امنیت

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د اوبو د تأمین په سر تر پردې لاندې ګواښونه وکړل

د نصیر صالحي راپور

افغان چارواکو وروسته له هغه غبرګون وښود، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ګواښ وکړ چې د هغه هېواد به له افغانستان څخه، او په ځانګړې توګه د هلمند سیند د اوبو د ترلاسه کولو لپاره له ټولو موجودو وسیلو څخه کار واخلي. [نصیر صالحي]

هرات -- د افغانستان په لوېدیځو او جنوبي سیمو کې د بندونو د جوړونې له پیل راهیسې، ایران -- چې تر ډېره د افغانستان په اوبو متکي دی -- د دغو پروژو په وړاندې خپله دښمني ښودلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په وروستیو کې ګواښ وکړ چې د هغه هېواد به له افغانستان څخه، او په ځانګړې توګه د هلمند سیند د اوبو د ازاد بهیر د ترلاسه کولو لپاره له ټولو موجودو وسیلو څخه کار واخلي.

هغه د زمري په ۲۳مه د ایران د دولتي ۳ چینل تلوېزیون سره په يوه مرکه کې وویل، «داسې هېڅ اونۍ نه ده تېره شوې چې مونږ د هلمند د اوبو د مسئلې په هکله خبرې نه وي کړې.البته، یوې هراړخیزې هوکړې ته د رسېدلو لپاره ډېر وخت ته اړتیا ده،»‌

هغه وویل، «کله چې خبره افغانستان ته رسیږي، مونږ کولی شو چې د سرحدي اړیکو، افغان کډوالو، د نشه ییزو توکو د ناقانونه مسایلو او سوداګرۍ په شمول وسیلو څخه کار واخلو،»‌

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چنګاښ په ۲۵مه په تهران کې د اقتصادپوهانو له یوه ګروپ سره د کتنې پر وخت خبرې کوي. [عطا کیناري/ای اېف پي]

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چنګاښ په ۲۵مه په تهران کې د اقتصادپوهانو له یوه ګروپ سره د کتنې پر وخت خبرې کوي. [عطا کیناري/ای اېف پي]

د افغان - هند د دوستۍ بند، چې پخوا د سلما بند په نامه یادېده، د ۱۳۹۵ د وري په ۲۵مه په هرات ولایت کې ښودل شوی دی. [نصیر صالحي]

د افغان - هند د دوستۍ بند، چې پخوا د سلما بند په نامه یادېده، د ۱۳۹۵ د وري په ۲۵مه په هرات ولایت کې ښودل شوی دی. [نصیر صالحي]

د افغانستان د اوبیزو سرچینو مدیریت کول

د هرات د والي مرستیال، محی الدین نوري، وویل چې د ایران ګواښونه د اوبو د مدیریت په برخه کې د افغان حکومت په اراده باندې هېڅ تاثیر نه لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د اوبو مسئله زمونږ لپاره ډېره زیاته مهمه ده، او مونږ د بندونو د جوړولو او د خپلو اوبو د مدیریت کولو لپارهجدي پلانونه لرو،»

هغه وویل، «زمونږ په پلانونو کې هېڅ اختلال یا ستونزه نشته، او نه به هېڅکله راشي. مونږ هره اونۍ د خپل اوبیزو سرچینو د مدیریت په هکله دولتي او حکومتي مجلسونه ترسره کوو چې په پوره صلاحیت سره د خپل هېواد له اوبو څخه استفاده وکړو.»

نوري وویل، «دا یو ملي بحث دی چې د دوه هېوادونو [افغانستان او ایران] تر منځ راپورته شوی دی،»

«خو دا بحث نشي کولی چې په محلي سطحه زمونږ په کار باندې تاثیر وکړي. مونږ په هرات کې د افغان - هند د دوستۍ د بند، چې پخوا د سلما بند په نامه یادېده، مربوطو پروژو باندې کار کولو ته دوام ورکوو، او د هریرود سیند اوبه مدیریت کوو، په داسې حال کې چې همدارنګه کار کوو چې خپلې ځمکنۍ اوبیزې سرچینې خوندي کړو.»‌

خو د هرات د ولایتي شورا رییس،‌ کامران علیزي، د ظریف له خوا د افغانستان په هکله ګواښونکي بیانونه «یوه د اندېښنې سرچینه» وبلله.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«زمونږ خلک باید د سلما بند، پشدان بند، او داسې نورو په شمول د هغو مهمو بندونو ساتنه وکړي چې په افغانستان کې جوړ شوي دي،»

«مقامات باید غبرګون وښیي او ځواب ورکړي. که ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د بندونو په هکله څه ګواښونکي بیانونه ورکوي، په کار دی چې افغان چارواکي ځواب ورکړي.»

