امنیت

په کانفرانس کې د طالبانو د اشتراک ستراتیژي اسلام ضد انګېزې په ګوته کوي

د نجیب الله راپور

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې، طالب اورپکي او د سیمې اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۷ مه د اختر په درېیمه ورځ د افغان اردو په یوه هاموي باندې ولاړ دي، او د هېواد په سطحه پراخ اوربند لمانځي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې، طالب اورپکي او د سیمې اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۷ مه د اختر په درېیمه ورځ د افغان اردو په یوه هاموي باندې ولاړ دي، او د هېواد په سطحه پراخ اوربند لمانځي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- افغان علما او د مدني ټولنې فعالان په طالبانو باندې په اندونیزیا او سعودي عربستان کې د جوړو شویو کانفرانسونو په شمول، د علماوو له خوا دایر شویو کانفرانسونو کې د نه برخه اخیستنې، او د روسیې له خوا په هغو ته ورته یوه کانفرانس کې د بلنې د منلو له امله انتقاد کوي.

د غوایي په ۲۱ مه،‌د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان اسلامي عالماند اندونیزیا په بوګور کې سره ټول شول، او د تاوتریخوالي او افراطیت ټول ډولونه یې رد کړل.

علماوو په یوه فتوا کې وویل، «د ملکي خلکو پر ضد تاو تریخوالی او ځانمرګي بریدونه د اسلام د سپیڅلو اساساتو پر خلاف کارونه دي،»‌

له یوې میاشتې څخه لږ وروسته، د غبرګولي په ۱۴مه په کابل کې،‌د افغانستان د علماوو شورا د نژدې ۳۰۰۰ علماوو یو کانفرانس ور وباله، چې هغوی یوه فتوا صادره کړه او په کې یې ځانمرګي بریدونه او بمي چاودنې «حرام» وبلل.

د وري د ۱۶مې یو عکس طالب اورپکي د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې مخکې له هغه ښیي چې هغوی خپلې وسلې مقاماتو ته تسلیم کړې. [آرشیف]

د وري د ۱۶مې یو عکس طالب اورپکي د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې مخکې له هغه ښیي چې هغوی خپلې وسلې مقاماتو ته تسلیم کړې. [آرشیف]

د چنګاښ په ۱۹مه، استازي د سعودي عربستان جدې ښار ته د افغانستان د سولې په هکله د علماوو په یوه نړیوال کانفرانس کې د ګډون لپاره رسېږي. طالبانو دغه کانفرانس تحریم کړ. [عامر حیلابي/ای اېف پي]

د چنګاښ په ۱۹مه، استازي د سعودي عربستان جدې ښار ته د افغانستان د سولې په هکله د علماوو په یوه نړیوال کانفرانس کې د ګډون لپاره رسېږي. طالبانو دغه کانفرانس تحریم کړ. [عامر حیلابي/ای اېف پي]

د حکومت له خوا په یوه ټویټ کې د فتوا یوه برخه وایي، «د داسې کارونو ترسره کول، تمویلول او حمایه کول د شریعت خلاف کارونه دي.‌ علماوو په داسې حال کې چې د سولې غوښتنه یې کوله، وویل، په افغانستان کې د «جهاد» په نامه جنګ کول په اسلام کې «هېڅ مشروعیت نه» لري.

د چنګاښ په ۱۹ - ۲۰ مه، سعودي عربستان، د اسلامي همکارۍ د سازمان په همکارۍ، په جده کېد افغانستان د سولې په هکله د علماوو نړیوال کانفرانس جوړ کړ.‌

له ۵۷ څخه د ډېرو هېوادونو له ۱۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو د چنګاښ په ۲۰ مه په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، «مونږ د افغانستان په حکومت او د طالبانو په تحریک غږ کوو چې په یوه اوربند سره سلا شي او د بین الافغاني مذاکراتو لاره په مخکې ونیسي،»‌

د اسلام له نامه څخه ناوړه ګټه اخیستنه

ګڼ شمېر اسلامي عالمان او د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي وایي، د طالبانو له خوا د هغو کانفرانسونو ردول، چې د نړۍ د بېلابېلو برخو د علماوو له خوا دایر شوي ول، ثابتوي چې د طالبانو جنګ د اسلام لپاره نه، بلکې د خارجي اجنډاوو د تعقیبولو لپاره دی.‌

په درې واړو مجلسونو کې، علماوو له طالبانو څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی بند کړي او له افغان حکومت سره د مذاکراتو مېز ته کېني.‌

خو طالبانو د افغان حکومت او د عالمانو د سولې غوښتنې رد کړې، او دغه ډول مجلسونه یې «لار ورکوونکي» وبلل او بایکاټ یې ورسره وکړ.‌

د مسئلې په سر په یوه غټ تغیر کې، دغې اورپکې ډلې موافقه وکړه چې د روسانو په مشرۍ د سولې خبرو ته، چې د وږي ۱۳مه یې وخت ټاکل شوی وو،خپل یو پلاوی ولېږي.

