کډوالان

ملګرو ملتونو د کډوالو افغانانو د بیا ځای پرځای کولو لپاره نوره نړیواله مرسته وغوښته

د محمد اهل راپور

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلېپو ګرانډي او یوې پاکستانۍ لوبغاړې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ښه نیت سفیرې،‌ ماهره خان، د شنبې په ورځ /د وږي ۱۷مه/ په پاکستان کې له افغان کډوالو کورنیو څخه کتنه وکړه، او هېواد ته د هغوی د ستنېدنې لپاره یې د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه. [محمد اهل]

پېښور -- د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلېپو ګرانډي او یوې پاکستانۍ لوبغاړې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ښه نیت سفیرې،‌ ماهره خان، د شنبې په ورځ /د وږي ۱۷مه/ په پاکستان کې له افغان کډوالو کورنیو څخه کتنه وکړه، او هېواد ته د هغوی د ستنېدنې لپاره یې د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه.

ګرانډي او ماهره خان، چې د ملګرو ملتونو د بشري او عاجلو مرستو د همغږۍ د چارو د رییس مرستیال، مارک لوکاک، یې ملګرتیا کوله، له پېښور سره نژدې د زاخېل د خپلې خوښې د ستنېدنې مرکز کې له کورنیو سره وکتل.

ګرانډی وویل، «په داسې حال کې چې [افغان کډوال به له پاکستان] څخه په جبري توګه نه ستنول کیږي، د ملګرو ملتونو اداره له ټولو افغانانو څخه غواړي چې خپل هېواد افغانستان ته ستانه شي، بیا ځای پرځای شي او یو عادي ژوند وکړي،»‌

ګرانډي وویل، چې خواوشا ۱.۴ میلیونه ثبت شوي افغان کډوال اوس هم په پاکستان کې اوسیږي، او له خیبر پښتونخواه او بلوچستان څخه د هغوی په خپله خوښه ستنېدنه به دوام ومومي.

افغانې ښځې، د۱۳۹۷ د وږي په ۱۷مه په نوښار کې د زاخېل د خپلې خوښې د ستنېدنې مرکز څخه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنر فلېپو ګرانډي د لیدنې په ترڅ کې، انتظار وباسي. [عبدالمجید/ای اېف پي]‌

افغانې ښځې، د۱۳۹۷ د وږي په ۱۷مه په نوښار کې د زاخېل د خپلې خوښې د ستنېدنې مرکز څخه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنر فلېپو ګرانډي د لیدنې په ترڅ کې، انتظار وباسي. [عبدالمجید/ای اېف پي]‌

پاکستانۍ لوبغاړې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ښه نیت سفیره ماهره خان د وږي په ۱۷مه د ملګرو ملتونو له یوه پلاوي سره یوځای د زاخېل د خپلې خوښې د ستنېدنې مرکز څخه لیدنه کوي چې د ستنېدنې پروسه وګوري. [محمد اهل]‌

پاکستانۍ لوبغاړې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ښه نیت سفیره ماهره خان د وږي په ۱۷مه د ملګرو ملتونو له یوه پلاوي سره یوځای د زاخېل د خپلې خوښې د ستنېدنې مرکز څخه لیدنه کوي چې د ستنېدنې پروسه وګوري. [محمد اهل]‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) یو چارواکی د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلېپو ګرانډي او پاکستانۍ د فلمونو ستورې، ماهره خان، ته د وږي په ۱۷مه د زاخېل د خپلې خوښې د ستنېدنې مرکز کې معلومات ورکوي. [محمد اهل]

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) یو چارواکی د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلېپو ګرانډي او پاکستانۍ د فلمونو ستورې، ماهره خان، ته د وږي په ۱۷مه د زاخېل د خپلې خوښې د ستنېدنې مرکز کې معلومات ورکوي. [محمد اهل]

ګرانډي دا نظریه رد کړه چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال به هېڅکله هم افغانستان ته ستانه نشي.