تېر کال، د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه جنجالي وینا کې دې ته ورته ګواښوونکي بیانونه ورکړل، د افغانستان له خوا د بندونو جوړول یې «د ایران لپاره ستونزمن» وبللاو ګواښ یې وکړ چې تهران به د دغه کار په وړاندې لاس په کار شي.

هغه د ۱۳۹۶ د چنګاښ په ۱۲مه په تهران کې د شګلنو او ګردي توپانونو په وړاندې د مجادلې په هکله نړیوال کانفرانس کې د وینا پر وخت وویل، «په افغانستان کې د ګڼ شمېر بندونو، لکه د افغانستان په شمال او جنوب کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو جوړول زمونږ په خراسان او سیستان - بلوچستان ولایتونو باندې تاثیر کوي،»

د افغان منابعو په وړاندې د ایران دښمني

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال، سید اشرف سادات، وویل، چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له خوا ورکړل شوي وروستي بیانونه ښيي چې په افغانستان کې د بندونو پر ضد جدي امنیتي ګواښونه موجود دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ایران هېڅکله هم زمونږ دوست نه وو او تل یې د افغانستان د ګټو پر ضد شوم پلانونه لرل. ایران له هغه وخت راهیسې، چې د متحده ایالاتو بندیزونو پرې اغېز کړی، د افغانستان په وړاندې په خپل چلند کې بدلون راوستی دی.»‌

هغه وویل، «د ظریف ګواښ ډېر خطرناک دی او ښایي چې په افغانستان کې د بندونو د جوړونې د پروژو په وړاندې جدي امنیتي ستونزې رامنځته کړي،»‌

هغه وویل، «ایرانیانو په افغانستان کې د بندونو د جوړونې په هکله خپلې اندېښنې په روښانه ټکو څرګندې کړي،» او زیاته یې کړه چې،‌ «ګواښونه ... د افغانستان د ګټو په مقابل کې د ایران د دښمنۍ ښکاره شواهد دي.»‌

سادات وویل، «په دې توګه، مونږ په افغان حکومت باندې غږ کوو چې د افغانانو د هیلو د ترسره کولو او د ګټو د ساتنې په برخه کې جدي ګامونه واخلي او د ګاونډیو هېوادونو د ګواښونو په وړاندې ودریږي،»

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي، نجیب الله محبي، وویل، د ټولو نړیوالو تړونونو او اساساتو او د ښه ګاونډیتوب د اړیکو پر خلاف، ایران له ډېرو کالو راهیسې افغانستان ته زیانونه ور رسولي او افغانان د ایران له ویجاړوونکیو پلانونو او توطیو څخه متأثر شوي دي.

محبي سلام ټایمز ته وویل، «کله چې د ایران حکومت په ښکاره افغانستان ته د [افغان] اوبو په سر ګواښونه کوي، دا څرګندوي چې ایران د افغانستان په وړاندې له شرارت څخه ډکې ارادې لري،»

«افغان حکومت باید دا ګواښونه جدي ونیسي، مخنیوونکي ګامونه واخلي او چمتووالی ونیسي، او د افغانستان د اوبیزو سرچینو په هکله له خپل موقف څخه په شا نشي.»‌

ایران طالبان د یوې جیوپولیټیکي وسیلې په توګه کاروي

محبي وویل، ایران په افغانستان کې د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي.