روسیې هغه وخت دغه کتنه وځنډوله چې افغانستان او متحده ایالاتو په کې له ګډون څخه انکار وکړ.‌

په کابل کې یوه اسلامي عالم، مولوي ولی الله لبیب، وویل چې د اسلام لپاره د طالبانو له خوا د جنګ کولو ادعا غیرمشروع ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که طالبان ادعا کوي چې هغوی په دین کې ريښې لري، هغوی باید حتماً د سعودي عربستان په کانفرانس کې خپل اشتراک تایید کړی وای،»‌

د هغوی دا پرېکړه، چې د مسکو په مشرۍ کانفرانس کې برخه واخلي، له بلې سرچینې څخه راځي. لبیب وویل، «دا پخپله د طالبانو انحراف او سرغړونه ښیي،»

په کابل کې مېشت یوه بل دیني عالم مولوي عبدالاحمد محمدیار سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د اسلامي عالمانو او د اسلامي ټولنې له خوا صادرې شوې اعلامیې ردوي. دا ښیي چې دغه ګروپ یوازې د اسلام نوم بدوي.»‌

«اسلام یو د سولې او مهربانۍ دین دی، په داسې حال کې چې طالبان د سولې ټول هغه غږونه چې د اسلام په نامه د افغان دیني عالمانو، افغان حکومت او د افغان ولسي خلکو، او همدارنګه د پاکستان، اندونیزیا او سعودي عربستان له خوا شوي دي،‌ ردوي. دا په داسې حال کې دی چې دغه ډله بیا د روسانو له خوا ورکړل شوې بلنې قبلوي.»‌

'استخدام شوې وسله'

د سولې د عالي شورا یوې غړې،‌ لیلا جعفري، وویل، «په اندونیزیا او سعودي عربستان کې ترسره شویو مجلسونو د طالبانو لپاره یو غټ فرصت برابر کړ چې له نورو دیني عالمانو سره د اسلام له نظره د افغان جګړې په هکله بیاکتنه وکړي،»‌

د طالبانو له خوا د دغه فرصت ردول -- او د هغو فرصتونو ردول، چې د افغان حکومت له خوا د کوچني اختر او د لوی اختر په ترڅ کې د بې سابقې اوربندونو په وسیله وړاندې کړای شول -- ښيي چې د هغوی اتحادونه له چا سره دي.

لیلا جعفري سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د سیمې د هېوادونو له خوا د یوې جنګي وسیلې او استخدام شوې وسلې په توګه کارول کیږي، او هغوی پخپله سیاسي استقلال نه لري،»

هغې وویل، «د دواړو اخترونو په ترڅ کې اوربندونو د افغان خلکو او د اسلامي ټولنې له خوا د سولې شویو غږونو ته د غبرګون ښودلو، او د دې لپاره غوره فرصت برابر کړ چې هغوی خپل رضایت څرګند کړي او په بین الافغاني خبرو اترو کې برخه واخلي،»

لیلا جعفري وویل، «طالبان پخپله پوهېږي چې د هغوی جنګ غیرمشروع دی، خو، له بده مرغه چې هغوی د نورو له خوا د وسیلو په توګه کارول کیږي، چې ریموټ کنټرولونه یې د روسیې، ایران او پاکستان په څېر هېوادونو په لاسونو کې دي،»

هغې وویل، «تصمیم نیونه د طالبانو په واک کې نه ده. د هغوی باداران هغه څوک دي چې هغوی ته وایي چې په کوم کانفرانس کې برخه واخلي او کوم یو رد کړي،»‌

د مشروعیت په لټون کې

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال، عزیز رفیعي، وویل، طالبان هڅه کوي چې د ځانونو لپاره د نړیوال سیاسي ملاتړ په لټون کې نوې دروازې پرانیزي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، لوېدیځو او سیمه ییزو قدرتونو، لکه هغه چې د فارس په خلیج کې دي، له طالبانو سره همکاري کوله، خو اوس هغوی غواړي چې دغه ملاتړ متنوع کړي او د چین او روسیې په څېر نور قدرتونه ورجلب کړي،»

هغه وویل، «په دې برخه کې د طالبانو مانوره سیاسي او د دغه نوي لید پر بنسټ ولاړه ده،»‌

په کابل کې د سیاسي علومو یوه محصل، احسان الله، چې ۲۴ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «اوس دا هر چاته روښانه ده چې طالبان د اسلام لپاره جنګ نه کوي، بلکې هغوی د خارجي ځواکونو په استازیتوب جنګ کوي،»

هغه وویل، «که طالبان د اسلام لپاره جنګ کوي، بیا ولې هغوی هره ورځ ملکي خلک وژني؟ یا، ولې هغوی د افغانستان او د نورې نړۍ د هغو اسلامي عالمانو د نظریاتو پر خلاف عمل کوي چې د هغوی جنګ یې غیرمشروع بللی دی؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500