورپکي ګروپونه د پستې په ځنګلونو کې سنګرونه نیسي او محلي اوسېدونکي نه ور پرېږدي،»‌

هغه وویل، «مونږ تر یوه وخته پورې د هغوی [طالبانو او نورو اورپکو ګروپونو] پر ضد نظامي عملیات ترسره کړل، خو کله چې زمونږ عسکر راوځي هغوی بیا دغو باغونو ته راستانه شي. چې سپینه یې ووایم، مونږ کافي شمېر امنیتي ځواکونه نه لرو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500