هغه وویل، «په هرات کې یاغي ګروپونه له ایران څخه د دې لپاره مرسته ترلاسه کوي چې بېخبنایي پروژې، په ځانګړې توګه افغان بندونه ویجاړ کړي. دا له ډېرو کالو راهیسې یوه ښکاره، اوږده مسئله ده. کله چې ایراني چارواکي په ښکاره ګواښونه کوي، له دې نه معلومیږي چې هغوی په څرګنده په افغانستان کې دننه په شریرو فعالیتونو کې ښکېل دي.»

نوري وویل، «مونږ [افغان حکومت] د سلما بند لپاره ځانګړي امنیتي واحدونه توظیف کړي دي. دا ښیي چې مونږ د دې بند امنیت ته متوجه یو او مونږ کافي اندازه پوځي وړتیاوې لرو چې خوندي یې کړو.»‌

نوري وویل، «مونږ دې ته تیار یو چې له هغو ګواښونو څخه، چې مونږ اوس ورسره مخامخ یو، له درې برابره څخه د قوي ګواښونو په وړاندې مقاومت وکړو. یاغي ګروپونه، او همدارنګه هغه هېوادونه، چې د سلما بند یې نه خوښیږي، تل هڅې کړي چې هغه کمزوری یا ویجاړ کړي.»

د تېر کال په بهیر کې، د افغانستان په لویدیځ کې په بندونو -- هم په فعالو بندونو او هم په هغو چې تر رغونې لاندې دي -- یاغیانو مکرر بریدونه کړي، چې اکثر یې په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې شوي دي.

د ۱۳۹۶ د زمري په ۴ مه،‌طالب اورپکو په سلما بند باندې برید وکړ او لس افغان عسکر یې ووژل.

د ۱۳۹۶ د زمري په ۱۳مه، یاغیانو په کمال خان بند باندې، چې د نیمروز ولایت په چاربورجک ولسوالۍ کې پرې رغونه روانه وه، د برید هڅه وکړه، خو عسکرو هغوی ته ماتې ورکړه.

د محلي مقاماتو په وینا، په فراه ولایت کې د بخش اباد د بند رغونه له څو کالو راهیسې له دې امله ځنډېدلې وه چې ایران طالبانو ته مرستې او تجهیزات برابروي چې د بند د جوړونې مخه ونیسي.

د فراه امنیه قوماندان، فضل احمد شېرزاد، د فراه په ښار د طالبانو له خوا د غوایي د ۲۶مې برید «د ایران د حکومت له خوا تنظیم شوی برید» وباله.‌

د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د غوایي په ۲۸مه د فراه چارواکو او اوسېدونکیو سره په کتنهکې د فراه جګړه «د اوبو په سر جګړه» وبلله،‌ او ویې ویل چې د سیمې د هېوادونو [ایران ته په اشاره] له خوا، چې هڅه کوي چې په افغانستان کې نا امني زیاته کړي، ترسره شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تر ټولو مخکې، زه فکر کوم چې ستاسو راپورونه له حقیقتونو څخه لیرې دي، او ستاسو موقف یو اړخیز دی. راپورونه باید په داسې ډول خپاره شي چې استقلال په کې ساتل شوی وي. دا جالبه ده چې دا خبري اداره یوازې د ګاونډي هېواد پر ضد موقفونه نیسي. تاسو د افغانستان په وړاندې مسؤل یئ؛ له دې امله ستاسو راپورونه باید مستقل وي او تاسو باید له افغانستان سره د بېخبنا د جوړولو په برخه کې مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

محمد جواد ظریف چې کوم ګواښونه کوي ظریف خو هر سه غواړي د اوبو بندونه خو لا پریږده باید مونږ ظریفان ورته جیدې ځوابونه ورکړي یواځي په خوله سه نه کیږی او په دې ټول ښه پوهیږي چې لوی دوښمن مو دی

ځواب ورکړئ

دا صحیح ده چې ایرانی رژیم د افغانستان دښمن دی او باید داسې ګوزار ورکول شي چې له افغانانو سره د تېرو څلورو لسیزو د خیانتونو حساب ورسره پاک کړای شي لاکن د ایران په نسبت د افغانانو او افغانستان لوی دښمن پاکستان دی چې له ایران نه مخکې باید له دغه تورمخي منافق دښمن سره حساب تصفیه کړای شي.

ځواب ورکړئ