هغه وویل، په تېرو ۲۰ کالو کې، له ۴ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال ستانه شوي او ډېر نور دې ته تیار دي چې اوس خپل هېواد ته ستانه شي، او اعتراف یې وکړ چې، «ځینې کډوال په دې راضي نه دي چې ستانه شي ځکه چې هغوی د امنیتي وضعې او د معیشت د وسایلو د موجودیت په هکله اندېښمن دي، چې نړیواله ټولنه یې باید غم وخوري.»‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ارقامو په اساس،‌ د کب له ۱۰مې راهیسې، له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د وږي ۱۸ مه، خواوشا ۴۵ کډوالې کورنۍ د خپلې خوښې ستنېدنې مرکز څخه خپل هېواد ته لاړې.

په ښوونه او روزنه باندې تمرکز کول

ګرانډي پاکستان فارورډ ته وویل، «په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو دوه پر درې برخې ځوانان دي. هغوی دې ته اړتیا لري چې د ښوونې او روزنې او د مهارتونو له لارې پیاوړي کړای شي چې هغوی په پاکستان کې د کوربه ټولنو په برخه کې همکاري وکړي -- او کله چې خپل هېواد ته ستنیږي چې هلته د خپل هېواد په بیارغونه کې مرسته وکړي،»‌

هغه وویل، لوبغاړې ماهره خان «د کډوالو او په ځانګړې توګه د ځوانانو د ستونزو د په نښه کولو په برخه کې یوه قوي مدافع شخص ده،»

ماهره خان پاکستان فاروډ ته وویل، د کډوالو له جملې څخه له نیمایي څخه ډېر ماشومان دي -- او که چېرې نړیواله ټولنه د هغوی په ښوونه او روزنه باندې تمرکز وکړي، دا کار به د افغان ملت لپاره یو بهتر راتلونکی یقيني کړي.

هغې وویل، «زه دلته د دې لپاره یم چې مرسته وکړم. زه ډېره خوشحاله یم چې په لومړي ځل له خیبرپښتونخواه څخه لیدنه کوم او له افغان کډوالو سره وینم. ما شخصاً غوښتل چې له کډوالو ماشومانو سره مرسته وکړم او هغوی ته ښوونه او روزنه برابره کړم.»

ماهرې وویل، «هغوی د هغو افغانانو درېیم نسل دی چې په پاکستان کې له ۴۰ کاله ژوند کولو څخه وروسته خپل هېواد ته ستنېږي، نو له هغوی سره باید د امنیت، وظایفو او د ژوند د ښو شرایطو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړای شي،»

ماهره خان وویل، «دا ماشومان د یوه روښانه افغانستان راتلونکی جوړوي،»

په خیبر پښتونخواه کې اوسېدونکیو افغان کډوالو د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې د برابرولو په برخه کې د ماهره خان هڅې وستایلې، او ویې ویل چې هغوی ښوونې او روزنې ته د افراطیت په وړاندې د درملنې او د یوه باثباته او نېکمرغه افغانستان د یوې کیلۍ په سترګه ګوري.

د کډوالو له یوه کمپ څخه بهر، یوه ۵۴ کلن کس معروف خان پاکستان فارورډ ته وویل، چې هغه له ۳۰ کاله څخه ډېر پخوا د جنګ له امله افغانستان پرېښود او اوس بېرته ورستنېږي.‌

هغه وویل، «زما ماشومانو په پاکستان کې ښه تعلیم وکړ،‌او زه د خپلو پاکستاني ورونو منندوی یم.‌ زه د ټولو افغان ماشومانو لپاره ښوونه، روزنه او سوله غواړم،»

عبدالله، چې هغه هم له خپلو دوه ماشومانو سره افغانستان ته ستنېده، پاکستان فارورډ ته وویل، چې هغه په دې خوشحال شو چې ویې لیدل چې ماهره خان د افغان ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې په هکله خبرې کوي.

عبدالله وویل، «زه د افغان نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د لا نورې پانګونې غوښتنه کوماو اوس د دې وخت دی چې مونږ خپلې نجونې او د راتلونکي میندې په ښوونه او روزنه سمبالې کړو،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500